د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

غزني کې ځیني ښوونځي د اختر له رخصتیو وروسته لاهم تش دي


دا عکس د سویډن مؤسسې د یوې غونډې وروسته د ښوونځي د زده‌کوونکو دی چې د ازادي راډیو خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر اخیستی دی. 10 May 2019
دا عکس د سویډن مؤسسې د یوې غونډې وروسته د ښوونځي د زده‌کوونکو دی چې د ازادي راډیو خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر اخیستی دی. 10 May 2019

په غزني ولایت کې زده‌کوونکي وایي، ښوونځیو ته له رخصتیو وروسته د استادانو نه‌راتګ یې زده‌کړې ټکنۍ کړې دي.

له تېرو څو ورځو په غزني کې زده‌کوونکي ښوونځیو ته نه‌دي تللي، ځکه چې نه هم زده‌کوونکي او نه هم ښوونکي د اختر له رخصتیو وروسته ښوونځیو ته راغلي دي.

د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت
د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت

که زده‌‌کوونکي شکایت لري چې ښوونکي ښوونځیو ته نه‌حاضرېږي، نو د غزني ښار ته څېرمه په منګور سیمه کې د سید قاضي لېسې مدیر اسدالله وايي، ماشومان هسې پلمې کوي.

دی وايي: "ټول استادان لاهم د شنبې له ورځې ښوونځیو ته حاضر شوي وو، زه په خپله د دغه صحنې شاهد یم چې استادانو خپلې حاضرۍ امضا کړي، ځیني شاګردان چې په خپله ښوونځیو ته نهځي په کورونو کې د استادانو د نه‌راتلو بهانې کوي."

د غزني پوهنې ریاست تدریسي مرستیاله رعنا نجمي بیا وايي، ښوونځیو ته مو د جمعې له ورځې وروسته لا هم نظارتي ټیمونه لېږلي، څو دا ستونزه وڅېړي او استادان وڅاري.

رعنا نجمي ازادي راډیو ته وویل: "تر هغه ځایه چې زه په جریان کې یمه، د شنبې له ورځې مو د څارنې غړو ته دنده وسپارله، څو ښوونځیو ته لاړ شي او وګوري چې استادان او شاګردان راغلي او که‌نه؟ خو دا راپور یې راوړی چې ښوونځي فعال، زده‌کوونکي او استادان په‌کې حاضر دي."

دا چې د اخترونو له رخصتیو وروسته د زده‌کوونکو درسونه د زیاتو رخصتیو له امله سخت ټکني کېږي، نو ځیني استادان هم ښوونځیو ته د استادانو نه‌راتګ یوه لویه ستونزه بولي.

الفت‌الله سلطاني چې د غزني ښار په یوه ښوونځي کې استاد دی وايي: "د ښوونځیو مدیران په خپله نه‌راځي، نو په استادانو او شاګردانو هم دغه ټنیګار نه‌شي کولای چې ښوونځیو ته حاضر شي."

له دې پرته په غزني کې کورني ناوړه دودونه، د معارف کمزوری بهیر، جګړې، فقر او داسې نور هغه څه دي چې د ښوونې بهیر یې له ستخو ننګونو سره مخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG