ایران د امریکا د متحده ایالاتو هغه پرېکړه چې د دې هېواد پر تېلو نور بندیزونه لګوي، غیر قانوني بللې او ویلي یې دي چې د واشنګټن د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې به د دې هېواد سیاسي مشرتابه له غور وروسته پرېکړه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد د تېلو پر سکټور د امریکا بندیزونه غیر قانوني بللي دي.
د دې وزارت یوه ویاند عباس موسوي پرون د دوشنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل چې تهران د امریکا پر وروستۍ پرېکړې چې پنځو هېوادونو ته نور د ایران د تېلو د پېرلو په برخه کې له بندیزونو معافیت نهتمدیدوي، غور کوي او نتیجه بهیې د دې هېواد مشرتابه ته وړاندې کړي چې د هغې په رڼا کې به خپله پرېکړه ډېر ژر اعلان کړي.
ایران له دې مخکې هم په کراتو کراتو ګواښ کړی چې که د ایران د تېلو پر صادراتو د امریکا بندیزونه سخت شي، د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه به ووځي.
واشنګټن د تېر کال په مې میاشت کې له دغه تړونه وتلی او پر ایرانیې د دې هېواد د اټمي پروګرام په تړاو ځنډول شوي بندیزونه بېرته جاري کړي دي.
سپینۍ ماڼۍ ویلي چې د دې پرېکړې هدف دا دی چې د ایران د تېلو صادرات صفر ته راکم شي او د ایران رژیم د عوایدو له دې اساسي سرچینې بېبرخې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل، واشنګټن د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د تېلو له سترو تولیدوونکو هېوادونو سره هر اړخیزې او ګټورې خبرې کړي، څو په بازار کې د تېلو د کمېدو مخنیوی یقیني کړي.
پامپیو پرون د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته پر ایران د بندیزونو د سختولو په اړه وویل:
"نن پهدغه اعلان سره موږ دا واضح کړه چې خپل هدف کې جدي يو. موږ بهیې صفر ته ورسوو. دا چې څومره وخت به پهدې کچه کې پاتې کېږو، دا کاملاً د ایران د اسلامي جمهوريت پر جګپوړو مشرانو پورې تړلې. موږ د ایران ستر مشر ایتالله علي خامنهاي او د هغه همکارانو ته خپلې غوښتنې ډېرې واضح کړي چې د خپلو اټمي وسلو له تعقیبه لاس واخلئ، د بالیستیک توغندیو پراختیا او ازموینه ودروئ او د امریکایي اتباعو غیر قانوني نیونې بندې کړئ."
د واشنګټن د دغې پرېکړې له مخې د مې له دوهمې نېټې وروسته به پنځه هېوادونه چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا او ترکیه له ایران څخه د تېلو د پېرلو په صورت کې د امریکا له بندیزونو معاف نهوي.
د ولسمشر ټرمپ ادارې تر دې مخکې دا پنځه هېوادونه د ایران څخه د تېلو د پېرلو په صورت کې د مې تر دوهمې نېټې له بندیزونو استثنا کړي وو.
د واشنګټن د دغې پرېکړې پر وړاندې تر اوسه ترکیې او چین عکسالعمل ښودلی دی.
- د ترکیې عکس العمل
انقرې پر دغې پرېکړې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه د سیمې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته نهکوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، ترکیه یو اړخیز بندیزونه او له ګاونډیانو سره د اړیکو په برخه کې پهدې ډول د نفوذ تحمیلول غندي.
- د چین عکس العمل
چین هم د امریکا پر دغې پریکړې انتقاد کړی دی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګینګ شوانګ پر هغو هېوادونو چې له ایران څخه تیل پېري، په یو اړخېز ډول د امریکا د بندیزونو لګولو پریکړه غیرقانوني وبلله.
هغه وویل، د چین او د نورو هېوادونو عادي اړیکې منطقي او قانوني دي او د خوندي کولو او درناوي وړ دي.
چین د ایران د تیلو یو ستر پیریدونکی دی.
د واشنګټن پردغې نوې پریکړې سره به د نړۍ د تیلو له مارکیټونو د ورځې تر یو میلیون او ۲۰۰ زره بېرله تیل لېرې شي، خو دا بیا هم پهدې پورې تړلې چې دغه هېوادونه چې د امریکا له نویو بندیزونو اغېزمنېږي، څه ډول عکسالعمل ښیې او هم به ایران څومره تیل صادروي.
اسرائیل چې د ایران پر رژیم د امریکا د هر ډول فشارونو هرکلی کوي هم د واشنګټن دغه وروستۍ پرېکړه ستایلې ده.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې دغه اقدام د ده په وینا د ایران پر ترورېستي رژیم د فشارونو د زیاتولو لپاره ډېر مهم دی.