د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

ولسي جرګه کې د کړکېچ دوام؛ حکومت د مداخلې حق نه‌لري


د افغانستان د ولسي جرګې تالار
د افغانستان د ولسي جرګې تالار

له نږدې يوې میاشتې وروسته لا هم د افغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر راپورته شوې ناندرې پای ته نه‌دي رسېدلي.

خو اوس چې د ياد کړکېچ د هواري لپاره د حکومت او سترې محکمې د مداخلې خبرې کېږي، د دغې جرګې يو شمېر غړي وايي چې د جرګې د داخلي اصولو له مخې حکومت د دوی په چارو کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه‌لري.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی غلام حسین ناصري وايي: "د ولسي جرګې د داخلي اصولو له مخې حکومت په‌دې برخه کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه‌لري، نه ولسمشرۍ ماڼۍ، نه ستره محکمه او نه هم د حکومت اجرائیه ریاست، دغه ستونزه باید د ولسي جرګې د اصولو له مخې همدلته د دغې جرګې د وکیلانو له‌خوا هواره شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګه د ډېرو لانجو او ناندریو له امله دوه میاشتې په ځنډ سره د غويي میاشتې په شپږمه نېټه پرانیستل شوه.

خو د ولسي جرګې په پرانیستل کېدو سره په‌دغه جرګه کې د مشر د ټاکلو پر سر د وکیلانو ترمنځ يو نوی کړکېچ پيل شو او د زیاترو په باور قومي او سمتي بڼه‌یې خپله کړه.

په ولسي جرګه کې د دغې راپورته شوې کشالې د هواري لپاره له نږدې يوې میاشتې راهیسې هڅې روانې دي، خو لاهم دغه ستونزه نه‌ده هواره شوې.

دغې موضوع د ګڼو نورو بنسټونو ترڅنګ د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اندېښنې هم راپارولي او دغه بنسټ د افغانستان په ولسي جرګه کې روان وضعیت ناهیلی کوونکی بولي.

فیفا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په‌دې اړه يوه خبري ناسته رابللې وه او خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې له رسنیو سره شریکې کړې.

ارشیف، د فیفا ویانده مروه امیني
ارشیف، د فیفا ویانده مروه امیني

د دغه بنسټ ویاندې مروې امیني د افغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر د راپورته شوې کشالې د هواري لپاره د فیفا مشخص وړاندیز ازادي راډیو ته داسې بیان کړ: "زموږ مشخص وړاندیز دا دی چې د ولسي جرګې ټول وکیلان په‌خپلو منځو کې انتخابات وکړي او د هر ولایت څخه يو-يو تن انتخاب کړي او د کوچیانو او هندوانو له حوزو څخه هم دې يو-يو استازی وټاکل شي او دغه ۳۶ کسیز ټیم دې بیا د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو د موضوع په اړه پرېکړه کوي."

فیفا د ولسي جرګې له وکیلانو وغوښتل چې د جرګې د ریاست له حیثیتي کولو، فساد او له قومي او سمتي بحثونو ډډه وکړي.

د دغه بنسټ په باور کې که د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر راپورته شوی کړکېچ ژر تر ژره حل نه‌شي، د افغانستان په پارلمان به د خلکو باور زیانمن شي.

XS
SM
MD
LG