د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۶

ایران او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په یوه ګډ ځواک سلا شوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني دې هېواد ته په سفر ورغلي د پاکستان صدراعظم عمران خان ته د هرکلي ویلو په حال کې. 2019 22 April

د ایران ولسمشر حسن روحاني او دې هېواد ته په سفر ورغلی د پاکستان صدراعظم عمران خان سلا شوي دي چې پر خپله شریکه پوله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د "غبرګون یو ګډ ځواک" رامنځته کړي.

دا خبره د ایران دولتي رسنیو کړې ده.

عمران خان ته په رسمي توګه نن سهار د ایران پلازمېنې تهران کې هرکلی وویل شو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له عمران خان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي:

"موږ په دې موافق شو چې پر پوله د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د چټک غبرګون یو شریک ځواک رامنځته کړو."

تر دې مخکې دواړو هېوادونو پر یو بل تورونه پورې کړي وو چې د هغو وسله‌والو پر ضد پوره اقدامات نه‌کوي چې د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدي بلوڅ مېشتو سیمو کې فعال دي.

عمران خان له حسن روحاني سره په دې ګډه خبري غونډه کې ویلي:

"پاکستان به هېڅ وسله‌والې ډلې ته اجازه ورنه‌کړي چې له خاورې یې فعالیت وکړي."

نوموړي زیاته کړې ده چې د ترهګرۍ ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف زیات کړی.

عمران خان د یکشنبې په ورځ په رسمي سفر ایران ته ورسېد.

دا د پاکستان د صدراعظم په توګه دې هېواد ته د نوموړي لومړنی رسمي سفر دی.

XS
SM
MD
LG