د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

افغان چارواکي او کارپوهان: د مؤقت حکومت منل د نظام د ړنګېدو په معنا ده


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی او د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي چې مؤقت حکومت منل او راتګ یې د نظام د ړنګېدو په معنا ده.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، افغان ولس په تېر کې د مؤقتو حکومتونو سختۍ ګاللي او ترخې تجرې ور څخه لري او حاضر نه‌دي چې شته نظام له لاسه ورکړي او بېرته شاته وګرځي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۶» ازادي راډيو ته وویل، افغان چارواکي، سیاستوال او عام خلک باید د مؤقت حکومت په منلو سره خپل قانوني حکومت ړنګ او بې ثباتۍ ته لاره هواره نه‌کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د ولسي جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"افغانان باید یو جوړ شوی نظام ړنګ نه‌کړي، کله چې مؤقت حکومت راځي، په دې معنا چې هرڅه مو له‌منځه ځي، ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره له مؤقت حکومته ملاتړ کوي، هېڅ افغان نه غواړي چې مؤقت حکومت دې رامنځته شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د چارواکو له‌خوا په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو په تړاو څرګندونې کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې په ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد باندې تُند انتقاد کړی او ویلي یې دي چې ښايي ښاغلی خلیل‌زاد د داسې یوې لنډ مهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی چې مشري به یې په‌خپله کوي.

بل‌خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ ډیورنډ کرښې ته نږدې په باجوړ قبایلي سیمه کې د خلکو یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د یو نوي حکومت د جوړېدو خبره کړې ده.

د افغاستان جمهوري ریاست په‌دې تازه ازادي راډیو ته څه ونه ویل، خو د افغان

ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کابل کې یوې غونډې ته ویلي و چې دغه هېواد د مؤقت حکومت د ازمویلو ځای نه دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا تازه له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چمتو دی چې واقعي سولې ته د رسېدو په شرط مؤقت حکومت ومني.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته نوماند محمد حنیف اتمر د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي و چې د راتلونکي جوزا له میاشتې د ملي وحدت حکومت ورته د منلو نه‌دی.

ښاغلي اتمر مخکې تردې ویلي و چې د سولې پروسې د ښه پرمخ بیولو لپاره دې د ملي وحدت تر حکومت وروسته یو مؤقت حکومت رامنځته شي.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم په‌دغه هېواد کې د مؤفت حکومت د جوړېدو مخالفت کوي.

د نړیوالو چارو پوه خالد سادات
د نړیوالو چارو پوه خالد سادات

د نړیوالو چارو پوه خالد سادات وايي، هر څه باید بېرته له صفره شروع نه‌شي:

"اوس موږ نظام، اساسي قانون لرو، په جغرافیه کې د حقوقي شخص په توګه یو ادرس لرو، د دې په ترمیم باید بحث وشي، نه دا چې له صفره یې بیا شروع کړو."

ښاغلي سادات زیاتوي مؤقت حکومت راتګ شرایط لري چې اوس افغانان له هغه پړاو تېر شوي دي.

د نوموړي په وینا دا مهال په سیمه کې پټې، ښکاره او نیابتي جګړې روانې دي چې مؤقت حکومت له افغانانو دفاع نه‌شي کولای او داسې ویره شته چې د مؤقت حکومت په راتګ سره به افغانستان ځل بیا کورنیو جګړو ته ستون شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG