د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

په افغان سوله کې پرمختګونه او د امریکايي او پاکستاني چارواکو پر يو بل نيوکې!


له طالب استازو سره په دوحه کې د امریکا مرکچي پلاوی
له طالب استازو سره په دوحه کې د امریکا مرکچي پلاوی

د افغانستان د سولې په اړه د يو لړ پرمختګونو سره هم‌مهاله د امریکايي او پاکستاني چارواکو له‌خوا پر يو بل نیوکو هم زور اخیستی دی.

په‌داسې حال کې چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته راشي، د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې پر يو بل انتقادونه زیات شوي دي.

د دغو غبرګونونو په لړ کې تازه خبره د پاکستان د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري ده چې په کابل کې یې د امریکا سفیر په ناپوهۍ تورن کړی دی.

اغلې شیرین په‌خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د کرکټ، افغانستان او سیمې په اړه د ښاغلي بس پوهه کمه ده.

هغې دا ناپوهي د "خلیل‌زاد سټایل ټرمپي شرارت" یوه نښه بللې ده.

له دې وړاندې، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د پاکستان د صدراعظم عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې پر ټویټر نوموړي ته لیکلي و چې د کرکټ ځيني اصول په ډیپلوماسۍ کې کار کوي او ځیني یې نه‌‌کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ګارت بېلي د جان بس ټویټ، ري ټویټ کړی او ویلي یې دي:

"زه داسې احساس کوم چې دا کار باید ما کړی وی."

د دواړو لورو ترمنځ دا انتقادونه وروسته له هغه تبادله کېږي چې د روانې میلادي مارچ میاشتې په ۲۵مه د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د څرګندونو پر مهال د افغانستان د حکومت دریځ د افغانستان د سولې په وړاندې خنډ وباله او ويې‌‌ویل چې د یو بې‌‌‌طرفه مؤقت حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې د هواري یوازنۍ لار ده.

پاکستان د امریکا په مرستو ژوندی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې،​ د امریکايي او پاکستاني چارواکو له‌خوا پر يو بل دا تُند غبرګونونه د افغانستان د سولې په بهیر څه اغېز لري؟د نړیوالو اړیکو يو افغان کارپوه داوود مایار

​د نړیوالو اړیکو کارپوه داوود مایار دې پوښتنې ته ځواب وايي:

"د پاکستان په بهرني سیاست او ډيپلوماسۍ کې موږ دا توان نه‌وینو چې د امریکا په شان ابر قدرت سره په شخړه کې ښکېل شي، پاکستان تل له امریکا تموېلېږي او پاکستان د امریکا په مرستو ژوندی دی، د افغانستان د سولې په موضوع کې واشنګټن، مسکو او اسلام‌اباد هوکړې ته رسېدلي دي، ځکه دا سولې د ټولو په ګټه ده، کوم اختلافات چې رامنځته شوي زما په اند يوازې رسنیز دي."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د پاکستان د صدر اعظم د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې اسلام‌اباد د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري کړې، خو د عمران خان وروستۍ څرګندونې ګټورې نه‌دي.

د پاکستان د صدراعظم دغو څرګندونو ته د افغانستان حکومت هم تُند غبرګون وښود او په کابل کې‌یې د پاکستان د سفیر مرستیال د احضارولو تر څنګ له اسلام‌اباده خپل سفیر هم کابل ته د مشورو لپاره راوغوښت.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا د افغان حکومت دا پرېکړه چې خپل سفیر‌ یې له اسلام‌اباده کابل ته غوښتی دی، «غیر سنجیده» بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدا شان د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د عمران خبرې ناسمې تعبیر شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په اړه د خپلو سفرونو نوې لړۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون ۷ هېوادونو ته پیل کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سفرونو دا لړۍ په‌داسې حال کې پیلېږي چې پر زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له انتقادونو وروسته واشنګټن له ښاغلي محب سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

يوې باوري سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد د شنبې په ورځ کابل ته راځي، خو دا لا نه‌ده معلومه چې د افغان چارواکو او خلیل‌زاد ترمنځ په خبرو کې به ښاغلی محب ګډون ولري او که نه؟

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG