د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

نیویارک ټایمز: د ګوانتانامو ۵ طالب زندانیان اوس امریکايي استازو سره کېني


ارشیف، په قطر کې له طالب استازو سره د سولې غونډه
ارشیف، په قطر کې له طالب استازو سره د سولې غونډه
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې اوږده سرلیک لاندې مقاله خپره کړې، د طالبانو پنځه کسان چې یو وخت په ګوانتانامو کې زنداني وو، اوس د امریکایانو له استازو سره د یو مېز شااوخوا کېني.

په‌دې لیکنه کې راغلي دي کله چې متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم‌یې نسکور کړ ان له هغو سره چې تسلیم شول، د ترهګرو په څېر چلند وشو.

نیویارک ټایمز لیکي:

دغه کسان ځولانه شول، مخونه‌یې پټ شول او په ګوانتانامو کې د امریکا زندان ته واستول شول.

ورځپاڼه لیکي، اوس د دغو کسانو له ډلې څخه پنځه تنه له هغو سره د یوه مېز شااوخوا ناست وي چې دوی یې زنداني کړي وو.

دا کسان د طالبانو د مرکچیانو دنده لري چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر شرایطو غږېږي.

د نیویارک ټایمز د خپرې شوې مقالې په باور د سولې په خبرو کې د دغو کسانو ګډون د افغانستان په قضیه کې د امریکا له اوږدې مداخلې سره په ټکر کې دی او د بدلون څرګندونه کوي.

ورځپاڼې د ګوانتانامو د پخواني زنداني خیرالله خیرخواه په وینا لیکي چې د بند په موده کې یې همدا فکر کاوه چې خوشې به شي ځکه چې داسې باور یې درلود چې غیر عادلانه زنداني شوی دی.

خو د طالبانو دغه چارواکي دا خبره هم کړې ده چې کله‌یې هم زړه ته نه‌لوېدله چې له دوی سره به خبرې کېږي او دوی به د یوه مېز شااوخوا له امریکایي چارواکو سره کېني.

ټرمپ باید دې ته پاملرنه وکړي چې ولې دغه ځواکونه افغانستان کې ۱۸ کاله دېره وو؟

د سولې په‌دې خبرو کې د طالبانو د استازو یوه اساسي غوښتنه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونه لیکي، مخکې تر دې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه خپل پوځیان باسي، باید دې ته پاملرنه وکړي چې ولې دغه ځواکونه هلته ۱۸ کاله دېره وو؟

خپرونه بیا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر پېښې ته اشاره کوي او لیکي چې طالبانو انکار وکړ چې د دې بریدونو عاملان وروسپاري، نو متحده ایالاتو پر طالبانو برید وکړ.

نشنل انټرسټ وړاندې لیکي:

که متحده ایالات یو دم خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، هلته به سمدستي سخته کورنۍ جګړه پیل شي، د ګاونډي پاکستان او قطر په مرسته به طالبان هغه کسان چې د طالبانو پر وړاندې درېدلي وځپي.

افغانستان تل دا تور پورې کړی دی چې اسلام‌اباد د طالبانو ملاتړ کوي، خو نشنل انټرسټ پر قطر د دې لپاره ورته تور پورې کړی دی چې د دې خپرونې په وینا دوحې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو طراح شیخ خالد محمد ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه او هغه ته‌یې ډېر ښه معاش ټاکلی و.

نشنل انټرسټ بیا لیکي، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به څو میاشتې سخته وینې وبهېږي بیا به طالبان بېرته واک ته راشي چې له دې سره به د امریکایي پوځیانو سرښندنې له خاورو سره خاورې شي او یو ځل بیا به افغانستان د القاعده او نورو افراطي ډلو خوندي پناه‌ځای شي.

داعش چې په سوریه کې یې ماتې خوړلې ده هغه به هم افغانستان ته مخه کړي.

د خپرونې په باور دا ځل به د ۹۰مې میلادي لسیزې په څېر نه‌وي چې ایران به د طالبانو له واکمنۍ سره مخالفت کوي او د طالبانو پر ضد به د شمال ائتلاف په څېر د ځواکونو حمایت کوي.

خپرونه بیا څرګندوي چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې په‌دې شرط به له افغانستانه خپل پوځیان بهر کړي چې د منتخب افغان حکومت د امنیت تضمین وشي.

د نشل انټرسټ په لیکنه کې راغلې دي چې دا تضمین ضروري دی، خو کافي نه‌دی.

XS
SM
MD
LG