د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

افغانستان له اسلام‌اباده خپل سفیر ورغوښتی


ارشیف، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل
ارشیف، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د صدراعظم عمران خان په څرګندونو غصه څرګنده کړې او هغه‌یې غیر مسؤلانه بللې دي.

  • د کابل غبرګون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌ احمدي د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د یو مؤقت حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د څرګندې لاس‌وهنې بېلګه ده.

د ښاغلي احمدي په وینا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلام‌اباده خپل سفیر عاطف مشعل د مشورې او په‌دې اړه د اعتراض په توګه کابل ته ورغوښتی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"موږ د پاکستان د سفارت مرستیال، د دې هېواد د صدراعظم عمران خان د غیر مسؤلانه څرګندونو په خاطر احضار کړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورته د افغانستان د سولې او د یو مؤقت حکومت د جوړېدو په ارتباط د نوموړې د بې‌مسؤلیته څرګندونو په اړه شدید اعتراض واوروه. موږ د عمران خان دا څرګندونې په افغانستان کې د پاکستان د لاس‌وهنې د پالېسۍ او د افغانستان ملي حاکمیت او د خلکو ارادې ته د نه‌درناوي یوه څرګنده نمونه بولو."

  • د خلیل‌زاد غبرګون

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» په ماښام د عمران خان په وروستیو څرګندونو د غبرګون په توګه پر خپل ټویټر ولیکل:

"په‌داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده همکاري کړې، د عمران خان څرګندونو بیا دا ډول اغېز نه‌درلود."

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا د افغانستان راتلونکی د افغانانو لپاره دی او یوازې هغوی یې په اړه پرېکړه کوي.

زلمي خلیل‌زاد زیاته کړې، د نړیوالې ټولنې رول دا دی چې افغانان په خپلو کې راټولېدو ته وهڅوي.

تر دې یوه ورځ مخکې یعنې د مارچ په ۲۵مه نېټه، د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د څرګندونو پر مهال د افغانستان د حکومت دریځ د افغانستان د سولې په وړاندې خنډ وباله.

افغانستان له اسلام‌اباده خپل سفیر ورغوښتی او په کابل کې یې د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړی.

د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د عمران خان له قوله دا هم ویلي چې د یو بې‌طرفه مؤقت حکومت جوړېدل، د افغانستان د ستونزې د هواري یوازنۍ لاره ده.

عمران خان زیاته کړې، په پاکستان کې د طالبانو سره د سولې پلان شوې غونډه هم د افغان حکومت د مخالفت له کبله لغوه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌ احمدي وايي، دا لومړی ځل نه‌دی چې د پاکستان صدراعظم دا ډول غیر مسؤلانه څرګندونې کوي.

دی زیاتوي:

"دا ډول څرګندونې څو ځله د پاکستان د صدراعظم له‌خوا تکرار شوي دي. دا ډېره څرګنده مداخله ده او د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاس‌وهنې د پالېسۍ یوه ښکاره بېلګه ده."

  • د اجرائیه ریاست غبرګون

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سربېره، اجرائیه ریاست هم د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاس‌وهنه بللې ده.

ګڼو افغان سیاستوالو هم د عمران خان وروستۍ څرګندونې په ورته توګه غندلې دي.

عمران خان چې اووه میاشتې مخکې په پاکستان کې د صدارت څوکۍ ته ورسېد، په لومړي سر کې ویلي و چې د افغانستان سره به اړیکې بهتره کړي، خو نوموړي د څویم ځل لپاره داسې یو دریځ خپل کړی چې افغان چارواکي یې د دوی په کورنیو چارو کې د پاکستان څرګنده لاس‌وهنه بولي.

XS
SM
MD
LG