د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

روحاني: له لانجو سره سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون د خوندیتوب ارزښت لري


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر وایي، فکر کوي چې د روانو لانجو سره سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون د خوندیتوب ارزښت لري.

د ایران د ولسمشر دفتر د حسن روحاني له قوله ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره په تهران کې د خبرو پر مهال وویل:

"موږ لا هم د دې تړون د خوندیتوب په باور یوو او جرمني او اروپایې ټولنه کولای شي چې په دې بهیر کې مهم او مثبت رول ولوبوي."

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له ښاغلي ماس سره تر لیدو وروسته خبرداری ورکړی چې هغه هېوادونه چې د ایران پر وړاندې په اقتصادي جګړه کې د امریکا د بندیزونو ملاتړ کوي، د خوندي پاتې کېدو تمه نشي کولای.

د ایران او جرمني د بهرنیو چارو وزیران
د ایران او جرمني د بهرنیو چارو وزیران

ده وویل:

"داسې نشي کېدای چې د ایران د عادي خلکو پر وړاندې اقتصادي جګړه دوام ولري، او هغه کسان چې دا جګړه تمویلوي او یا یې پیل کړې ده، په امان کې وي."

ظریف خپل جرمني سیال ته ویلي چې جرمني او اروپایي ټولنه کولای شي چې د دغو شخړو په راکمولو کې مهم رول ولوبوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هېواد یې او د اروپایې ټولني نور هېوادونه غواړي چې د ایران د اټمي تړون د خوندیتوب لپاره یوه لاره پیدا کړي، خو هغه وایي چې دلته محدودیتونه شته.

هایکو ماس ویلي:

"موږ نشو کولای چې معجزه وکړو، خو تر خپله وسه هڅه کوو چې دا تړون له ناکامۍ څخه وژغورو."

ښاغلي ماس زیاته کړې:

"په سوریې او یمن کې جګړې دي، خو له نېکه مرغه په ایران کې نشته او موږ غواړو چې تر خپله وسه هڅه وکړو چې ایران په همدې ډول وساتل شي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د سیمې شخړو ته هم اشاره کړې او د اندېښې وړ یې بللي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تهران ته تر خپل سفر دمخه هیله ښودلې وه چې دا خبرې به دواړو لورو سره مرسته وکړي، څو د ایران د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو لپاره لارې چارې ومومي.

خو په عین حال کې جواد ظریف ویلي وو چې ده غوښتل چې پوه شي چې متحدین د دې تړون د ژغورلو لپاره کومې ځانګړې لاسته راوړنې لري.

فرانسه، بریتانیا او جرمني چې د دې سند لاسلیکوونکي دي، هڅه کوي چې دا سند پر خپل حال پاتې شي.

خو امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړونه ووتله او پر تهران یې نور اقتصادي بندیزونه ولګول.

تهران په مې میاشت کې اعلان کړی و چې که اروپایي هېوادونه د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو له اغېزه د دې تړون په خوندیتوب کې اقدام ونه کړي، تهران به هم خپلې هغه ژمنې له پامه وغورځوي چې د تړون د لاسلیک پر مهال یې کړې وې او د یورانیمو بډاینې ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG