د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۴

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې کوي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ایران کې

د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون د خوندي کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن په تهران کې له ایراني لوړپوړو چارواکو سره خبرې کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس به چې پرون د ورځې ناوخته تهران ته رسېدلی چې نن یې له خپل ایراني سیال د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل او په پام کې ده چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم وګوري.

ایران ته تر سفر مخکې ماس هیله څرګنده کړې چې له ایراني چارواکو سره به‌یې خبرې له دې سره مرسته وکړي چې دواړه لوري له کومو ګټورو یا رغوونکو لارو کولای شي چې دغه اټمي تړون خوندي کړي.

ظریف ویلي، دی غواړي پوه شي چې ښکېلو اړخونو د دغه تړون د ژغورلو لپاره مشخص څه کړي دي؟

وروسته له هغې چې متحده ایالات د تېر کال په مې کې له دغه اټمي تړونه ووت، د جرمني په ګډون د دې تړون نور اروپایي لاسلیک کوونکي بریتانیا او فرانسه هڅه کوي چې دغه تړون وژغوري.

واشنګټن له هغې راهیسې پر ایران بېرته بندیزونه لګولي چې د ایران اقتصاد یې ډېر ځپلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي نن د دغه اټمي تړون پر اروپایي لاسلیک کوونکو انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې نه‌دي لیدلي چې دوی دې د ایران د ګټو د یقیني کولو په برخه کې عملي او د پام وړ ګامونه اخیستي وي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي

موسوي زیاته کړه چې اروپایي هېوادونه په هغه دریځ کې هم نه‌دي چې د اټمي تړون علاوه د ایران نور مسایل تر پوښتنې لاندې راولي.

اروپایي هېوادونه له اټمي تړون پرته د واشنګټن له نورو هغو اندېښنو سره ځان شریک بولي چې د دې هېواد د باليستیک یا لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا او په سیمه کې یې د فعالیتونو په اړه لري.

تېره میاشت تهران اعلان وکړ چې د دغه تړون په چوکاټ کې خپلې ځینې کړې ژمني ځنډوي او ګواښ‌یې کړی چې که اروپایي هېوادونه د ایران ګټې د امریکا د بندیزونو په وړاندې خوندي نه‌کړي، د یورانیمو د غني کولو پروسه به بېرته ګړندۍ کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ماس په تهران کې وویل چې د اقتصادي ګټو په اړه له ایران سره ژمنې شوې وې چې اوس له امریکا پرته د هغو پرځای کول ګران کار دی.

د تهران، واشنګټن او په خلیج کې یې د یو شمېر متحدانو ترمنځ په دې وروستیو اوونیو کې کړکېچ زیات شوی دی.

ښاغلي ماس تهران ته تر سفر مخکې پرون په متحده عربي اماراتو کې د ایران د باليستیک توغندیو پروګرام یوه ستونزه بللې وه.

متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې پوځي وړتیاوې زیاتې کړي او ویلي یې دي چې دغه اقدامات‌یې د ایران د باالقوه ګواښونو په وړاندې کړي دي.

تهران د واشنګټن دغه ادعاوې رد کړې دي.

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې مشر نن د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د اټمي پروګرام پر سر د راپورته شوي کړکېچ په اړه اندېښنه وښوده.

یوکیا امانو د اټمي څارنې د ادارې د مدیره هیئت غونډې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل چې دی هیله مند دی چې د ډیالوګ له لارې د دغه اوسني کړکېچ د کمولو لپاره لارې چارې وموندل شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د ایران د اټمي پروګرام په اړه په خپرو شویو ټولو راپورونو کې ویلي چې ایران د اټمي تړون په چوکاټ کې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG