د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

کارپوهان: د سولې د هڅو ترڅنګ جګړې هم شدت موندلی


ارشیف، افغان ځواکونه د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي
ارشیف، افغان ځواکونه د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې تراوسه د سولې په برخه کې د پام وړنتیجه نه ترسترګو کېږي، خو د جګړې په ډګر کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د حملو او نښتو د زیاتوالي راپورونه ورکول کېږي.

یو شمېر کارپوهان په‌دې باور دي چې ښایي جګړې لاشدت ومومي او عمده علت‌یې هم دا بولي چې طالبان غواړي په یوه پیاوړي دریځ د سولې د خبرو د میز تر شاه کیني او ښه امتیاز ترلاسه کړي.

یو له دغو کارپوهانو د افغانستان د پالیسۍ مطالعاتو د مرکز مشر حلیم الله کوثري دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل، دې ګومان نه‌کوي چې طالبان دې د سولې د خبرو له امله خپل عملیات ودروي، بلکې ښایي لا یې پراخ کړي. ښاغلي کوثري زیاته کړه:

"په‌دغه کال کې به دواړو خواوې کوښښ کوي او یو د بل خلاف به خپل زور ازمايي چې څومره دوی کولای شي پرمختګ وکړي. ځکه دواړه لوري به په نظامي ډګر له شوي پرمختګ څخه د سولې په پروسه کې استفاده کوي او کوښښ به کوي چې له مقابل لوري سره د سولې په پروسه کې پورته لاس ولري."

وسله‌والو طالبانو د معمول خلاف چې هر کال د پسرلي له پیلېدو سره به‌یې په بېلابېلو نومونو د نویو عملیاتو د پیلېدو اعلان کاوه، تر اوسه د دا ډول عملیاتو د پیلیدو اعلان نه‌دی کړی، بلکې برعکس مقابل لوري چې د افغانستان امنیتي ځواکونه دي، وار له مخې د خالد په نوم تهاجمي عملیات پیل کړي دي.

ګریم سمېټ چې د نړیوالو کړکېچونو له ډلې سره د یوه سلاکار په توګه کار کوي وایي، په وروستیو کلونو کې د جګړې فصل هغه پخوانی مفهوم له لاسه ورکړی ځکه طالبانو په ژمي کې هم خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

د نړیوالو کړکېچونو د ډلې سلاکار ګریم سمېټ
د نړیوالو کړکېچونو د ډلې سلاکار ګریم سمېټ

​ښاغلي سمېټ یې یو علت رویټرز اژانس ته دا ښوولی چې اکثره طالبان اوس خپلو سیمو ته نژدې جګړې مخ ته وړي او نور دې ته اړتیا نه‌لري چې په غرنیو سیمو کې د واورو له ویلي کېدو سره د جګړې ډګرونو ته ولاړ شي.

نوموړی په‌دې باور دی چې د شخړو له زیاتېدو سره د دې پر ځای چې د جګړې ښکیلې خواوې د سولې د عاجلې اړتیا لپاره سره نژدې کړي، د دې خطر شته چې یوه جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره یې دریځونه لا سخت شي.

یوه ډیپلوماټ چې نوم یې نه‌دی څرګند شوی، رویټرز اژانس ته ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له وخته د جګړې او خبرو له ستراتیژي کار اخېستل شوی او دا هېواد به هم ښایي هغسې چې جنوبي سوډان او کولمبیا تجربه کړي وو، د سولې له یوې موافقې د مخه د شخړو زیاتوالی تجربه کړي.

په‌دغو دواړو هېوادونو کې د کلونو جګړو وروسته د سولې له تړونونو مخکې جګړو شدت موندلی و.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی هم ورته نظر لري او وایي چې د سولې د خبرو له دوام سره که د جګړی بل مهم لوری چې د افغانستان حکومت دی، په‌کې شاملېږي، ښکېل اړخونه به پوځي فعالیتونه سست نه‌کړي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی، ازادي راډیو سره د مرکې په حال کې
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی، ازادي راډیو سره د مرکې په حال کې

​ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې په ټوله کې طالبان به د دې لپاره جګړې ته شدت ورکړي چې د مذاکراتو په میز کې امتیاز واخلي. همدارنګه د افغانستان دولت هم عین عمل چې غواړي خپله وړتیا او توانایي د جګړې په ډګر کې وښیې چې که د مذاکراتو مېز ته ځي، نو ترې استفاده وکړي. زما عقیده دا ده چې د عملیاتو تشدید چې هلته د سولې مذاکرات جریان لري، طبعیتاً زیانمنونکې دواړه خواوې نه‌دي، بلکې د افغانستان خلک دي."

طالبانو چې تراوسه یې د افغانستان له حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې، له امریکایي لوري سره په خبرو کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو یوه عمده غوښتنه مطرح کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې تر اوسه یې د طالبانو له استازیو سره پنځه ځلي خبرې کړي او ورسره شپږم دور خبرې هم په پام کې لري، له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې امریکا یوازې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو لپاره له طالبانو سره خبرې نه‌کوي، بلکې په‌دې هېواد کې د تل‌پاتې سولې او امنیت د ټینګېدو او دا چې بیا د دې هېواد له خاورې امریکا او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ متوجه نه‌شي، خبرې کوي.

ښاغلي خلیلزاد وویل:

"که له افغانستان سره د ترورېزم ستونزه نه‌وي، که افغانستان د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ونه‌لري، که افغانستان او راتلونکی حکومت‌یې، طالبان او نورو ته ضرورت ونه‌لري یا ونه غواړي چې بهرني ځواکونه دلته پاتې شي، ولې نه، دا له امکانه لېرې نه‌ده چې امریکایي قواوې او د ناټو او نورو متحدینو ځواکونه دلته نه‌وي. "

ښاغلي خلیل‌زاد د افغانستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د روان سفر په ترڅ کې تر ډېره پر دې مسئلې تاکید کړی چې دا ځل ډېر کوښښ د دې لپاره کوي چې بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي او له طالبانو سره د افغانستان د حکومت په ګډون د دې هېواد د بېلابېلو قشرونو یو هر اړخېز مرکچي پلاوی وټاکل شي.

که د دغسې مرکچي پلاوي له ټاکلو سره د سولې خبرې یوې بلې مرحلې ته داخلې هم شي، ډېری کارپوهان د افغانستان د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړو ته په پام سره دې ته ډېر خوشبین نه‌دي چې افغانستان دې په نژدې وخت کې د سولې د یوه تړون شاهد واوسي.

XS
SM
MD
LG