د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۲۱

افغانستان

ميدان وردګ: هغه کسان به خوشې شي چې د عملياتو پر مهال نيول شوي

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ نقشه

د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي، هغه کسان به ډېر ژر خوشې شي چې په وروستيو کې د پوځي عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

په دايميرداد ولسوالۍ کې د سې شنبه ناوخته افغان ځواکونو عمليات وکړل چې ويل کېږي په نتيجه کې يې ٤ کسان وژل شوي دي.

د ميدان وردګ چارواکي وايي، په وژل شويو کې ٣ تنه روغتيايي کارکوونکي او يو ملکي وګړى شامل دى.

د والي وياند ويلي، په وژل شويو کې يو تن د طالبانو د روغتيايي چارو مسؤل و.

د والي وياند محب الله شريفزي ازادي راډيو ته وويل، نيول شوي کسان به د څېړنو تر بشپړېدو وروسته خوشې شي: "ځينې کسان ځکه بېول شوي چې له هغې سيمې وسله‌والو طالبانو هم استفاده کوله، په هغه پېښه کې د طالبانو ١٢ موټرسايکلونه، يو موټر او مهمات هم له‌منځه وړل شوي وو. د طالبانو روغتيايي چارو مسؤل همالته وژل شوى دى. ځينې کسان د تحقيقاتو لپاره بېول شوي چې خوشې کېږي به. کومه ځانګړې ستونزه نه شته."

په نيول شويو کسانو کې يو تن د دغه کلنيک ډاکټر دى.

وسله‌والو طالبانو ويلي چې په‌دې پېښه کې دوى ته زيان نه‌دى اوښتى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کابل پولیسو ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي

دوه تنه چې د کابل پولیسو له لوري د جنايي جرمونو په تور نیول شي.

د کابل امنیه قوماندانۍ په پلازمېنه کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي د کابل جنايي پولیسو دا کسان د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې توقیف کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې دا ۱۳ کسان چې له ځینو څخه‌یې وسلې هم ترلاسه شوي د قتل، شوکو، غلاوو او له خلکو د باج اخیستو په بېلابېلو مواردو تورن دي.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي

کابل کې د افغان-جاپان روغتون لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۶۸۰ نور کسان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي چې دا شمېره د څه باندې ۱،۱۰۰ مشکوکو مواردو له معاینې وروسته ترلاسه شوې دي. په بیان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د ۸ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

له دې نویو مواردو سره په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو ټوله شمېره ۱۵،۲۰۵ ته او د مړینو شمېره ۲۵۷ ته لوړه شوه.

هرات کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژلي

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي او یو ماشوم سخت ټپي دی.

د هرات والي ویاند جېلاني فرهاد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل پېښه تېره شپه شوې او په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "له یو ټېلري موټر سره د سورلۍ د یو سرف ډوله موټر د ټکر له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي چې ۳ تنه‌یې ښځې، ۴ نارینه او ۲ ماشومان دي."

د ښاغلي فرهاد په وینا د دې پېښې ټول قربانیان د کاپیسا ولایت اوسېدونکي دي.

د هرات د والي ویاند د دې پېښې علت ټرافیکي قواعدو ته د موټر چلوونکو نه‌پاملرنه بللې ده.

داعش د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د برید مسؤلیت واخیست

د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر شوې چاودنه

اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د هغه ترورېستي برید مسؤلیت منلی چې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي همکار په‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

د خورشید ټلوېزیون مسؤل محمد رفیع رفیق صدیقي رسنیو ته ویلي دي چې پر همکارانو یې ترورېستي برید شوی دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې حکومت دا برید په کلکه غندي او زیاته‌یې کړه چې د پېښې په اړه به څېړنې وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان، د ژورنالېستانو د ملاتړ نړیوالې ټولنې او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله په کلکه غندلې او دا یې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ حمله بللې ده.

د هند د مرسته شويو غنمو ۳مه بېړۍ چابهار ته ورسېده

د هند مرسته شوي غنم

د هند د مرسته شويو غنمو د لېږدونې درېيمه بېړۍ پرون ناوخته چابهار ته ورسېده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو ٥ زره ٧٥٠ مټريک ټنه چابهار بندر ته ورسېدل او هېواد ته د دغو غنمو لېږدول پيل شوي دي.

د دغو غنمو په لېږدونې سره د هندوستان د مرسته شويو غنمو له جملې څخه نږدې ٢١ زره مټريک ټنه‌يې لېږدول کېږي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو بېړني حالت او غنمو ته د زياتې اړتيا وضیعت کابو کړي.

دوی وایي له دې سره جوخت د پاتې غنمو د واردولو کار دوام لري او ټاکل شوې ده د پاتې غنمو د لېږدولو بهير د جون په اتمه پيل شي.

د يادونې وړ ده، د هغو ١٠ زرو ټنو غنمو لېږدول چې پخوا له کاندولا بندر څخه پيل شوي وو، بشپړ شوي او د کندهار او هرات په زېرمو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د ملي پرمختيا شرکت د هندوستان د ٧٥ زره مټريک ټنه غنمو د لېږدونې مسؤليت منلى دى.

د افغانستان مالیې وزارت: ملي شورا دې د کرونا بودجه ژر تصیب کړي

د مالیې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت له ملي شورا نه غواړي چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بودجه ژر تر ژره تصیب کړي.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې مالیې وزارت د ثور په ١٥مه نېټه د بودجې سند ولسي جرګې ته سپارلی، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم دغه سند نه‌دی تصویب او بې‌پرخلیکه پاتې دی.

دی وایي چې په عادي بودجه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیارده او ۱۶۹ میلیونه افغانۍ تعدیلات راغلي چې باید ملي شورا یې له ارزونو وروسته تصویب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ١٣٩٩ مالي کال بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ۲۸۹ میلیارده عادي او ۱۳۹ میلیارده‌یې پراختیایي بودجه ده، خو ولسي جرګه وایي دغه بودجه متوازنه نه‌ده.

ملي امنیت شورا: په ۲ ورځو کې د طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي

د ازاد شويو طالب بندیان یوه ډله

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند، جاوېد فیصل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له پلچرخي، د پروان له مرکزي توقیف ځایه او نورو ولایتي زندانونو خوشې شوي دي.

جاوېد فیصل زیاته کړه: "دا لړۍ به نن یکشنبه هم دوام لري تر څو د جمهور رئیس له فرمان سره سم د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشې شي.

هغه نه‌دي ویلي چې نن به څو زندانیان خوشې کېږي.

د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشي شوي خو دا لړۍ لا هم روانه ده.

وسله‌والو طالبانو له حکومت سر د سولې د خبرو د پیل لپاره د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د وسله‌والو طالبانو یو ۵ کسیز پلاوی د دې بهیر د تخنیکي اړخ د څارنې لپاره کابل ته تللی دی.

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین په یوه پیغام کې چې بېګا د ازادي راډیو خبریال ته رسېدلی ویلي چې تر اوسه یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۴۲۰ غړي خوشي کړي دي.

خو د افغانستان حکومتي چارواکو په دې اړه لا څه نه‌دي ویلي.

مخکې په ځیني مواردو کې چارواکو ادعا کړې وه چې وسله‌والو طالبانو ملکي خلک هم د امنیتي ځواکونو په ګڼه کې شمېرلي او خوشې کړي دي.

روغتیا وزارت: تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې څو چنده زیاتې شوي

ارشیف

په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په یوه وروستي میاشت کې څو برابره زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح پرون، د مې په ۳۰مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، د افغانستان پر روغتیايي سکټور به ډېر فشار راشي او د یوې فاجعې د پېښېدو امکان شته.

مجروح وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۴۵۰۰ اوښتې دي.

مجروح وویل چې د کرونا ویروس له کبله ۲۴۹ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې له لویو غونډو ډډه وکړي، که کولای شي په کورونو کې دي کېني او مکررا دي لاسونه پرېمینځي.

چارواکي: پروان کې وسله ‌والو طالبانو ۳ ملکيان وژلي

د پروان ولایت یوه څنډه

په پروان کې چارواکو ویلي چې پر یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو طالبانو په برید کې درې ملکي کسان وژل شوي دي.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار پرون، د مې په ۳۰مه، ازادي راډیوته وویل چې پېښه د جوي دختر په سیمه کې شوې ده.

وحیده شهکار زیاته وویل: "وسله‌والو طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ په جوي دختر سیمه کې د هاوان د ګولۍ ډز کړی چې هدف‌یې د امنیتي ځواکونو پوسته وه خو پر یوه کور لګېدلی او د یوې کورنۍ درې ځوانان په کې وژل شوي دي.

خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې دا کار دوی نه‌دی کړی.

طالبانو په ۶ ولایتونو کې ۷۳ تنه زندانیان ازاد کړل

ارشیف

طالبان وایي، نن‌یې په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې ۷۳ تنه زندانیان ازاد کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ازادو شویو کسانو ته جامې او پنځه پنځه زره افغانۍ ورکول شوي او خپلو کورنیو ته لېږدول شوي دي.

طالبان وایي، تر اوسه‌یې له بېلابېلو زندانونو ۴۲۰ افغان سرتېري ازاد کړي دي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې نن به یو شمېر نور طالب زندانیان هم ازاد کړي، حکومت تر اوسه د طالبانو دوه زره بندیان ازاد کړي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثتبو پېښو شمېر ۱،۴۵۲۵ ته ورسېد

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس څه باندې ۸۵۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، دغه هېواد کې روغتونونه په ډکېدو دي او د ویروس خپرېدا هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "کرونا ورځ تر بلې په زیاتېدو ده، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۴۲۵ سمپلونه ټسټ شوي، له دې ډلې ۸۶۶ مثبت دي، ۳ تنه وفات شوي او ۴۴ نور روغ شوي دي، ټولې پېښې ۱،۴۵۲۵ شوې، ۲۴۹ تنه مړه شوي او ۱،۳۰۳ تنه روغ شوي دي."

نوموړي وویل، حکومت د نویو روغتیایي مرکزونو د جوړولو هوډ لري، خو له خلکو یې یو ځل بیا وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنې او ټولنیز واټنونه په پام کې ونیسي.

محمد نبي د انګلستان سږني کنټ لیګ کې نه‌لوبېږي

محمد نبي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الرونډر غړی محمد نبي سږ کال د انګلستان په کنټ لیګ کې نه‌لوبېږي.

نوموړي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له دغه لیګ سره د سږنیو لوبو تړون لغوه کړی دی.

محمد نبي تېر کال په دغه لیګ کې نهه لوبې کړي چې په ۱۴۷ منډو او اته وېکټو ښه ځلېدلی دی.

د کنټ لیګ مشر پاول ډاونټون ویلي، لیګ ته د نبي د ورتګ په اړه لېوالتیا زیاته وه، خو ده تأیید کړې چې د کرونا له کبله د لوبو مهال‌وېش ګډوډ شوی او نبي سږ کال دې لیګ کې نه‌شي لوبېدلی.

عبدالله: د اورکم یا اوربند په صورت کې طالبانو سره مذاکرات پیلوو

عبدالله عبدالله

د افغانستان د پخلاینې عالي شورا وایي، مرکچي پلاوی خبرو ته چمتو دی خو وایي، له طالبانو سره خبرې داسې مهال پيلوي چې د اورکم یا اوربند فضا حاکمه وي.

د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله نن کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس په افغانستان کې جګړه د اختر نه مخکې مودې په تناسب کمه شوې او ده دا موقع د سولې د خبرو پېل لپاره ګټوره وبلله.

ښاغلي عبدالله وویل، ډېر ژر به د پخلاینې شورا اداري جوړښت هم بشپړ چې ورسره به د ده په باور، د سولې پیل شوې هڅې نورې هم ګړندۍ او همغږې شي.

له اختر وروسته که څه هم په نا مستقیم ډول د اورکم فضا حاکمه ده، خو په ځینو ولایتونو کې طالبانو او افغان ځواکونو جګړې کړي.

طالبانو د اروپايي شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ

قطر کې د طالب استازو یو انځور

طالبانو د اروپایي شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی خو ویلي یې دي، دې اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د دوی په باور د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي.

د طالبانو یاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، لکه څنګه چې افغانان د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، باید نور هېوادونه هم د افغانستان په اړه دا اصل په پام کې ونیسي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د دوی او امریکا د هوکړې له مخې به بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کېږي.

پرون د اروپایي ټولنې شورا د افغانستان په اړه یوه اعلامیه تصویب کړه چې په کې په مشروط ډول له دغه هېواد سره د سیاسي او مالي ملاتړ ډاډ ورکول شو.

په اعلامیه کې راغلي، اروپایي ټولنه به په دې شرط افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي چې دغلته د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې، ولسواکي، ډیموکراسي او بشري حقونه خوندي او تاوتریخوالی را کم شي.

افغان پوځ: طالبانو لوګر کې د ملي اردو ۶ سرتېري خوشې کړي

ارشیف

لوګر کې د پوځ مسئولین وایي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ملي اردو ۶ سرتېري له بنده ازاد کړي دي.

په لوګر کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د څلورمې لوا ویاند احمد شکیل تسل خبریالانو ته ویلي چې دغه خوشې شوې سرتېري د پوښتنو ګروېږنو په هدف د ملي امنیت مسئولینو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي شکیل دا ونه ویل چې دغه سرتېري څومره وخت د طالبانو په بند کې وو او په څه ډول او چېرته بېرته خلاص شول.

د اختر په ورځو کې د افغان حکومت له خوا د شاوخوا زرو طالب زندانیانو له ازادېدو وروسته طالبانو هم ژمنه وکړه چې ګڼ شمېر زندانیان به ازاد کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG