د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

راپور: د جګړو له امله د بېځایه شويو شمېر په تېرو ۷۰ کالو کې ساری نه‌لري


د کډوالو د یوه کمپ انځور
د کډوالو د یوه کمپ انځور

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره وايي چې تېر کال په نړۍ کې د هغو خلکو شمېر ۷۱ ميلیونو ته ورسېد چې د جګړې او تشدد له امله بې‌ځايه شوي دي.

د دې ادارې په حواله، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د وړم کال په پرتله دوه ميلیونه ډېر وګړي بې‌ځايه شوي دي.

ارشیف، د یوې کډوالې کورنۍ انځور

د جګړې او تشدد له امله د بې‌کوره شويو انسانانو دا شمېر په وروستیو ۷۰ کلونو کې ساری نه‌لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» هر کال په نړۍ کې د مهاجرتونو، بې‌ځايه کېدو او کډوالۍ په اړه د ګلوبل ټرنډس په نوم راپور خپروي.

په دې راپور کې چې پرون د جون په ۱۹مه خپور شو، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۱۸ میلادی کال په پای کې پناه غوښتونکي، کډوال او کورني بې‌ځایه شوي وګړي ګڼلي دي.

په راپور کې په ځینو مواردو کې هغه وګړي هم ګڼل شوي چې حتی څو لسیزې له خپلو کورنو لیرې اوسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې په ټوله نړۍ کې زیات خلک په سوریه کې د جګړې او تشدد له امله بې‌ځايه شوي چې شمېر یې ۶ ميلیونه او اووه سوه زره کسانو ته رسېږي.

دوهم هېواد چې ډېر خلک‌یې بې‌ځايه شوي دي، افغانستان دی.

په افغانستان کې د دې وګړو شمېر دوه ميلیونه او اووه سوه زره دی.

دا راپور د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی.

د جون ۲۰مه د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي ویلي چې د امریکا او نورو هغو هېوادونو چې کډوال په‌کې اوسېږي، مشران باید خبر شي چې له بې‌کارۍ او ناامنۍ سره د کډوالو او مهاجرینو تړل هغوی ته ضرر رسولی شي.

په راپور کې د هغو کسانو شمېرې هم راغلي چې یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر دریابونو او سمندرونو اوښتي، په بیدیاګانو کې یې مزل کړی او سختي یې تېره کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ډېر انسانان د دې لپاره چې د حکومتونو له تعقیبه او محاکمې، جنسي زور زیاتي، د قتل له خطر، کورني تشدد او غیر قانوني ملېشه ډلو ځان وساتي، بې‌ځایه شوي او کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ویلي چې له ټولو مسئلو سره هم د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې له کډوالو او مهاجرینو سره زیاته مرسته او ملاتړ یې کوي.

XS
SM
MD
LG