د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډه کې د غزني پر انتخاباتو پرېکړه کېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کارکوونکي په کندهار کې د رأی اچونې صندوقونه لېږدوي. ۲۰۱۸ کال د اکټوبر ۲۶.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کارکوونکي په کندهار کې د رأی اچونې صندوقونه لېږدوي. ۲۰۱۸ کال د اکټوبر ۲۶.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د غزني ولایت د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د حوزې پر طرحې کار پیل شوی او د امنیت شورا راتلونکې غونډې ته به وړاندې شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت شورا د تېرې ورځې په غونډه کې چارواکو ته د طرحې د چمتو کولو سپارښتنه شوې.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"د امنیت شورا د تېرې ورځې په غونډه کې د غزني د انتخاباتو په اړه بحث وشو، جلسې پرېکړه وکړه چې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال او د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال دې، په‌دې اړه راتلونکې غونډې ته یوه طرحه وړاندې کړي، سیمه‌ییزو ارګانونو او د احصائيې مرکزي ادارې ته سپارښتنه شوې چې د طرحې په جوړېدو کې مرسته وکړي."

په غزني ولایت کې د ولسي جرګې تېر انتخابات له دې امله ونه‌شول چې د غزني ولایت د یو شمېر ناامنه ولسوالیو اوسېدونکو په‌دغه ولایت کې د حوزوي انتخاباتو غوښتنه کوله، خو د دغه ولایت د امنه ولسوالیو اوسېدونکو ورسره مخالفت وښود.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه وکړه چې د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات به د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره چې د روان لمریز کال د میزان په ۶مه ترسره کېږي، یوځای ترسره شي.

د ولسي جرګې په ۱۷مه دوره کې د غزني استازیتوب د دغه ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو تر ترسره کېدو پخواني ۱۱ وکیلان کوي چې له امنو سیمو نه راغلي دي.

به عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، ښه به وي چې د غزني په انتخاباتو کې د هرې ولسوالۍ استازي بریالي شي، خو د حوزوي سیستم سره د ځینو ممکنه مخالفتونو په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، لومړی دې د غزني د خلکو ترمنځ دغه اختلاف ختم او بیا اتنخابات ترسره شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

دی وايي:

"وېره لرو چې بیا هم د غزني کیسه لکه چې تېر ځل غوندې چې په همدې باندې انتخابات وځنډېدل، یو ځل بیا په خلکو کې په‌دې اړه اختلافات رامنځته نه‌شي، لومړی باید اختلافات له ټولنې سره حل او فصل شي بیا دې داسې تصمیم ونیول شي چې د ټولو خلکو استازیتوب په‌کې تضمین شي."

له غزني پرته د افغانستان د ۳۳ ولایتونو د ولسي جرګې انتخابات د ولایت په کچه په یوه حوزوي سیسټم ترسره شوي.

بل‌خوا په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی محمد عارف رحماني وايي چې په‌دغه ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات باید د نورو ولایتونو په څېر له قانون سره سم ترسره شي.

نوموړی له حکومت څخه غواړي چې د انتخاباتو په ورځ په ټول غزني کې امنیت خوندي کړي، څو په ټولو ولسوالیو کې خلک انتخاباتو کې ګډون وکړي.

په غزني کې مدني فعال عنایت ناصر وايي چې د طرحې په جوړېدا کې د غزني له خلکو هم نظرونه اخېستل شوي.

د نوموړي په وینا حکومت نه‌شي کولای د انتخاباتو په ورځ په غزني کې امنیت خوندي کړي، نو په خبره یې چې په دغه ولایت کې د واحدې حوزې انتخابات بهتره دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG