د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

ښوونځیو ته د زده‌کوونکو په ورتګ له طالبانو سره د پوهنې وزارت جوړجاړی!


ارشیف، د افغانستان په یوه لېرې پرته سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي د زده کوونکو یو انځور
ارشیف، د افغانستان په یوه لېرې پرته سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي د زده کوونکو یو انځور

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د قومي سپین ږیرو او له ښوونځیو د ملاتړ شوراګانو د غړو په همکارۍ له طالبانو سره داسې هوکړې ته رسېدلي چې له دې وروسته به طالبان د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځیو ته د زده‌کوونکو د تګ مخنیوی نه‌کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ۴۰۰ زیات ښوونځي د نا امنیو له امله د زده‌کوونکو په وړاندې تړلي دي، د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې اوس د دغو ښوونځیو د خلاصېدو په هدف له وسله‌والو طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.​

د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ او لوحه

د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت نجرابي په دې اړه د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» ازادي راډيو ته وویل:

"په یو شمېر سیمو کې ښوونځيو ته د زده‌کوونکو د تګ مخنیوی کېده او کله کله به له ښوونځيو د نظامي پوستو په توګه کار اخیستل کېده، موږ وغوښتل چې دغه خنډونه د زده‌کوونکو له لارو لیرې شي او له دې وروسته هېڅ یوه ډله د پوهنې په کار کې مداخله ونه‌کړي."

اغلې نجرابي وایي، د وسله‌والو تر کنټرول لاندې یو شمېر سیمو کې دغې هوکړې اغېز کړی، زده‌کوونکي ان نجونې هم ښوونځيو ته ځي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال ۳،۷ سلنه زده‌کوونکي چې ۷۰ په سلو کې يې نجونې دي، ښوونځيو ته له تګه محروم دي، خو ۹،۶ میلیونه نور افغان ماشومان بیا ښوونځيو ته لاسرسی لري.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، د دغې هوکړې له مخې د لومړنۍ یا ابتدائیه دورې تر پایه نجونې کولای شي چې خپلې زده‌کړې پر مخ یوسي، خو داسې ژمنه هم شته چې د منځنۍ دورې زده‌کوونکې نجونې هم زده‌کړې وکړای شي.

د پوهنې وزارت په داسې حال کې د وسله‌والو تر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځيو ته د زده‌کوونکو د تګ لپاره له مخالفو وسله‌والو سره د هوکړې خبره کوي چې لا هم د هېواد په لیرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې ګڼ شمېر زده‌کوونکي ښوونځيو ته له تګه محروم دي.​

په غزني ولایت کې درې هغه زده‌کوونکي چې د ناامنیو له امله ښوونځيو ته له تګه محروم دي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"زما نوم محمد حسین دی او د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ یم، په دغې ولسوالۍ کې زموږ ښوونځی تړلی دی، له دولته غواړم تر څو د قره‌باغ ولسوالۍ ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ پرانیزي."

"زما نوم امید دی، زه د جګړې له امله ښوونځي ته نه‌ځم، له دولته غواړم چې ښوونځي مو پرانیزي."

"زه اسدالله یم، د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ یم، زه ځکه کار کوم چې په واغظ ولسوالۍ کې د نا امنیو له امله ښوونځي تړلي دي."

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دغې ډلې تر دې وړاندې هم ښوونځيو ته د زده‌کوونکو د تګ مخالفت نه‌دی کړی او له دې وروسته به هم نه‌یوازې مخالفت نه‌کوي، بلکې په دې برخه کې به همکاري هم وکړي.

د وسله‌والو له لوري د ښوونځيو سوځول او ناامني هغه ستونزې دي چې له امله‌یې سلګونه زده‌کوونکي په تېره بیا نجونې د هېواد په لیرې پرتو ولایتونو کې ښوونځيو ته نه‌ځي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG