د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

امریکا د لیبیا پر پایتخت طرابلس د جنرال خلیفه حفتر د بریدونو مخالفت کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په نیویار کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, April 5, 2019
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په نیویار کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, April 5, 2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد يې د لیبیا پر پایتخت طرابلس د متقاعد جنرال خلیفه حفتر د روانو بریدونو مخالفت کوي او په سمدستي ډول د دې بریدونو د درېدو غوښتنه کوي.

مایک پامپیو په یوه بیان کې ویلي چې یو اړخیز پوځي عملیات د لیبیا خلک له خطر سره مخ کوي او د لیبیا پر ښه راتلونکې منفي اغېز کوي.

ښاغلي پامپیو ویلي چې د لیبیا شخړه له پوځي لارې نه‌شي حل کېدای او همدې ته په پام متحده ایالات د دې هېواد پر مشرانو غږ کوي چې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب سیاسي خبرو اترو ته مخه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې سیاسي جوړ جاړی د لیبیا د خلکو د یووالي یوازنۍ لار ده او له همدې لارې د لیبیا ټول خلک له امنیت، ثبات او شفافیت نه برخه‌مند کېدای شي.

د لیبیا د ملي یووالي حکومت ویلي چې د روانې اپرېل میاشتې له ۴مې نېټې څخه په مرکز طرابلس کې د جګړو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي چې ملکیان هم په‌کې شامل دي.

د صدراعظم فائز السراج په مشرۍ د لیبیا حکومت چې د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونه‌يې تر شا دي، نن اعلان وکړ چې د خلیفه حفتر د ځواکونو پر ضد يې ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

د لیبیا صدراعظم جنرال خلیفه حفتر په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, June 21, 2017
د لیبیا صدراعظم جنرال خلیفه حفتر په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, June 21, 2017

جنرال خلیفه حفتر د لیبیا په ختیځ تبروک ښار کې له خپل لوري مستقله اداره اعلان کړې ده.

روسیه، متحده عربي امارات او مصر هغه درې هېوادونه دي چې له متقاعد جنرال خلیفه حفتر څخه ملاتړ کوي.

بل لور ته په افریقا کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې ویلي چې له لیبیا به امریکايي سرتېري چې د داعش پر ضد مبارزه کې له محلي ځواکونو ملاتړ کوي، د امنیتي اندېښنو له امله وباسي.

XS
SM
MD
LG