د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

خبریالان، د ولسي جرګې دارالانشاء د بحثونو په سانسور تورنوي


افغان خبریالان د ولسي جرګې په میډیا پول کې
افغان خبریالان د ولسي جرګې په میډیا پول کې

ځیني خبریالان د افغانستان د ولسي جرګې دارالانشاء تورنوي چې د جرګې د تالار بحثونه سانسوروي.

نږدې لس ورځې کېږي چې خبریالان د ولسي جرګې د غونډو په اړه د خبر جوړولو په هدف ملي شورا ته ځي، خو نه توانېږي چې په تالار کې دننه بحثونو ته لاسرسی ولري.

امنیتي ځواکونه د ولسي جرګې د رسنیو مرکز (میډیا پول) ته د خبریالانو د ورتګ مخه نیسي.

خبریالان له ولسي جرګې او میډیا پول بهر انتظار باسي چې د خلکو استازي یې پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د شمشاد خصوصي ټلویزیون خبریال ذبیح الله ظاهر چې له اتو ورځو راهیسې نه دی توانېدلی چې د جرګې د تالار بحثونه تر پوښښ لاندې راولي، وايي چې د ولسي جرګې دارالانشاء د تالار د بحثونو د پوښښ د مخنیوي په خاطر خبریالان سانسوروي.

دی زیاتوي:

"اتمه ورځ ده چې راځو، خو له تالاره لرې په دهلېزونو کې یوو، موږ ته اجازه نه راکوي چې تالار تر پوښښ لاندې راولو، د تالار بحثونو ته لاسرسی نه لرو چې څه په کې تېرېږي او خلک پرې خبر کړو، یوازې همدلته منتظر یوو چې یو وکیل راشي او د تالار د بحثونو په اړه په خپله خوښه یو څه ووايي."

په دې موده کې د ولسي جرګې ټلویزیون هم د جرګې د تالار په اړه ژوندۍ خپرونې نه لري، حال دا چې مخکې له دې به یې د تالار بحثونه په ژوندۍ بڼه خپرول.

په ولسې جرګه کې د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د جرګې د دارالانشاء له رئیس عبدالقادر ځاځي سره اړیکه ونیوه چې وروسته له دې د دارالانشاء یوه غړي خبریالان د جرګې د رسنیو برخې ته وبلل.

خو خبریالانو د رسنیو په مرکز میډیا پول کې بیا هم د تالار بحثونو ته لاسرسی ونه موند.

د ولسي جرګې میډیا پول
د ولسي جرګې میډیا پول

د ولسي جرګې د دارالانشاء رئیس د ازادي راډیو له خبریال سره له نږدې وکتل، خو د جرګې له غړو سره یې د بوختیا په دلیل یې له مرکې ډډه وکړه.

لس ورځې مخکې د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو په هدف د انتخاباتو له کېدو سره د جرګې د غړیو ترمنځ اختلاف رامنځته شو چې اوس هم دوام لري.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، په دې ورځو کې خبریالان باید د تالار دننه بحثونو ته لاسرسی ولري.

د جرګې غړې فاطمه عزیز وايي:

"که دغه وضعیت د مطبوعاتو له حضور پرته دوام وکړي، فکر کوم غونډې به له دې زیاتې ستونزمنې شي، که مطبوعات حضور ولري، امکان لري چې یو شمېر وکیلان چې ځیني مسایل د مطبوعاتو په غیاب کې مطرح کوي، ډډه ترې وکړي او مسایل به ژر حل شي."

دا چې نن په تالار کې څه تېر شول، د نورو ورځو په څېر ونه توانېدو چې لاسرسی ورته ولرو.

دغه موضوع مو د ولسي جرګې له غړي عبدالقیوم سجادي سره شریکه کړه چې ویې ویل:

"له تېرو څو ورځو راهیسې او نن هم غونډه په ګڼو ستونزو کې ده، د خلکو استازي راځي، پر څوکیو کېني، هېڅ مضمون او اجنډا نشته، ان دا چې غونډه په رسمي توګه نه پرانيستل کېږي."

د ولسي جرګې جنجال حکومت هم اندېښمن کړی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې وویل، د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره د یادې جرګې انتخابات له ستونزو سره مخ شوي دي.

عبدالله وویل، که د قانون، مقرراتو او د خلکو د حق ځای زور ویل ونیسي، خلکو او هېواد ته به هېڅ مثبته نتیجه ونه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG