د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

خبرونه

یوناما په جلال‌اباد کې د ملکيانو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه وښوده

د جلال اباد پېښه چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه, April 7, 2019
د جلال اباد پېښه چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه, April 7, 2019

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مأموریت یا یوناما د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د وروستیو بمي چاودنو له امله د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما په یوې اعلامیه کې نن ویلي چې د دوی موندنو ښودلې چې په تېرو ۵ ورځو کې په جلال‌اباد کې د ماینونو په چاودنو کې ۴۰ ملکیانو ته چې ماشومان او ښځې هم په‌کې شامل دي، مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو په فوري توګه د ګڼې ګوڼې او په عامه ساحو کې د ماینونو د استعمال د بندېدو غوښتنه کړې ده.

په جلال‌اباد کې پرون هم د سړک د غاړې چاودنې یو ملکي وګړی وواژه او درې نور یې ژوبل کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې

ارشیف: په افغانستان تلوېزیوني چینلونه
ارشیف: په افغانستان تلوېزیوني چینلونه

د راپورونو له مخې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د خبر له مخې د دغې پرېکړې له مخې به د نور او بریا تلوېزیونونو خپرنې بندېږي او هغه به محکمې ته راجع کېږي.

د راپور له مخې د دغو تلوېزیوني شبکو د فعالیت د بندولو پرېکړه په دې خاطر شوې چې د خبریالی اصول او ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې پام نه دی کړی او هغوی همداراز قومي، ژبني او سمتي تعصبونو ته په لمن وهلو تورن شوي دي.

په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي او نه هم په دې خبر کې د دغو رسنیو د مسوولانو څرګندونې رااخیستل شوي، خو دا په افغانستان کې پر خپلواکو رسنیو د طالبانو له لوري یو بل ګوزار ګڼل کېږي.

د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه کوي

د اسراییلو د جنګ کابینې د غونډې انځور
د اسراییلو د جنګ کابینې د غونډې انځور

په پام کې ده چې د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه وکړي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي چې په نننۍ غونډه کې به د اسراییلو پر خاوره د ایران د لومړني مستقیم برید په اړه بحث وشي.

په همدې حال کې پر اسراییلو د نړیوالو فشار هم په زیاتېدو دی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له پراخولو څخه ډډه وکړي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي هالېوي بېګا وویل چې د دې هېواد پر قلمرو د ایران د څه باندې ۳۰۰ کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو حملې ته به ځواب ورکړل شي، خو دا چې څنګه جزییات یې ورنه کړل.

که څه هم د ایران حملې په اسراییلو کې زیان نه دی اړولی، خو دا وېره شته چې د غزې له جګړې څخه دا زېږېدلی کړکېچ نور هم پراخ نه شي.

د ایراني پولیسو له‌خوا د جبري حجاب د نوي قانون د تطبیق پر څرنګوالي شکایتونه

له ایراني مېرمنو سره د دې هېواد د پولیسو د چلند یو انځور
له ایراني مېرمنو سره د دې هېواد د پولیسو د چلند یو انځور

په ایران کې د پولیسو له‌خوا د جبري حجاب د نوي قانون د تطبیق څرنګوالي د خلکو شکایتونه پارولي دي.

خلک وايي، پولیس له هغو کسانو سره چې له دې مقرراتو په سرغړونه تورنېږي ناوړه چلند او کله ناکله تاوتریخوالی کوي.

د تهران امنیه قوماندان عباس علي محمدیان ویلي دي چې د اپرېل له ۱۳مې نېټې د حجاب او عفت په نوم د دې نوي قانون د تطبیق لپاره اقدامات به په داسې حال کې چټک شي چې پارلمان دا قانون تراوسه نه دی تصویب کړی.

خو یو شمېر خلکو ویلي چې پولیس د سرغړوونکو په لټه پسې له اوسه د دوی د موټرو ښیښې په ډنډو وهي او ځینو نورو د پولیسو د ګزمو پر وړاندې د خلکو د مقابلې خبر ورکړی دی.

په ځینو راپورونو کې راغلي چې د ایران د فوټبال د نامتو لوبغاړي احمد رضا عابدزاده مېرمن نفیسه لطیفیان او لور یې نګار عابدزاده هم په هغو ښځو کې شاملې دي چې پولیسو د حجاب د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور نیولې دي.

د اوکراین پوځ: د روسیې ۹ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

ارشیف
ارشیف

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې نهه بې پیلوټه الوتکې یې چې نن سهار پر دې هېواد وتوغول شوې ټولې ویشتلې دي.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک په یوه بیان کې ویلي چې دا بې پیلوټه الوتکې د خرسون، میکولایف، خمیلینسکي، پولتاوا، چرکاسي او دنیپروپیتروفسک سیمو په فضا کې له منځه یووړل شوې.

روسیې په تېرو څو اونیو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو حملو ته زور ورکړی او دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د روسیې د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د تجهیزاتو او مهماتو له کمښت سره مخامخ دی او له دې هېواد سره د امریکا د ۶۱ میلیارد ډالرو مالي مرستې لایحه په کانګرس کې د جمهوریپالو وکیلانو د مخالفت له کبله بنده پاتې ده.

د امریکا د استازو جرګې مشر د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د مرستې ټولولو هڅې پيلوي

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن
د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن په روانه اوونۍ کې د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د متحدو ایالتونو د مرستې د ملاتړ په هدف هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي جانسن پرون د هغه پلان جزییات روښانه کړل چې له مخې به یې دا بسته د تصویب لپاره په جلا ډول رایې اخیستو ته وړاندې شي او په دې توګه به د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ اړوند دا اختلاف راکم شي.

د استازو جرګې د جمهوریپال مشر دا اقدام، د دې لایحې چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د محافظه کارو د مخالفت له کبله په جرګه کې بنده پاتې ده، د تصویب لپاره د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.

پکتیا: د غره ښوېیدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت
د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت

په پکتیا ولایت کې د یوه غره د ښویېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکوي چې پېښه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې شوې ده.

د خبر له مخې، چارواکو ویلي دي چې د پېښې په قربانیانو کې د دې کورنۍ ماشومان هم شامل دي.

په خبر کې د پېښې وخت نه دی ښودل شوی.

افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ د مړو شمېر پنځوس او د ټپیانو ۳۶ ته رسېدلی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله د زیانونو تازه شمېرې اعلان کړې دي.

د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دې بارانونو او سېلابونو ۵۰ کسان وژلي، ۳۶ نور یې ټپیان کړي او ۷۰۶ کورونه یې ویجاړ کړي.

مخکې له دې چارواکو د مړو شمېر ۳۳ او د ټپیانو شمېر ۲۷ تنه یاد کړی و.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق کورنیو رسنیو ته ویلي دي چې ۷۰۰ ایکره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او همداراز ۴۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

ویاند زیاته کړه چې په دې پېښو کې په ټوله کې له ۱۶۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي.

وروستیو سېلابونو د فراه، بادغیس، ارزګان، پکتیا، زابل، هلمند، کونړ، بدخشان، غور، کندهار، تخار، پروان او پلازمېنې کابل سیمې وځپلې.

پاکستان بیا د بې ویزې افغان ناروغانو پر مخ تورخم دروازه وتړله

تورخم
تورخم

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستان د تورخم دروازه بیا د هغو ناروغانو پر مخ بنده کړې ده چې د دې هېواد ویزې نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي نن رسنیو ته وویل چې د پاکستان لوری هغو افغانانو ته چې ویزې او پاسپورت نه لري، له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا په تورخم کې د ناروغانو د تنظیم د چارو یوه مسوول له خلکو غوښتي دي چې تر بلې خبرتیا پورې دې له دې دروازې د اوښتو لپاره مراجعه نه کوي.

د روانې وري میاشتې په پنځمه هم د تورخم لاره د پاکستاني پوځیانو ترمنځ له خپلمنځي شخړې وروسته وتړل شوه، خو له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه.

ټېسلا شرکت خپل ۱۰ سلنه کارکوونکي کموي

ټېسلا شرکت
ټېسلا شرکت

ټېسلا شرکت خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې څه باندې لس سلنه کاري ځواک به ژر له دندو لیرې کړي.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې ، دغې کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته په لېږل شوي یادښت کې د خپلې طرحې جزیات ورکړي دي.

د ټېسلا شرکت مشر ایلان ماسک پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، په هرو پنځو کلونو کې اړتیا ده چې د شرکت په کاري جوړښت له سره غور وشي او کاري ځواک یې کم شي.

ټېسلا په نړۍ کې د برېښنایي موټرو د تولید یوه لویه کمپنۍ ده.

امریکا: اسراییل ته خپل استولي اضافي ځواکونه هملته پرېږدو

د امریکا او اسراییل بیرغونه
د امریکا او اسراییل بیرغونه

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت وایي، د دوی هغه اضافي پوځیان او تجهیزات چې د ایران له حملې مخکې اسراییل ته استول شوي وو، هملته پاتې کیږي.

د دغه وزارت ویاند پټریک رایدر د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن په سیمه کې د خپلو ځواکونو ساتنې ته لازم اقدامات ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به د اسراییل د دفاع لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییله غوښتي چې د ایران په وړاندې له غچ اخستونکي بریده لاس په سر شي.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې سیمه کې یې د وضعیت د لا کړکېچ وېره ډېره کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG