د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۷

نړۍ

«WHO»: د طرابلس د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۴۷ تنه وژل شوي

ارشیف، د لیبیا د جګړو نښې April 15, 2019

د روغتیا نړیوال سازمان «World Health Organization» ویلي چې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۴۷ تنه وژل شوي دي.

د دې سازمان په وینا، د رقیبو وسله‌والو ډلو په جنګ کې ۷۵۸ تنه زخمیان شوي دي.

د لیبیا ملي پوځ په نوم د وسله‌والو ډلې چې د خلیفه حفتر په نوم قوماندان یې مشري کوي، د اپرېل په ۵مه نېټه د طرابلس د نیولو لپاره عملیات پېل کړل.

په طرابلس کې ملېشه ډلې چې هلته د ملګرو ملتونو د ملاتړ کوونکي حکومت سره تر یوه حده تړاو لري، مقاومت کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن د اپرېل په شپاړسمه، پر ټوېټر خبر ورکړ چې اضافي روغتیايي کارکوونکي یې لیبیا ته استولي دي.

ملګرو ملتونو پرون وویل چې د جګړې له امله ۱۸۰۰۰ کسان بې کوره شوي هم دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جرمني د افغان سولې ټینګښت کې د فعال رول لوبولو ته چمتووالی وښود

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکُس پوتزل

جرمني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په پروسه کې د فعال رول لوبولو ته چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکُس پوتزل په یوه خبرپاڼه کې چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه‌لیک له خپرېدو وروسته خپره شوه ویلي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د فرمان له لاسلیک سره دواړه لوري باید د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو شي.

ښاغلی پوتزل وايي چې له دې خبرو سره په یوه وخت کې باید د ټول هېواد په کچه اوربند ټینګ شي.

پاکستان د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه وستایله

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

پاکستان د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه د ولسمشر اشرف غني پرېکړه ستایلې او هیله‌یې څرګنده کړې چې له دې سره به بین‌الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو ترمنځ د خبرو د بریا او په افغانستان کې د خبرو له لارې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت ملاتړ وکړي.

روحاني: ایران کې به بېړنی حالت د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر پایه پاتې وي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

ولسمشر حسن روحاني وايي چې په ایران کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره بېړنی حالت به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر پایه پر ځای پاتې وي.

ښاغلي روحاني نن په یوه بیان کې چې د ده پر وېب‌پاڼه خپور شو ویلي دي چې په ایران کې له شپږو میاشتو راهیسې دا حالت روان و، نو خلک باید د لږترلږه همدومره نور وخت لپاره هم چمتووالی ولري. هغه زیاته کړه چې د اوس لپاره د صحي محدودیتونو د لیرې کولو پلان نه‌شته.

د ایران حکومت دوه میاشتې مخکې د ځینو محدودیتونو لیرې کول پیل کړل چې په نتیجه کې یې ډېری خلکو د دې وبا د مخنیوي لپاره وضع شویو مقرراتو ته ډېره پاملرنه ونه‌کړه.

په ایران کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۲۰ زرو او له دې کبله د مړو شمېر له ۱۸ زرو اوړي.

نن د جاپان پر ناګاساکي د اټومي بمب د غورځولو ۷۵ کلیزه ده

متحدایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۹مه نېټه، له غرمې مخکې یو اټومي بمب چې وزن یې څلورنیم ټنه و، پر دې ښار راوغورځاوه

نن د جاپان پر ناګاساکي ښار د اټومي بمب د غورځولو ۷۵ کلیزه ده.

متحدایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۹مه نېټه، له غرمې مخکې په ۱۱:۰۲ یو اټومي بمب چې وزن یې څلورنیم ټنه و، پر دې ښار راوغورځاوه، چې له اویازرو زیات کسان په کې ووژل شول.

د ناګاساکي ښار اوسېدونکو په دې مناسبت د یادغونډو په جوړولو سره دې قربانیانو ته درناوی وکړ او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې پر اټومي وسلو د محدودیتونو د لګولو په برخه کې نور اقدامات وکړي.

متحدایالاتو د ناګاساکي له بمبارۍ مخکې درې ورځې مخکې پر هیروشیما هم اټومي بم وغورځاوه چې د نړۍ لومړنۍ اټومي حمله وه.

پر هیروشیما په اټومي حمله کې ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.

په بلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې

الکساندر لوکاشینکا

د بلاروس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې هېواد کې د ولسمشرۍ روان انتخابات بااعتباره بللي او وايي د رای ورکولو په شرایطو د برابرو ۶،۸ میلیون وګړو په سلو کې ۵۴ خلکو ګډون په‌کې کړی دی.

د رای ورکولو بهیر نن یکشنبه د سهار په اتو پیل شو او د ماښام تر اتو دوام کوي. په دې انتخاباتو کې واکمن ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د بیا غوره کېدو په تمه دی.

د انتخاباتو په درشل کې د اپوزېسیون له زرو زیات فعالان ونیول شول او څو احتمالي کاندیدان د انتخاباتي سیالیو له بهیر څخه وایستل شول.

د ازادۍ راډیو د بلاروس څانګې د راپور له مخې د رای ورکولو د مرکزونو مخې ته د هغو خلکو اوږدې لیکې لیدل کېږي چې د اپوزېسیون د کاندیدې سویتلانا څیخانوسکایا د پلوۍ د نښې په توګه‌یې سپین بازو بندونه تړلي دي.

د راپورونو له مخې چارواکو د پلازمېنې مېنسک په مرکزي برخه کې کې ظاهراً انټرنټ بند کړی چې په نتیجه کې یې د موبایل ټیلیفون د انترنټ په وسیله د فېسبوک، مسنجر، یوټیوب، انستاګرام، وټسپ اپ او وایبر شبکې له ستونزو سره مخ شوې دي. تمه ده چې د دې انتخاباتو مقدماتي نتایج سبا اعلان شي.

زلزلې د ایران د کرمانشاه سیمه لړزولې

په راپورونو کې راغلي دي چې د زلزلې مرکز د کرمانشاه په ګیلان غرب ولسوالۍ کې و.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د رېښتر په مقیاس ۵،۱ درجې زلزلې د دې هېواد لویدیځ ولایت کرمانشاه لړزولی دی.

په راپورونو کې راغلي دي چې د زلزلې مرکز د کرمانشاه په ګیلان غرب ولسوالۍ کې و.

سمدستي د دې زلزلې له کبله د انساني او مالي تلفاتو جزییات نشته.

پاکستان سر له ننه بېرته نړیوالې الوتنې پیلوي

ارشیف

پاکستان اعلان کړی چې سر له نن یکشنبې به ټولې نړیوالې الوتنې بېرته پیل کړي.

څه باندې څلور میاشتې وړاندې دغه هېواد د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره دغه الوتنې ځنډولي وې.

د پاکستان د ملکي هوایې چلند ادارې پرون شنبه په دې اړه اعلامیه خپره کړه.

تر دې یوه ورځ دمخه حکومت د ټولو اقتصادي او ټولنیزو سکټورونو د پرانیستلو اعلان کړی و.

پاکستان د اګست پر شپږمه نیټه په خپلو ټولو هوایې ډګرونو کې کورنیو الوتنو ته اجازه ورکړه.

په دې هېواد کې تر ۲۸۳۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي

لبنان کې د حکومت ضد اعتراضونه شوي

د پولیسو او اعتراض کوونکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي، دغلته پولیسو او د لبنان پوځ پر مظاهره کوونکو ربړي مرمۍ او اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

په لبنان کې د وروستۍ چاودنې په اعتراض پرون خلک سړکونو ته را ووتل او پر دولتي ودانیو یې هجوم ور ووړ.

د لبنان د پلازمېنې بیروت په مرکز کې د اګست د څلورمې درنې چاودنې ۱۶۰ تنه ووژل او څه باندې شپږ زره نور یې ټپیان کړل.

د لبنان صدر اعظم حسن دیاب ویلي، نن د اګست په نهمه به د پارلماني ټاکنو د ژر ترسره کېدو لپاره یوه لایحه وړاندې کړي، خو دې خبرې هم اعتراض کوونکي نه دي غلي کړي.

اعتراض کوونکي دولتي سیستم فاسد او بې ګټې بولي.

د پولیسو او اعتراض کوونکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي، دغلته پولیسو او د لبنان پوځ پر مظاهره کوونکو ربړي مرمۍ او اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

سره صلیب ویلي، د پرونیو مظاهرو پر مهال یې د ۱۱۷ کسانو د ټپونو درملنه کړې او ۵۵ نور ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پرونۍ مظاهرې د اکټوبر له مظاهرو وروسته تر ټولې لویې وې، اکټوبر کې هم زرګونه لبنانیان په حکومت کې د فساد او کمزوري مدیریت له کبله د څو اونیو په مخه سړکونو ته راوتلي وو.

اروپايي کمېسیون له لبنان سره د مرستې ټټر وواهه

بروکسل کې د اروپايي کمېسیون مرکزي دفتر

د اروپایي کمېسیون مشر وایي، د لبنان خلک یوازې نه دي، اروپا د دوی په څنګ کې ولاړه ده.

شار میشل پرون د اګست په اتمه په بیروت کې د لبنان له ولسمشر سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: "لبنانیانو ته چې غواړم کوم پیغام ورسوم دادی چې تاسو یوازې نه یئ، ځکه اروپایي ټولنه غواړي ستاسې په څنګ کې و اوسي، نه یوازې په خبرو یا ویلو، بلکې په عمل او اقدام، پر دې سربېره له دې غمیزې څو ساعته وروسته د ژغورنې ډلې ولېږل شوې چې خلکو سره مرسته وکړي."

د لبنان پلازمینه بیروت کې درنې چاودنې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه وژلي.

چارواکي وایي، تراوسه یې د دغې چاودنې په تړاو ۱۶ تنه نیولي چې د بیروت بندر مسئول هم په کې دی.

پاکستان سر له سبا ټولې نړیوالې الوتنې بېرته پیلوي

د پاکستان کراچۍ کې هوايي ډګر

پاکستان اعلان وکړ چې د اګسټ له نهمې نېټې څخه به ټولې نړیوالې الوتنې بېرته پیل کړي.

څه باندې څلور میاشتې وړاندې دغه هېواد د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره دغه الوتنې ځنډولې وې.

د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې نن شنبه دا اعلامیه خپره کړه.

تر دې یوه ورځ دمخه حکومت د ټولو اقتصادي او ټولنیزو سکټورونو د پرانیستلو اعلان کړی وو.

دغه هېواد د اګسټ پر شپږمه نېټه په خپلو ټولو هوایي ډګرونو کې کورنیو الوتنو ته اجازه ورکړه. په دې هېواد کې تر ۲۸،۳۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

ولسمشر غني د هند حکومت ته د یوې الوتکې د لوېدو قربانیانو تسلیت ووایه

هند کې لوېدلې الوتکه

د افغانستان ولسمشر د هند حکومت او خلکو ته د هغوی د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د ۱۸ کسانو د وژل کېدلو له کبله تسلیت ووایه.

له ارګ څخه په یوې خبرپاڼه کې د محمد اشرف غني له قوله راغلي چې د افغانستان حکومت او خلک له هند سره په دې غم کې شریک دي.

د ایر ایندیا اکسپرس مسافر وړونکې هوایي شرکت الوتکه د جمعې په ورځ په کرالا ایالت کې د کېناستلو پر مهال راولوېده.

د الوتکې د کېناستو پر مهال سخت باران اورېده.

د روېټرز خبري اژانس په خبره په دې پېښه کې ۱۶ کسان سخت ټپیان شوي دي.

په دې الوتکه کې هغه هندي مسافر له دوبۍ څخه هند ته روان ول چې د کرونا ویروس له کبله د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې شوي ول.

امریکا له لبنان سره نږدې ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ به سبا ( یکشنبه) په هغه ټیلیفوني کنفرانس کې شرکت وکړي چې په کې به له لبنان سره په مرستو بحث کېږي.

د فرانسې، لبنان او نورو هېوادونو مشران هم په دې کنفرانس کې برخه اخلي.

د بیروت بندر د سه شنبې په ورځ د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و چې په کې نژدې یوسلو څلوېښت کسان ووژل شول او د د بیروت ښار ځېنې برخې یې ویجاړې کړې.

ټرمپ پرون پر خپل ټویټر په دې کنفرانس کې د خپل ګډون خبر ورکړ او ویې ویل ټول غواړي له لبنان سره مرسته وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، په درې راتلونکیو میاشتو کې په لبنان کې پنځوس زره کسانو ته د خوړو برابرولو په شمول به تر ۱۵میلیونه ډالره مرسته دې هېواد ته برابره کړي.

د لبنان ولسمشر میشل عون د جمعې په ورځ وویل، ښايي بم یا بهرنی عامل د دې سترې چاودنې سبب شوی وي.

دا د لبنان لومړۍ لوړپوړی چاروکی دی چې پرون یې وویل، د دې احتمال شته چې دا چاودنه په قصدي توګه رامنځته شوې وي.

ایټالیا کې د کویډ۱۹ مخنیوي په هدف محدودیتونه وغځېدل

ارشیف

ایټالیا د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر د سېپټېمبر تر اومې نېټې پورې تمدید کړل.

ایټالیا یو له هغو هېوادونو دی چې د کرونا وبا د خپرېدو د پیل پر مهال تر ټولو زیات ځپل شوی.

د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو د غزولو پرېکړه پرون د دې هېواد په کابینه کې وشوه.

دغلته به په عامه سرپټو ځایونو کې د ماسک کارول لا هم جبري وي او خلک باید له یو بل سره فزیکي واټن هم وساتي.

دې هېواد کې په لویو غونډو هم بندیز لګېدلی دی.

په ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله تر اوسه د پنځه دېرش زرو څخه د زیاتو کسانو مړینه ثبت شوې ده.

چارواکي: ښايي د بیروت په پېښه کې کوم بمب یا "بهرنۍ مداخله" دخیله وي

د تېرې سې شنبې په هغه چاودنه کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ ته رسېدلی او د بروت زیاتې برخې تخریب شوي دي.

د لبنان ولسمشر وايي په پلازمېنه بیروت کې په وروستۍ ویجاړوونکې چاودنه کې ښايي کوم بمب یا "بهرنۍ مداخله" دخیله وي.

د تېرې سې شنبې په هغه چاودنه کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ ته رسېدلی او د بروت زیاتې برخې تخریب شوي دي.

د ولسمشر میشل عون په پرونیو څرګندونو کې د لومړي وار لپاره د لبنان د کوم لوړپوړي چارواکي له خوا وروستۍ چاودنه قصدي عمل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ژغورنې نړیوالې ډلې د قربانیانو د موندلو لپاره د کنډوالو په پلټلو بوخت دي.

روسیه کې ۳ فعالانو ته د بند د اوږدمهالې سزا غوښتنه شوې

دغه تمثال د ۲۰۱۸میلادي کال په نوامبر میاشت کې د پرم ښار د لنین په مرکزي میدان کې درول شوی و.

د روسیې په پرم ښار کې یوه څارنوال درېیو فعالانو ته د بند د اوږدمهالې سزا غوښتنه کړې ده.

دغه کسان په ۲۰۱۸میلادي کال د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه تمثال یا پیکر د نصبولو په قضیه کې په دخالت تورن شوي دي.

د بشري حقونو هغې ډلې چې دغه کسان یې غړي دي پرون وویل، چې څارنوال د دغو درېیو فعالانو لپاره له ۱۸ میاشتو تر درېیو کلونو د بند سزا غوښتنه کړې ده.

څارنوال ادعا کړې، چې دغو فعالانو د سیاسي، ایډیولوژیکي او د ټولنیزې کرکې د انګېزې له مخې داسې اقدامات کړي، چې د عامه نظم د اخلال سبب شوي وو.

په دغو فعالانو کې یو تن د روسیې د اپوزیسیون سیاستوال او اداري فساد ضد کمپاینر الکسي ناوالني ملاتړی دی.

دغه درې فعالان د ۲۰۱۹میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د ولسمشر پوتین د تمثال یا ګوډاګي د درولو له کبله ونیول شول.

دغه تمثال د ۲۰۱۸میلادي کال په نوامبر میاشت کې د پرم ښار د لنین په مرکزي میدان کې درول شوی و.

پر تمثال یا ګوډاګي چې په سپینه رسنۍ تړل شوی و، دا شعارونه لیکلي وو: "جنګي جنایتکاره او درواغجنه."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG