د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله پسې ماتې، خو ولې؟


د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو د ځينو لوبغاړو یو انځور
د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو د ځينو لوبغاړو یو انځور

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې نیوزیلنډ افغان لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبډلې درېیمه پرله پسې ماته ده.

له دې وړاندې سریلانکا او په لومړۍ لوبه کې استرالیا افغان لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړې وې.

خو پوښتنه دا ده چې ولې درې پرله پسې ماتې؟

د کرکټ یو شمېر افغان مبصرین وايي، په لوبډله کې دننه د ډلو جوړول، د ښه روزونکو په دنده نه ګمارل، د سیاسیونو له لوري په کرکټ کې لاسوهنه، د لوبډلمشر بې وخته بدلون، له اروپايي لوبغالو سره د افغان لوبغاړو نابلدتیا، د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د غیر مسلکي کسانو موجودیت او یو شمېر نور هغه لاملونه دي چې په روانو سیالیو کې يې د افغان لوبډلې پر لوبو منفي اغېز کړی دی.

د افغانسفان د کرکټ د ملي لوبډلې یو انځور
د افغانسفان د کرکټ د ملي لوبډلې یو انځور

د کرکټ افغان مبصر ببرک عمر ازادي راډيو ته وویل:

"لویه ستونزه دا ده چې زموږ لوبغاړي ښه فټنس نه لري او کرکټ بورډ هم په دې برخه کې کار نه کوي، بله مسئله دا ده چې موږ د نړیوال جام سیالیو لپاره کافي وخت درلود چې باید په شنو پيچونو مو لوبغاړو ته لوبې برابرې کړې وای، یا مو هم ورته له لویو لوبډلو سره لوبې برابرې کړې وای، دا کار ونه شو چې نن يې نتیجه موږ او تاسې ګورو چې صفر ده."

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ د روان لمریز کال د مې په ۳۰مه نېټه په انګلستان کې پیل شوي دي.

دا دوهم ځل دی چې افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې لوبېږي.

د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې افغان لوبډلې کومه لویه لاسته راوړنه نه درلوده، یوازې يې له سکاټلنډه لوبه ګټلې وه.

د کرکټ د چارو شنونکي یاسر خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د پنځو کالو په تېرېدو سره لا هم په لوبډله کې ښکاره بدلون نه ګوري.

ده وویل:

"د پخواني لوبډلمشر اضغر افغان نه لوبېدل په لوبډله تاثیر لري، ځکه یو شمېر لوبغاړي ورسره له تېرو پنځو شپږو کلونو راپه دېخوا په لوبډله کې لوبېږي، بله ستونزه زموږ د لوبغاړو د بونسر یا جیګو بالونو سره ستونزه ده، زموږ لوبډله لا هم له بونسر بالونو سره ستونزه لري او نه يې شي لوبولای او کرکټ بورډ هم دا ستونزه په تېرو څو کلونو کې حل نه کړه."

خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغان لوبډلې په اړه قضاوت له وخته مخکې دی، ځکه د کرکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا، افغان لوبډله شپږ نورې لوبې هم مخکې لري او دوی هیله لري چې لوبډله به ښه وځلېږي.

ښاغلی هوتک که څه هم ځینې ستونزې مني، خو وايي چې په روانو سیالیو کې یوازې افغان لوبډله نه ده چې تر دې دمه يې بریا نه ده ترلاسه کړې، بلکې د سویلي افریقا په شان پیاوړې لوبډلې هم نه دي توانېدلي چې مقابل ټیمونه مات کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

دی زیاتوي:

"هره لوبډله په سیالیو کې د بریا لپاره ګډون کوي، افغان لوبډله هم د بریا هوډ لري، موږ تمه لرو چې افغان لوبډله به په راتلونکو لوبو کې ښه وځلېږي او ښې لاس ته راوړنې به ولري."

ښاغلي هوتک هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګوندې د لوبغاړو ترمنځ خپل منځي اختلافات پیدا شوي دي.

د کرکټ افغان مبصر یاسر خوګیانی وړاندیز کوي چې باید افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو کمزورۍ معلومې کړي او د ختمولو لپاره يې پانګونه وکړي.

دی له لوبغاړو هم غوښتنه کوي چې خپلې شخصي ګټې او غوښتنې شاته وغورځوي او د ملت د خوشحالۍ لپاره خپل ټول فکر لوبو ته راټول کړي، تر څو په روانو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

XS
SM
MD
LG