د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

د پاکستان صدراعظم نن يکشنبه په دوه ورځني سفر ايران ته ځي


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په دوه ورځني رسمي سفر ايران ته لاړ شي.

عمران خان به ايران ته په خپل دغه لومړي رسمي سفر کې له وتلي مشر ايت الله علي خامنه اي، ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو سره وګوري.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، صدراعظم عمران خان به په ايران کې د ايراني او پاکستاني سوداګرو له ډلو سره هم وګوري.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې يوې وروستۍ حملې د تهران او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ زيات کړى دى.

د پنجشنبې وختي يوه ډله وسله والو درې- څلور بس موټرونه چې له کراچۍ ګوادر ته روان وو، ودرول او د مسافرو د پېژندپاڼو تر کتلو وروسته يې ١٤ کسان ووژل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، په وژل شويو کې ١٠ تنه د پاکستان د سمندري ځواک غړي، درې د هوايي ځواک غړي او يو ساحلي ساتونکى و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون شنبه وويل، حمله کوونکي له ايرانه د پاکستان خاورې ته اوښتي او په بلوچستان کې يې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پرضد حمله کړې ده.

وزارت وايي، د ايران حکومت ته يې په يوه ليک کې ويلي چې حمله کوونکي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د يوې نوې تشکيل شوې ډلې (راجي اجوى سنګر) غړي وو چې د وزارت په حواله، د ايران په سيستان بلوچستان ولايت کې دېره ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون په اسلام اباد کې يوه کنفرانس ته وويل:

"د BRA په نوم د بلوڅانو د بېلتون غوښتونکې ډلې دغه نوى اتحاد او د هغوى روزنيز يا اکمالاتي کمپونه د ايران په سرحد کې دننه دي، تر څېړنو او پلټنو وروسته مو له ايراني چارواکو سره عملي شواهد شريک کړي دي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له ايرانه غوښتنه کړې چې د حمله کوونکو په وړاندې چې بېرته د ايران خاورې ته داخل شوي، اقدام وکړي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله د پاکستان په بلوچستان او د ايران په سيستان بلوچستان ولايت کې د بلوڅانو ډلې په دواړو هېوادونو کې خپلواکي غواړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، صدراعظم عمران خان به د دغو وژنو موضوع له ايراني چارواکو سره مطرح کړي.

ښاغلي قريشي له ايراني لوري د اقدام غوښتنه وکړه او ویې ویل:

"ايران يو ورور او ګاونډى هېواد دى چې اوږدمهالې پياوړې اړيکې ورسره لرو، د دغو اړيکو په رڼا کې تمه لرو چې ايراني وروڼه به د دغو ډلو په وړاندې اقدام وکړي."

که څه هم د پاکستان او ايران په سرحد کې مېشتې افراطي ډلې زيات وخت پر ايراني ساتونکو حملې کوي، خو دا په وروستيو کلونو کې لومړى وار دى چې پاکستان په عامه ايران د هغو بلوڅ ډلو په وړاندې په اقدام نه کولو تورنوي چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د وژلو تور ورباندې لګول شوى دى.

XS
SM
MD
LG