د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

سیګار ته د اجرائیه ریاست ځواب: لاسته راوړنې به د سولې قرباني نه‌شي


آرشیف/ د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
آرشیف/ د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

د افغانستان د ملي یووالي حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د تېرو ۱۸ کلونو ټولې لاسته راوړنې وساتل شي او د سولې قرباني به نه‌شي.

افغان حکومت د سیګار د وروستي راپور په اړه چې د سولې پروسې په اړه په‌کې اندېښنې ښودل شوي وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې به د لاسته راوړنو ساتلو پورې مشروطې وي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، هغه سوله چې افغانستان شاته بیايي افغان دولت او ملت ته د منلو وړ نه‌ده.

ښاغلی میثم زیاتوي:

"هغه سوله چې د خلکو د لاسته راوړنو او ارزښتونو په قیمت وي، نو زموږ له نظره دا سوله نه‌ده، بلکې شاتګ دی، موږ به هېڅ‌کله له وسله‌والو مخالفینو سره په مذاکره کې ارزښتونه قرباني نه‌کړو او خلکو ته په‌دې اړه ډاډ ورکوو."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې یا سیګار په خپل یو تازه راپور کې د سولې په اړه د ناوړه پیغامونو خبرداری ورکړی.

په‌دغه راپور کې راغلي، که له طالبانو سره معامله وشي ممکن بشري یا په ځانګړي توګه د ښځو حقونه به اغېزمن شي.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي ښايي له سولې وروسته په‌دغه هېواد کې د امریکا په ودانیو پانګونه هم زیانمنه شي او تشدد همداسې دوام وکړي.

له دې وړاندې یو شمېر افغان چارواکو، فعالو ښځو او د افغانستان متحدو هېوادونو هم په کراتو ویلي وو چې د افغانستان بشري حقونه به له طالبانو سره د سولې د خبرو قرباني نه‌شي.

په ورته وخت کې یو شمېر ښځینه فعالانې بیا وايي، که څه هم له طالبانو سره د سولې معاملې ته اندېښمنې دي، خو د دوی په باور شرایطو تغییر کړی او د دوی حقونه به محفوظ وي.

ارشیف، افغانه فعاله صفیه صدیقي ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال, 10Nov2011
ارشیف، افغانه فعاله صفیه صدیقي ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال, 10Nov2011

له دغې ډلې صفیه صدیقي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که وغواړو که ونه‌غواړو اندېښنې شته، خو نننۍ ښځه د ۲۰ کاله پخوانۍ سره توپیر لري او طالبان هم هغه نه‌دي چې ۲۰ کاله وړاندې وو زموږ ځای به ثابت وي او غږ به مو لوړ وي."

اغلې صدیقي ټینګار کوي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د ښځو رول پیاوړی وي او د دوی خبرو ته به غوږ کېښودل کېږي.

د سولې مشورتي جرګې کاري کمېټو هم له نورو بېلابېلو مسایلو سره په خوا کې د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په ساتلو ټینګار شوی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې شپږم پړاو خبرې روانې دي.

د ځینو امریکايي سرچینو په باور په‌دغه پړاو خبرو کې په څلورو اساسي برخو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د ترورېزم پر ضد د مبارزې هڅې، اوربند او له افغان حکومت سره د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره پر مسایلو بحث کېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG