د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډېروالي په اړه د سیګار راپور ردوي


وژل شوي سرتېري بهرالدین ته ترتیب شوی ګل.
وژل شوي سرتېري بهرالدین ته ترتیب شوی ګل.

۱۲ ورځې کېږې چې د بهرالدین کورنۍ خپل ځوان غړی له لاسه ورکړی، خو درد او غم‌یې لاهم د کورنۍ په غړو کې له ورایه ښکاري.

بهرالدین د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله، په پام کې وه چې دی به ډېر ژر د ژوند نوی پړاو پیل کړي، خو په هغه ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو چې د کورنۍ غړي یې د کاکا کور ته د ده لپاره د کوژدې په مرکه ورغلي وو.

د بهرالدین مور خپل زوی اتل بولي او پر حکومت نیوکه کوي چې مرستې خو لیرې پرېږده ان تر دې دمه‌یې ورسره غمرازي هم نه‌ده کړې.

د بهرالدین مور ازادي راډیو سره په مرکه کې
د بهرالدین مور ازادي راډیو سره په مرکه کې

د بهرالدین مور زیاتوي:

"څه ووایم؟ زموږ سرمایه او ټوله هستۍ مې دې زوی له ځان سره یووړه. د مور نازنین او اتل زوی ته مې کوژده کوله، هماغه ورځ‌یې خپل ورور ته ټیلیفون وکړ چې کوژده مې څنګه شوه؟ بیا یې ما ته زنګ راوواهه چې زخمي شوی دی، خو وروسته‌یې راته وویل چې بهرالدین زوی دې شهید شوی دی. زوی مې د وطن لپاره شهید شو، زوی مې د خلکو د ژغورلو لپاره ځان قربان کړ."

د بهرالدین کورنۍ وایي چې هغه د مخابراتو په وزارت کې د وسله‌والو په محاصره کې ایسار خلک ژغورل چې د وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

پر مخابراتو وزارت له بریده چې د دوو ښځو په ګډون ۱۰ تنه په‌کې ووژل شول، لس ورځې تېرېږي، خو د بهرالدین مور او پلار چې خپل د ګټې زوی یې په‌کې وژل شوی، لا هم د غم پر ټغر ناست دي.​

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له برید وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:33 0:00

​د بهرالدین پلار محمد ضیاء وایي، کله چې دی د پولیسو ۲۰۰ بستریز روغتون څخه د خپل زوی د مړي انتقال ته ورغی، نو هلته‌یې ولیدل چې دې روغتون ته‌یې یوازې له یوه ولایته د سرتېرو ۱۵ مړي ور وړي وو.

د بهرالدین پلار محمد ضیا زیاتوي:

"زوی مې موږ له بدخشانه کابل ته راوستو، ویل یې هلته جګړه ده، خپه یم چې ټپي یا ونه‌وژل شئ. له ۱۰ زرو افغانیو معاشه‌یې د کور کرایه ورکوله. زما ټوله تمه هغه ته وه. که مې کوژده ورته کړې وه، نو په زړه کې به مې ارمان نه‌وو پاتې. هره ورځ لسګونه ځوانان مري. زما یو زوی دې هم له دې وطنه قربان وي، خو دولت زموږ غم نه‌خوري، دې درد مې د زوی غم دوه چنده کړ."

د بهرالدین پلار محمد ضیاء ازادي راډیو سره په مرکه کې
د بهرالدین پلار محمد ضیاء ازادي راډیو سره په مرکه کې

د دې ځوان سرتېري پلار وایي، کېدای شي بهرالدین د لسګونه هغو سرتېرو له ډلې څخه وي چې هره ورځ په ولایتونو کې وژل کېږي هغه څه چې سیګار ورته اشاره کړې.

ازادي راډیو وغوښتل چې د دې کورنۍ په وړاندې د دولت د بې‌غورۍ په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر واخلي، خو له هڅو سره سره بیا هم بریالۍ نه‌شوه.

  • سیګار بیا وايي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې مشر جان سوپکو په‌دغه راپور کې ویلي چې د تېر کال په پرتله، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر میاشتې له نیمایي بیا د ۲۰۱۹ میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې د افغان ځواکونو د تلفاتو په شمېر کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په‌دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که د سولې مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې د هوکړې په تضمین کې پاتې راشي، نو افغان ځواکونه به په سختۍ افغانستان او افغانان په خپل کنټرول کې وساتي.

د سیګار په راپور کې داسې مهال د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه اندېښنه ښودل شوې چې په وروستیو میاشتو کې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د بریدونو په پایله کې د دې ځواکونو د تلفاتو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

  • کندز
  • بادغیس
  • غزني
  • هلمند
  • سرپل
  • فاریاب
  • بدخشان
  • او جوزجان

هغه ولایتونه دي چې په روان لمریز کال کې د درنو جګړو شاهد وو او په یادو ولایتونو کې د افغان ځواکونو تلفات له یو لړ غبرګونونو او اندېښنو سره مخ شول.

د افغانستان دفاع وزارت په ځینو ولایتونو کې ګواښونه تأییدوي، خو د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډېروالي خبره ردوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ودانۍ ګرافیکي عکس
د افغانستان د دفاع وزارت د ودانۍ ګرافیکي عکس

د دغه وزارت ویاند قیس منګل د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل:

"موږ د تلفاتو په اړه راپور ورکوو، خو د ټولو تلفاتو ۳۱ سلنه یو ډېر لوړ شمېر دی. له همدې امله زه دا راپور نه‌تأییدوم. د پخوا په پرتله زموږ ځواکونه په ډېرې وړتیا سره مبارزه کوي چې د پخوا په پرتله زموږ د ځواکونو تلفات راکم شوي دي."

دفاع وزارت وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر راکم شوی، خو په دې اړه کره شمېر نه‌ورکوي.

د ښاغلي منګل په خبره اوس‌مهال د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي او د دې عملیاتو په لړ کې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG