د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

په ليبيا کې د روانې جګړې د ختمېدو هڅې چټکې شوي


د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی غسان سلامه په لیبیا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 6, 2019
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی غسان سلامه په لیبیا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 6, 2019

د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، هيله‌مند دى چې په ليبيا کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره هڅې په راروانو دوو اوونيو کې نتيجه ورکړي.

د روېټرز اژانس په حواله، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي غسان سلامه، پرون چهارشنبه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې په يوه کنفرانس کې وويل، په ليبيا کې د ښکېلو لورو ترمنځ تماسونه ټينګ شوي دي.

ښاغلي سلامه دغه‌راز زياته کړه چې هيله‌مند دى د دغو تماسونو نتيجه د مې مياشتې په لومړيو کې يعنې د روژې تر پيل مخکې وليدل شي.

د قوماندان خليفه حفتر تر مشرۍ لاندې د ليبيا ملي اردو او د ليبيا د هغه حکومت ترمنځ جګړه روانه ده چې ملګري ملتونه‌يې په رسميت پېژني، خو روسيه، مصر او متحده عرب امارات د خليفه حفتر د ليبيا د ملي اردو ملاتړ کوي.

خليفه حفتر په بن‌غازي ښار کې د ليبيا د حکومت تر څنګ خپل موازي حکومت اعلان کړى دى.

د خليفه حفتر تر مشرۍ لاندې د ليبيا د ملي اردو او د ليبيا د دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه درې اوونۍ مخکې وروسته له هغې پيل شوه چې د خليفه حفتر ځواکونو پر طرابلس حمله وکړه.

آرشیف، خليفه حفتر ته وفادار ځواکونه په عکس کې لیدل کېږي چې په بن‌غازي ښار کې د ليبيا د حکومت تر څنګ خپل موازي حکومت اعلان کړى. April 7, 2019
آرشیف، خليفه حفتر ته وفادار ځواکونه په عکس کې لیدل کېږي چې په بن‌غازي ښار کې د ليبيا د حکومت تر څنګ خپل موازي حکومت اعلان کړى. April 7, 2019

د ليبيا د ملي اردو ځواکونه د طرابلس له ځينو سيمو شا ته تمبول شوي دي.

د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي غسان سلامه د دې لپاره ايټاليا ته سفر کړى چې په ليبيا کې د احتمالي اوربند لپاره ملاتړ جلب کړي.

ليبيا چې پخوا د ايټاليا مستعمره وه، د پناه غوښتونکو د ټرانزيت مهمه لار ګڼل کېږي.

د افريقايي هېوادونو په پناه غوښتونکو ډکې کښتۍ د ليبيا له شماله د ايټاليا ټاپوګانو ته ځي او وروسته ځانونه اروپا ته رسوي.

د ايټاليا ځيني ټاپوګان د شمالي افريقا هېواد ليبيا سره څېرمه پراته دي.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انزو مواویرو «Enzo Moavero» چې په روم کې له غسان سلامه سره په خبري کنفرانس کې حاضر و وويل، ده اروپايي ټولنې ته ليکلي چې د پناه غوښتونکو د احتمالي لويې جوپې په وړاندې مبارزه وکړي.

ليبيا چې په تېلو غني هېواد ګڼل کېږي په ٢٠١١ میلادي کال کې د لوېديځ د تهاجم په مرسته‌يې ديکتاتور مشر معمر القذافي له واکه وپرځول شو.

دغه هېواد له هغې راهيسې، له سياسي بحران او خونړيو جګړو سره لاس و ګرېوان دى.

XS
SM
MD
LG