د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ډونالد ټرمپ د ایران د تېلو په اړه د معافیت مهلت نه‌غځوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ April 18, 2019,
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ April 18, 2019,

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې د معافیت هغه مهلت به چې د ایران د تېلو وارداتو ته ورکړل شوی و، نه‌تمدیدوي.

د امریکا حکومت چین، جاپان، جنوبي کوریا، هند او ترکیې ته له ایرانه د تېلو د واردولو لپاره معافیت ورکړی و، خو سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې دا مهلت د مې میاشتې په دوهمه نېټه پای ته رسېږي او ولسمشر ټرمپ‌يې د تمدیدولو نیت نه‌لري.

دا په‌دې معنی ده چې د چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا او ترکیې حکومتونه به تر دې نېټې وروسته د ایران د تېلو د اخیستلو په صورت کې د امریکا د بندیزونو سره مخامخ کېږي.

سپینې ماڼۍ وویل چې امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو موافقه کړې چې د تېلو له مارکېټه په بشپړ ډول د ایران د تېلو د منع کېدو په صورت کې د نړیوالو د اړتیا د پوره کولو لپاره کار وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا کار غیر قانوني بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند عباس موسوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون د اپرېل په ۲۲مه وویل چې د امریکا بندیز په اصولو کې غیر قانوني دی او اسلامي جمهوري د امریکا معافیت ته هېڅ ارزښت یا اعتبار نه‌ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند عباس موسوي په تهران کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د بندیزونو څېړنه کوي او پایلې به‌یې له سیاسي مشرانو سره تر شریکولو وروسته اعلان کړي.

د اسرائیل صدراعظم د ایران پر ضد د امریکا دا پرېکړه ستایلې، خو د ترکیې حکومت‌یې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د سیمې له سولې او ثبات سره مرسته نه‌شي کولای.

XS
SM
MD
LG