د کابل په پل محمودخان سیمه کې له زوروې چاودنې وروسته ډزې روانې دي.
د کابل په پل محمدخان سیمه کې له زوروې چاودنې وروسته ډزې روانې دي. په دې چاودنه کې د چارواکو په وینا له ۶۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د ازادي راډیو خبریال وایي، وسله وال ګلبهارټاور ته ننوتي او له هغه ځایه ډزې کوي.
په سیمه کې د امنیتي چارواکو ازادي راډیوته وویل چې د وداننۍ د ننه د تصفوېې عملیات روان دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایارازادي راډیو ته وویل په دې چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۶۵ ټپیان شوي دي.
تراوسه د دغه برید مسولیت کومۍ وسله والې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
په کابل کې دغه برید داسې مهال کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره ورځ وویل چې سږپسرلۍ د تیرکال د همدې مودې په پرته په کابل کې د ترهګرو بریدونو تلفات په سلو کې نوي کم شوي دي.
په کابل کې له چاودنې وروسته ډزې رواني دي.
چارواکي د درې کسانو د وژل کېدو او نږدې ۶۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست کړی دی.
د افغانستان د کورني چارو وزارت ویاند نصرت رحمیي شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل چې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي.
د ازادي راډیو خبریال وایي چې په سیمه کې اوس هم ډزې روانې دي او وسله وال د ګلبهار ټاور ودانۍ کې دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د ودانۍ دننه د وسله والو شمېر ۳ تنه وښود چې په وینا یې د له منځه وړلو لپاره یې د ځانګړو ځواکونو عملیات روان دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته مخکې د د دې چاودنې د تلفاتو په اړه وویل: تراوسه ۶۵ ټپیان زموږ روغتونونو ته راوړل شوي دي، په ټپیانو کې ۹ یې ماشومان دي، ټپیانو ته بیړنۍ مرستې وشوې او یو شهید هم زموږ روغتونونو ته راوړل شوی دی.
د امریکا سفارت په یوه بیان کې د وسله والو طالبانو له خوا دغه حمله په سختو ټکو غندلې او هغه یې پر خپلو هېواد والو د طالبانو بې رحمانه برید بللی دی.
سفارت دغه راز ویلي چې په دې برید کې ورته زیان نه دی رسېدلی.
په کابل کې دغه برید داسې مهال کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره ورځ وویل چې سږ پسرلی د تېر کال د همدې مودې په پرتله په کابل کې د ترهګریزو بریدونو تلفات په سلو کې نوي کم شوي دي.
طالبان دغه برید داسې مهال کوي چې په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په خبرو بوخت دي.
د پوهنې مسؤلین وایي چې ۵۲ زدهکوونکي د کابل په نننۍ حمله کې ټپیان شوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت ازادي راډیو ته وايي چې د کابل ښار د نن سهار په چاودنه کې ۵۲ تنه زدهکوونکي ټپيان شوي دي.
پهداسې حال کې چې د کابل د نننۍ چاودنې مسؤلیت تراوسه پورې کومې ډلې په ځان نه دی منلی، یو شمېر افغان امنیتي کارپوهان وايي، دا چاودنه د قطر په ناسته کې د امتیاز اخېستنې په هدف شوې ده.
د امنیتي چارو پوه باري عارض دغه شان، په مسلکي بستونو کې د غیرمسلکي کسانو مقررۍ د دا شان پېښو د رامنځته کېدو یو لامل ګني.
له ښاغلي عارض سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د نننۍ پېښې په اړه ترې پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: