د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

له افغان امنیتي سکټور سره د امریکا د مرستندوی ماموریت پر چارو د سیګار نیوکه


د افغانستان ځواکونه
د افغانستان ځواکونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت څارونکې اداره یا سیګار په خپل یوه نوي راپور کې د هېواد له امنیتي سکټور سره د امریکا د مرستندوی ماموریت چارو ته انتقادي کتنه کړې ده.

سیګار په خپل راپور کې وايي، متحده ایالاتو د افغانستان د امنیتي سکټور په مرستندوی ماموریت کې په مهمو پرېکړو کې افغانانو ته ونډه نه ورکوله او په نتیجه کې یې داسې پروګرامونه عملي کول چې افغانانو د امریکا له مرستې پرته هېڅ نشوای کولای.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت څارونکې اداره په خپل راپور کې چې پرون خپور شو، په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د ګډې قوماندې د یوه پخواني قوماندان ډګرجنرال دانیل بولګر له قوله لیکي چې نوموړی وايي، افغانانو ته یوازې خبر او هدایت ورکول کېدل، نه پوښتنه ترې کېده او نه سلا مشوره ورسره کېده.

قوماندان ډګر جنرال دانیل بولګر
قوماندان ډګر جنرال دانیل بولګر

​د سیګار راپور زیاتوي، ډېری سلاکاران افغانستان ته له استول کېدو مخکې د ټرېننګ په پروګرامونو کې په سم ډول نه روزل کېدل او روزونکو هغوی ته د افغانستان د سېستمونو، وسلو، کلتور، عقایدو او تاریخ په اړه لازم معلومات نه ورکول.

سیګار وايي، د افغانستان د امنیتي سکټور مرستندوی ماموریت یو دوامدار او هراړخیز پلان نه درلود چې د هغه په اساس پرمخ ولاړ شي.

په راپور کې څو مهم ټکي یاد شوي دي چې سیګار وايي، په دې ماموریت کې د نیمګړتیاوو باعث شوي دي.

یو مهم ټکی دا دی چې سیګار وايي، سره له دې چې متحدایالاتو ۸۳،۳ میلیارده ډالر د امریکا د امنیتي بودجې لپاره ځانګړي کړي وو، خو حتی یو مسؤل شخص یا اداره، هېواد یا پوځ نه و چې د امنیتي سکټور د مرستندوی ماموریت پر چارو څار وکړي.

راپور یادونه کوي چې د افغانستان د امنیتي سکټور مرستندوی ماموریت د خپلو هڅو د پرمخ بیولو او د پرېکړو د تطبیق لپاره یو دومداره، هراړخیز او واضح پلان نه درلود.

راپور زیاتوي چې جنرال بولګر افغان دفاعي امنیتي ځواکونه د سازشونو یوه مجموعه بولي او وايي چې د دې ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د امریکا د بودجې لومړیتوبونه او رغنده نظریې هرکال له پخوانیو هغو سره یوځای کېدل او د وخت په تېرېدو سره هېرېدل.

د افغانستان د ملي اردو ځواکونه
د افغانستان د ملي اردو ځواکونه

په راپور کې یادونه شوې چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورو د څرنګوالي په برخه کې قاطع صلاحیت نه لاره چې دې کار د افغانستان د دفاعي امنیتي ځواکونو د جوړولو په برخه کې ناانډولي رامنځته کړه او د امنیتي سکټور د مرستندوی ماموریت د معیاري کېدو مخه یې ونیوله.

سیګار وايي، د ډېرو زیاتو سرتېرو د تېښتې، هېواد ته له راستنیدو وروسته په بې ارتباطه دندو د ځینو روزل شویو کسانو د ګومارنې او د افغان پوځ په پالېسیو کې د توپیر له وجې د افغانستان دفاعي امنیتي ځواکونو ونشو کړای چې له هغو روزنیزو پروګرامونو ښه ګټه واخلي چې په امریکا کې دننه په پام کې نیول شوي وو او د همدې توپیرونو له کبله د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ کال په پای کې د افغان هوايي ځواک د پیلوټانو روزنیز پروګرام بند کړي.

XS
SM
MD
LG