د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د قطر د ۷م پړاو مذاکرات د بین‌الافغاني خبرو د پیل په خاطر ۲ ورځې وځنډېدې


په قطر کې د سولې په اړه خبرې . March 12, 2019
په قطر کې د سولې په اړه خبرې . March 12, 2019

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په قطر کې د سولې د اووم پړاو خبرې تر ټولو ګټورې بللې دي.

ښاغلي خلیل‌زاد د شنبې په ماښام پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې د دوی د خبرو په اجنډا کې د څلور واړو شاملو موضوعاتو په برخه کې بنسټیز پرمختګ شوی دی.

دا ضمانت چې:

  • د افغانستان له خاورې به تروریستي فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي.
  • د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش.
  • په بین الافغاني خبرو کې ګډون.
  • دایمي او پراخ اوربند په اوو پړاوونو کې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د بحثونو اصلي موضوعات وو.

خلیل‌زاد په‌دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې خبرو د پرمختګ په برخه کې خوشبیني څرګنده کړه.

نوموړي وویل:"موږ تر اوسه د مذاکراتو له پرمختګه راضي یو او هیله مند یو چې پاتې کار هم ژر بشپړ شي. تراوسه په مذاکراتو کې له کوم خاص خنډ سره نه یو مخامخ شوي. "

خلیل‌زاد او شاهین دواړو ویلي چې خپلې غونډې د جرمني او قطر په کوربه‌توب د بین‌الافغاني خبرو د پیل په خاطر اوس ځنډوي او د سې شنبې په ورځ د جولای په نهمه به یې بیا پیل کړي.

بین الافغاني خبرې په تېره اپریل میاشت کې په دوحه کې پام کې وي، خو د ګډون‌والو د شمېر پرسر د دواړو خواوو د لانجې له کبله لغوه شوې.

حکومت قطر ته یو ۲۵۰ سوه کسیز لېست وسپاره او طالبانو هغه د واده له محفل سره تشبېه کړ.

اوس ټاکل شوې چې په دوحه کې به تر ۶۰ پورې کسان نن او سبا- دوشنبې له طالبانو سره خبرې وکړي.

په دوی کې له حکومتي چارواکو نیولې تر جهادي مشرانو، سیاستوالو، د مدني ټولنو تر استازو او محدود شمېر ښځو پورې بېلابېل خلک شامل دي.

له دې مخکې ویل شوي چې هر ګډون‌وال په خپل شخصي ظرفیت په غونډه کې ګډون کوي او د هېڅ‌چا استازیتوب به نه کوي.

په اسلام‌اباد کې پخوانی افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم په‌دې ډله کې شامل دی.

ښاغلي زاخېلوال د دوحې د غونډې له پیل مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د دې غونډې مدیریت باید په دقت سره وشي.

په اسلام‌اباد کې پخوانی افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال
په اسلام‌اباد کې پخوانی افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

دی وايي: "فضا مثبته وینو. هم د هغو استازو چې له کابله راغلي او هم د طالبانو په منځ کې، خو په کافي اندازه د بې اعتمادۍ فضا هم شته، نو د بې اعتمادۍ له دې فضا څخه د راوتلو لپاره باید د دې او وروستیو ناستو بین‌الافغاني مدیریت په ډېر دقت وشي. "

ښاغلی زاخېلوال زیاتوي چې بین‌الافغاني خبرې به د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو د بهیر له بشپړولو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیل سره هم مرسته وکړي.

په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو له ګړندي کېدو سره سره طالبانو تردې مهاله له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو پیل او همدا راز د اوربند غوښتنو ته منفي ځواب ویلی.

تېره اوونۍ طالبانو په پلازمېنه کابل کې د هغې خونړۍ حملې مسوولیت ومانه چې لږترلږه ۶ کسان یې ووژل او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړل.

د دې حملې ډېری ټپیان، د ښوونځیو ماشوم زده کوونکي وو.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG