د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، ډک زړه له لیبيا ځم


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، ډک زړه له لیبيا لاړ.

انتونیو ګوترش پرون د اپرېل په پنځمه په بن غازي کې خبریالانو ته دا خبره کړې او زیاته یې کړه:

"زه له لیبیا په ډک زړه او سختې اندېښنې سره ځم، زه لا هم هیله لرم چې په طرابلس او شااوخوا کې د خونړۍ جګړې مخنیوي به ممکن وي."

انتونیو ګوترش ویلي چې ملګري ملتونه تعهد لري چې په لیبیا کې د بحران له سیاسي حل سره مرسته وکړي.

ارشیف، د لیبیا د بحران د پایلې یو تېرکلن انځور
ارشیف، د لیبیا د بحران د پایلې یو تېرکلن انځور

ده وویل:

"ملګري ملتونه داسې سیاسي حل ته چې د لیبیا ادارې متحدې کړي، زمینه برابرولی شي."

انتونیو ګوترش پرون په بن غازي کې مکرراً دا خبره کوله چې ملګري ملتونه به د لیبیا د ولس ملاتړ کوي.

درپوټونو پر اساس، ګوترش د لیبیا په بن غازي ښار کې د پېژندل شوي قوماندان خلیفه حفتر سره کتلي دي.

جنرال حفتر د "لیبیا ملي پوځ" په نوم ډله لري.

د هغه په مشرۍ پوځيانو په وروستیو کې د طرابلس پر لوري زیات پرمختګ کړی دی.

دې مسئلې په لیبیا کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو وېره زیاته کړې ده.

انتونیو ګوترش پرون پر ټوېټر ولیکل:

"زما هدف هغه دی چې پخوا و، د پوځي نښتې مخنیوی باید وشي."

هغه لیکلي چې د لیبیا بحران پوځي حل نه لري او باید سیاسي جوړجاړی وشي.

ګوترش تر دې وړاندې په یوه ټوېټ کې خبرداری ورکړی و چې په لیبیا کې د جګړې امکان زیات دی.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په لیبیا کې د معمر القذافي رژیم ړنګ شو.

له هغه راهیسي هلته وسله وال بحران روان دی.

مصر او متحده عربي اماراتو اندېښنه درلوده چې اسلامپالي او افراطي وسله وال ښايي په لیبیا کې له وضعیته د ځان په ګټه کار واخلي.

له هغه راهیسې دواړه هېوادونه د قوماندان خلیفه حفتر ملاتړ کوي.

روسیې هم د هغه ملاتړ کړی دی.

خو مسکو ویلي چې حفتر ته مرستې نه ورکوي، بلکې په لیبیا کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوی.

حفتر د سیاسي ملاتړ د راغونډولو لپاره له ۲۰۱۶ میلادی کال راهیسې دوه وارې روسیې ته سفر کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي چې په لیبیا کې وضعیت څاري.

XS
SM
MD
LG