د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د جوماتونو او تکيه خانو د امنیت په اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا طرح!


د افغانستان د ملي امنيت شورا له‎خوا د مذهبي مراکزو د امنيت ټینګولو په هدف جوړې شوې طرحې له مخې د عاشورا په ورځو کې د تروريستي حملو د مخنيوي لپاره يو شمېر شيعه مذهبي د پوليسو تر څنګ ګومارل شوي دي.

د جمهوري رياست د دوهم مرستيال د مطبوعاتي دفتر د سلاکار په وينا، د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت او د تروریستي حملو د مخنيوي لپاره يو شمېر ملکي کسانو ته وسلې ورکړل شوي دي.

محمد هدايت وايي، د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت ټينګولو طرحه اوس فعاله شوې ده.

"سل جوماتونه او تکيه خانې چې په کابل ښار کې يې په داسې ځايونو کې موقعيت وو چې ورته لوړ امنيتي تهديدونه وو، د هر مرکز لپاره په نظر کې نيول شوې چې پنځه کسان وسله وال شي او د جومات او تکيه خانو امنیت ونيسي. تر عاشورا مخکې شا او خوا پنځه سوه کسان د کورنيو چارو وزارت ته معرفي شول، دوی به د اوسمهال په رسمي توګه د پوليسو په لیکو کې شامل شول. "

د جمهوري رياست د دوهم مرستيال د مطبوعاتي دفتر د سلاکار په وينا له پوليسو سره د دغو کسانو توپير دا دی چې دا کسان د اسلامي مرکز د شورا له خوا د يوه تړون له مخې تعين شوي او د کورنيو چارو وزارت له‎خوا ګومارل شوي دي.

ښاغلي هدايت زیاته کړه، دغو پنځه سوه کسانو ته تر محرم مخکې د لنډې مودې نظامي زده کړې ورکړل شوي دي.

محرم له مذهبي مياشتو څخه ګڼل کېږي چې د دې مياشتې په لسمه ورځ د اسلام د پيغمبر لمسی امام حسین له ۷۲ يارانو سره یې په کربلا کې ووژل شو او مليونونه شيعه مذهبي هر کال په دې ورځ مراسم جوړوي.

سږ کال د محرم لسمه د يکشنبې په ورځ ده.

خو ولې داعش او طالبان پر شيعه مذهبو حملې کوي؟

طالبان چې سني مذهبي دي، د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو پر مهال د شيعه افغانانو له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي او داعش په افغانستان کې له راپورته کېدو وروسته پر شیعه مذهبو حملې کړي دي.

خو د جمهوري رياست د دوهم مرستيال د مطبوعاتو د دفتر سلاکار محمد هدايت وايي:

"زموږ تحليل دا دی چې دوی غواړي هغه مذهبي جګړې چې په سوريه، عراق، پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو کې شته، افغانستان ته راوړي څو خپل سياسي اهداف تر لاسه کړي. خو له نېکه مرغه د دواړو مذهبو په پلوي افغانانو کې دا ظرفيت نشته. په اخره کې به دوی ناکامه شي او په راتلونکو کلونو کې به نور هم ناکام شي. د دوی هدف د افغانستان دولت ته ضربه رسول دی. "

د جمهوري رياست د دوهم مرستيال د مطبوعاتو د دفتر سلاکار وويل، د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت طرحه د امنيت شورا له خوا تصويب شوې ده او يوازې د شيعه مذهبو د مذهبي مراکزو پر امنيت ټينګار نه کوي بلکه د ده په وينا، دا طرحه د اهل سنت د اسلامي مرکزونو امنيت هم په پام کې نيسي.

XS
SM
MD
LG