د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره به اوږه په اوږه د افغانانو د سولې خبرې مخته لاړې شي.
ښاغلي محب تر دې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سخت انتقاد کړی و.
دا خبرې ضد او نقیض دي، که څرنګه؟
دا پوښتنه احمد شیبر د سیاسي چارو له کتونکي مشتاق رحیم څخه د مرکې په پیل کې کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: