د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د کابل ښار په پېښه کې د خصوصي ښوونځیو (عزیر او ستاره) ۵۱ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
سهار قلم او کتابچه په لاس له زرګونو هیلو سره ښوونځي ته لاړل، خو ساعت لا تېر نه و چې پښې، لاسونه او مخ یې په وینو لړلي وو او روغتون ته ولېږدول شول.
ښايي د دغې پېښې اثر تر ډېره د دغو ماشومانو په ذهن کې پاتې شي.
د ماشوم د روغتیا روغتون یوه ډاکتر عبیدالله صدیقي وايي، د دغې پېښې ۱۱ ماشومان چې د شپاړسمې حوزې په اړونده سیمه کې د چاودنې په پېښه کې ټپیان شوي وو، دغه روغتون ته ولېږدول شول.
ده وویل: نږدې لس ماشومان زموږ روغتون ته راولېږدول شول، ډېری یې زده کوونکي او د بستر وړ نه وو.
دغه ماشومان د ښوونځي د ښیښو د ماتېدو له امله ټپیان شوي وو، خو دا چې د ډاکترانو په خبره ټپونه یې جدي نه وو، بېرته رخصت شول.
د عامې روغتیا وزارت په پېښه کې د ټپي ماشومانو شمېر ۲۶ ښيي، خو د پوهنې وزارت وايي، د موټربم په دغه چاودنه کې ۵۱ ماشومان ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وايي: په ټوله کې ۵۱ زده کوونکي چې ۵۰ یې د عزیر او یو یې د ستاره د ښوونځي زده کوونکی و، به دغه پېښه کې په ښیښو ټپیان شوي، ټپونه ېې سرسري وو، همداشان د عزیر د ښوونځي د ودانۍ پنځه برخې زیانمنې شوي دي.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه چې د شپاړسمې حوزې په اړونده سیمه کې د سهار شااوخوا اته نیمي بجې وشوه، یو کس په کې وژل شوی او ۱۰۵ټپیان یې د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په یاده پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۸۴ په کې ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې پېښې ډېری وژل شوي او تپیان ملکي کسان دي.
د دغې پېښې مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه غندي او وايي، د طالبانو ډلې په دې عمل سره وښوده چې د بشر ي حقونو موازینو ته درناوی نه لري.
د دغه کمېسیون اجرائیه رئیس موسی محمودي وايي: دغه پېښه غندو، جنایتکارانه اقدامات وو، له بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده او د اسلامي مقرراتو او نړیوالو میثاقونو خلاف ده، دغه اعمال نه یوازې چې د سولې پروسې ته د عزم نه لرل ښيي، بلکې د سولې لیدلوری کمزوری کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له ډلې غواړي چې بشري حقونو او نړیوالو میثاقونو ته درناوی وکړي او غیر نظامیانو ته دې له زیان رسولو لاس واخلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پنځه انتحاري برید کوونکي چې د کابل په نننۍ حمله کې ښکېل وو، وژل شوي دي.
دا خبره د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي نن رسینو ته وکړه او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای تصفیه کوي.
د ازادي راډیو خبریال بیا د پېښې له ځایه وایي چې تر اوسه د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
چارواکو په نننۍ چاودنه او ورپسې ډزو کې د وژل شویو او ژوبل شویو د شمېر په اړه ضدونقیضې څرګندونې کوي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند رحیمي د ټپیانو شمېر شااوخوا ۸۵ خو د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار بیا د ۱۰۵ تنو ټپیانو خبره کړې ده.
چارواکو تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر درې تنه ښودلې، خو ځینې ناتأیید شوې سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر زیات ښيي.
دغه برید چې د د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست شوی، مسؤلیت یې طالبانو اخیستی دی.
ښاغلي رحیمي د پېښې له ځایه په خوندي توګه د سلګونو کسانو د لېږد او ژغورلو خبره کړې.
ده وویل: امنیتي او نورو ځانګړو ځواکونو ۲۱۰ تنه زموږ قدرمن هېوادوال چې په ساحه کې ګیر پاتې وو، هغوی یې خوندي کړي، ټول مصؤن ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې په دغه چاودنه کې د یوه ښوونځي شااوخوا ۵۰ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې چارواکو هم ویلي چې د فوټبال د فدراسیون د سرپرست رئیس یوسف کارګر په ګډون د دوی یو شمېر کارکوونکي ټپيان شوي دي.
د امریکا سفارت په یوه بیان کې د وسله والو طالبانو له خوا دغه حمله په سختو ټکو غندلې او هغه یې پر خپلو هېوادوالو د طالبانو بې رحمانه برید بللی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په ننني برید کې ۵ بریدګر وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل کې په نننۍ حمله کې ۱۰۵ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډيو ته وویل چې په ټپیانو کې ۲۶ ماشومان او ۵ ښځې شاملې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې وسله وال بریدګر له یوې موټربم چاودنې وروسته یوې ودانۍ ته ننوتل او د ملکیاو پر لوري ډزې کوي.
ده وویل: لومړی د ګلبهار سنټر په سیمه کې یو موټربم چاودنه کوي، وروسته بیا څو بریدګر یوې ودانۍ ته ننوځي او پر ملکیانو او غیر نظامي خلکو برید پیلوي، تر اوسه دوه بریدګر وژل شوي او یو تن مشکوک سړی په سیمه کې نیول شوی هم دی.
ښاغلي رحیمي وویل چې په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.
ده وویل چې بریدګرو د استوګنې په ځایونو کې سنګر نیولی او تر دې دمه ۲۱۰ تنه ځایي خلک پولیسو د برید له ځایه ژغورلي دي.