د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

افغان کرکټ لوبډلې لوبه وبایلله خو د پاکستان او سریلانکا په پرتله یې هدف لوړ و


ارشیف، افغان کرکټ لوبډله
ارشیف، افغان کرکټ لوبډله

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په څلورمه لوبه کې اسټرالیا افغانستان ته ماتې ورکړه.

اسټرالیا د افغانستان له لوري ورکړل شوی ۲۰۸ منډې هدف د سیالۍ په پنځه دیرشم اوور کې په اوو ویکټو پوره کړ او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.

دا لوبه چې د انګلستان په بریسټول لوبغالي کې وشوه ټاس یې افغانستان وګاټه او
د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه، که څه هم د پیل دواړه افغان توپ وهونکي حضرت ځاځی او محمد شهزاد په په لومړي او دوهم اوور کې په صفر، صفر وسوځېدل خو ترې وروسته د رحمت شاه ۴۳، د حشمت شاهدي ۱۸د ګلبدین نائب ۳۱ او د راشد خان تېزو ۲۷ منډو هدف له ۲۰۰ پورته کړو.

افغان لوبغاړو هم د پاکستاني او سریلانکایي لوبغاړو په شان د ټاکلو ۵۰ اوورونو په لوبولو ونه توانېده او ټوله لوبډله یې په اته دېرشم اوور کې وسوځېده خو هدف یې له دواړو لوبډلو لوړ وو.

پاکستان د ویسټ انډیز په وړاندې په ۱۰۵ او سریلانکا د نوي زیلانډ پر وړاندې ۱۳۸ منډې کړې وې.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې اسټرالیا که څه تېزه لوبه پیل کړه خو د ګلبدین نائب له لوري د فینچ له سوځېدو سره د اسټرالیا منډې کراره شوې او دغه لوبه یې د سیالۍ په ۳۵ م اوور کې په خپل نوم کړه.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان،ګلبدین او مجیب د یوې یوې ویکټې په اخېستو وتوانېدل.

د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د اسټرالیا توپ وهونکي ډیویډ وارنر ته ورکړل شوه،. نوموړي ۸۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان به په بله لوبه کې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د کابل په وخت دوه بجې د سریلانکا سره مخامخ شي.

د یادولو وړ چې ددې سیالیو د سبا ورځې په لوبه کې بنګله دیش او سويلي افریقا یو د بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

XS
SM
MD
LG