د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

پکتیا کې د ځنګل نه‌پرېکولو په تړاو قومي تړونونو ته رسمي بڼه ورکول کېږي


د پکتیا د ځاځي اریوب سیمه ,19 June 2019
د پکتیا د ځاځي اریوب سیمه ,19 June 2019

د پکتیا ولایت ۱۱ ولسوالۍ غرنیزه جغرافیه لري او غرونه‌یې په مثمرو او غیر مثمرو ځنګلي ونو پوښلي دي.

د تېرو درېیو لسیزو جګړو په دوران کې یاد ځنګلونه په غیر مسلکي ډول پرې شوي او اوس‌مهال بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

بل‌خوا د پکتیا په غرنیو سیمو کې مېشت خلک وايي، د ځنګلونو بیا احیا او نه‌پرېکولو ته په کلکه ژمن دي.

دوی له دولته غواړي چې د بدیل معیشت لپاره ورته داسې پروژې ورکړي چې له یوې خوا د ځنګلونو ونې په مسلکي ډول پرې او ورڅخه کار واخیستل شي او له بله پلوه په پلي کېدو سره‌یې د سیمې اوسېدونکو ته په‌کې د کار زمینه برابره شي.

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مهمند هم مني چې ولسي وګړو ورسره د ځنګلونو په ساتنه کې پوره ونډه اخیستې او لا هم د قومي تړنونو له مخې د ځنګلونو ساتنه کېږي.

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مهمند
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مهمند

مهمند وایي، هڅې یې پیل کړي چې د دوی قومي تړونونو ته په دولتي چوکاټ کې رسمي شکل ورکړي او له مخې یې د دوه اړخیزې هوکړې له مخې دوی ته وړې او مناسبې پروژې ورکړل شي.

چارواکي وایي، پکتیا اوس مهال ۱۷۰۲۲۰ هکتاره ځنګلونه لري او کلک هوډ لري چې د سیمې د اوسېدونکو په ملاتړ دا شمېره په راتلونکو کلونو کې نوره هم لوړه کړي.

له خلکو سره د ځنګلونو د ساتلو هوډ وروسته له هغه پیاوړی شو چې تېر کال یوازې د پکتیا له غرونو څخه ۱۰۶۰۰ مټریک ټنه جلغوزي له هېواده بهر او په ځانګړي ډول چین ته صادر شول.

بشپړ تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG