د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

قطر ته له تللي افغان پلاوي د مدني ټولنې او رسنیو د مشترکې ډلې غوښتنه


آرشیف/ په روسیه کې له طالب استازو سره د ځينو افغان سیاسیونو د لیدنې انځور
آرشیف/ په روسیه کې له طالب استازو سره د ځينو افغان سیاسیونو د لیدنې انځور

د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو مشترکه ډله په قطر کې د جرمني په همکارۍ د بین الافغاني ناستې د جوړېدو هرکلی کوي او له کابله دوحې ته له ورغلي پلاوي غواړي چې په دغه ناسته کې د حکومت او طالبانو ترمنځ په اوربند او د جګړې په ختمولو ټینګار وکړي.

د دغې ډلې غړي وايي، دغه شان هڅه دې وشي چې دغه ناسته د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي ناستې ته زمینه برابره کړي.

د دغې ډلې په پرېکړه لیک کې راغلي چې پلاوی باید کابل ته له راستنېدو وروسته بحث شوي موضوعات هم له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو د مشترکې ډلې غړې فریدې نېکزاد د دغه بنسټ په پرېکړه لیک کې ولوستل: واضح ده چې د افغانستان د سولې په روانو خبرو کې ښکېل کورني او بهرني اړخونه خپلې ګټې لټوي، کوم پلاوی چې د دغو خبرو لپاره ځي، باید ملي او هېوادنیو ګټو ته لومړیتوب ورکړي، خبرې کوونکې خواوې باید هڅه وکړي چې د تفاهم فضا رامنځته او له ترلاسه شوي فرصته استفاده وکړي.

په پام کې ده چې بین الافغاني ناسته د یکشنبې په ورځ د یوې جرمنۍ موسسې په کوربه توب د قطر د دوحې په ښار کې جوړه او دوه ورځې دوام وکړي.

دغې ناستې ته د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، دولتي چارواکو، ښځو او طالبانو شااوخوا ۶۰ استازي بلل شوي چې ګډونوال به د خبرو پرمهال له یوې خوا هم استازیتوب نه کوي، یعنې هر کس د هغه له شخصي ادرسه بلل شوی دی.

خو دا چې دغې ناستې ته د سیاسي ګوندونو او جریانونو ځیني غړي ور بلل شوي، دا اندېښنې یې پیدا کړي چې ګواکې د خبرو اترو پرمهال به ګوندي ګټې په پام کې ونیسي.

د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو د مشترکې ډلې غړي دانش کړوخېل د شنبې په ورځ په دې مناسبت جوړې شوې خبري ناستې ته وویل: دغه کسان باید د ګوندونو غوښتنې بیان نه کړي، باید د خلکو رښتینې غوښتنې مطرح کړي او له طالبانو سره په بحثونو کې ملي ګټې مطرح کړي.

که څه هم طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته نه دي حاضر شوي، خو تمه ده چې د قطر ناسته وکړای شي چې د دغو خبرو پیلېدو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG