د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

پاکستان د حافظ سعيد او د هغه ١٢ همکارانو پر وړاندې ٢٣ دوسيې پرانېستي


حافظ سعید
حافظ سعید

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د حافظ سعيد په وړاندې د ځپونکو اقداماتو خبر ورکړى.

دى د لشکرطيبه په نوم د هغې افراطي ډلې مشر دى چې په ٢٠٠٨ میلادي کال کې د هندوستان پر ممبۍ ښار په تروريستي بريد تورنه ده.

دا اقدام په‌داسې حال کې کېږي چې پر پاکستان نړيوال فشار و، څو د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان د ټرورېزم ضد ادارې ويلي، د سعيد او د هغه د ١٢ همکارانو په وړاندې يې ٢٣ دوسيې پرانېستي دي چې د چندې ټولولو له پنځو بنسټونو په استفاده يې د لشکرطيبه ډلې لپاره پيسې برابرولې.

هندوستان او د امريکا متحدو ايالاتونو دغه ډله په ممبۍ ښار کې د ٢٠٠٨ میلادي کال په بريدونو تورنه کړې چې په نتيجه کې يې ١٦٦ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان د ټرورېزم ضد اداره وايي، د جماعت دعوه او فلاح انسانيت په نوم د چندې ټولولو دوه بنسټونه هم چې له لشکرطيبه ډلې سره يې ارتباط درلود، په نښه شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس په حواله حافظ سعيد د لشکرطيبه له بنسټګرو ګڼل کېږي چې د ملګرو ملتونو او د امريکا د متحدو ايالاتونو له‌خوا د نړيوال تروريست په توګه اعلان شوى دى.

د امريکا متحدو ايالاتونو له زياتې مودې پر پاکستان فشار راوستلى چې د افراطي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

واشنګټن د هغو شواهدو په بدل کې چې د حافظ سعيد د محکومېدو سبب شي، د ١٠ میليونو ډالرو په ارزښت د جايزې اعلان کړى و.

په پاکستان کې د لشکر طيبه فعاليت په ٢٠٠٢ میلادي کال کې منع اعلان شوى، خو په دې ډلې پورې تړلې نورې خيريه ادارې تېرکال وتړل شوې.

حافظ سعيد چې په تاوتريخوالو يا د افراطي وسله‌والو په مالي ملاتړ کې خپل دخالت ردوي، څو وارې په خپل کور کې تر نيول کېدو وروسته د پاکستان د محکمو له‌خوا خوشې شوى دى.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امريکا متحدو ايالاتونو يوه بېلتون‌پاله ډله «د بلوچستان د ازادي غوښتونکي پوځ» د تروريستي ډلې په توګه اعلان کړله.

هغه اعلان چې پاکستان يې پرون چهارشنبه هرکلى وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره سې شنبه په يوه اعلاميه کې وويل: "واشنګټن هڅه کوي چې د نظامي حملو طرحې د مخنيوي لپاره سرچينو ته د «بلوچستان د ازادي غوښتونکي پوځ» لاسونه لنډ کړي."

په اعلاميه کې ويل شوي، د بېلتون غوښتونکو دغې ډلې تر ډېره د پاکستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې امنيتي ځواکونه او ملکيان په نښه کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو لهخوا د ناامنيو څو پېښې شوي دي.

دغه بېلتون غوښتونکي په بلوچستان کې کورواکي او په طبيعي زېرمو کې زياته ونډه غواړي.

واشنګټن او اسلام اباد په داسې حال کې خپل تازه اقدامات اعلانوي چې په پام کې ده، د پاکستان صدراعظم عمران خان دوه اوونۍ وروسته امريکا ته سفر وکړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، عمران خان به خپل پنځه ورځنى سفر د جولاى پر ٢٠مه پيل کړي.

XS
SM
MD
LG