د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د سخت دريځو تبليغاتي سرچینې!


تروريستي ډلې څه ډول په خلکو کې خپل تبليغات خپروي او د دې لپاره له کومو لارو چارو کار اخلي؟

په لومړي سر کې خلافت غږ يوه عادي راډيو ښکاري چې د پروګرام کوربه یې له څو اورېدونکو سره خبرې کوي. خو څو دقيقې وروسته د کوربه او اورېدونکو خبرې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد د جګړې تبليغ او هڅونې ته اوړي.

دا د اسلامي وسله‎والې ډلې يا داعش خلافت غږ راډيو ده چې په ننګرهار کې یې له نږدې يوه کال څخه له مې مياشتې وروسته يو ځل بيا خپرونې پيل کړي دي.

د چارواکو د اټکلونو له مخې داعش په افغانستان کې تر درېيو زرو وسله‎وال لري چې ډېری یې په ختيځ او شمال کې فعال دي.

د جلال‎اباد اوسيدونکي اندېښنه لري چې که د داعش راډيو تبليغات ادامه پيدا کړي نو لېرې نه‎ده چې ډېر نور ځوانان د دې ډلې ملګري شي.

ذبيح الله غازي دا راډيو اوريدلې او وايي چې ټولې خپرونې يې د بې روزګارو ځوانانو لپاره ښکاره بلنه ده.

"په خپلو تبليغاتو کې دوی خلک رابلي چې د داعش لیکو ته ورشي. هغوی ته سيمې ورښيي چې په فلانۍ ساحو کې زموږ خلک دي هلته تاسي وتللای شئ تماس ورسره نيولای شئ. دغلته راځي له عادي خلکو سره مرکې کوي او خلک رابلي چې نورو خلکو ته داسې ذهنيت ورکړي چې د داعش ليکو ته ورشي او دغه راډيو واوري. مرکې او تبليغات کوي، له خلکو سره خبرې کوي او هغه بيا خپروي."

د نړيوال بانک د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۴۰ سلنه خلک دندې نه‎لري او ډېری یې ځوانان دي.

د همدې خبرې په درک سره داعش د خپلې راډيو له لارې د ځوانانو راجلبولو لپاره جهادي شعرونه او ترانې وړاندې کوي.

دا بې موسيقي ترانې په عربي، پښتو او دري ژبو دي چې د وينو تویولو خبرې په‎کې کېږي.

په سوريې او عراق کې د ابوبکر البغدادي په مشرۍ اسلامي ‌دولت وسله‎والې ډلې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره حافظ سعيد خان مشر او ملا عبدالرووف خادم مرستيال اعلان کړی وو. دا ډله ياده سيمه د خراسان په نامه يادوي.

حافظ سعيد خان، د هغه ځای ناستی حارث لوګری او ملا خادم په ډرون بريدونو کې وژل شوي دي.

که څه هم داعش وسله‎وال په پرله‎پسې ډول د افغان او بهرنيو ځواکونو تر بريدونو لاندي راغلي خو دا ډله بيا هم ختمه شوې نه ده.

څېړونکې د دې لامل د دې ډلې نوي ځوانان ګمارل ښيي.

په کابل کې د سولې مطالعاتو او شخړو د حل مرکز يو څېړونکی حکمت الله اعظمي وايي، داعش د خپلې راډيو او ټولنیزو مطبوعاتو د تبليغاتو په مرسته نوي جنګیالي جلب او جذب کوي.

څېړونکی حکمت الله اعظمي
څېړونکی حکمت الله اعظمي

دی وايي:

"داعش ځکه راډيو ته مخه کړه چې دوی پوهېږي د افغانستان په کلیو او بانډو کې خلک انټرنيټ ته لاس‎رسی نه‎لري او لکه څنګه چې دا یو تازه ډله وه نو دومره کسان يې نه درلودل چې کلیو ته لاړ شي هلته تبليغ وکړي او خلک راجلب کړي. دوهمه مهمه خبره دا ده چې راډيو ډېر کم مصرف غواړي او بل دا چې ډېر خلک ورته غوږ ږدي. خلک په دې فکر وو چې دا به څه وي نو اورېدل به یې. د داعش ډېری جلب او جذب په ننګرهار او ګاونډي ولايتونو کې له راډيو څخه وو."

چارواکي د خلافت غږ راډيو له بېرته فعاله کېدو خبر دي.

دوی وايي چې دا راډيو د ويجاړۍ له وېرې په ګرځند ډول فعاليت کوي چې کله یې خپرونې بندې او کله بيا پيل شي.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري ازادي راډيو ته وويل چې د تېر کال غوندې به بيا هم د داعش دا تبليغاتي راډيو له منځه يوسي.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري
د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري

وزیري زیاته کړه:

"دوی په لومړي سر کې ډېر په ډېر زور او له سترو اهدافو سره راغلي وو. خو له دوه نيمو زرو څخه زیات کسان يې ووژل شول، د زرو په حدود کې ټپيان شول. مشران يې لکه حافظ سعيد، اجمل ګلزمان، حسيب او شاهد هلته ووژل شول. د دوی مرکزونه له منځه ولاړ. د دوی راډيو کوم ثابت مرکز نه‎لري، درې څلور ځلي له منځه لاړه. دا یوه وړه دستګاه ده پر موټر یې نسب کړې ده، کله کله فعاله شي او له خط نه دې خوا راواوړي، فعالیت وکړي او بیا بېرته ورکه شي. "

که څه هم خلافت غږ راډيو کله کله فعاله شي، داعش ډلې په دغه برخه کې له خپلو هڅو لاس نه‎دی اخېستی.

د دې تر څنګ سخت دريځې د ټولنيزو رسنیو له لارې هم غواړي په خلکو کې خپل تبليغات خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG