د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

په بلخ کې د پنجشنبې ورځې د پېښې د ټپیانو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد

د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي. له بلې‌خوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن په‌داسې حال کې ...

په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده.

دا وسله واله نښته د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ امنيتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

د ازادي راډیو خبریال د پېښې له ځایه خبر ورکوي چې غیر مسول وسله‌وال په شخصي جامه کې هم د پېښې په ځای کې لیدل کېږي.

۰۰:۱۵ ۲۴.۱۲.۱۳۹۷

په بلخ کې د نن ورځې پېښې د ټپیانو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد.

د ابو علي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض نن ازادي راډیو ته وویل چې له دې ډلې ۸ تنه ملکیان او ۱۰ تنه پوځیان دي.

د ډاکتر فیض په وینا یوه مېرمن هم د ټپیانو په ډله کې ده.

۱۹:۲۴ ۲۳.۱۲.۱۳۹۷

په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو او د هغه ولایت د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو ترمنځ نښتو، کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

په مزارشریف ښار کې د افغان ځواکونو او د هغه ولایت د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو ترمنځ تر نښتو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما په ټویټرپاڼه کې له دواړو خواوو غوښتي چې رامنځته شوې شخړه هواره کړي.

یوناما له دواړو خواوو غواړي چې روان اختلافونه دې په سوله‌ییز ډول حل کړي.

د یوناما په ټوېټرپاڼه کې راغلي چې د مزارشریف ښار د اوسېدونکو امنیت او د سر خوندیتوب باید په لومړیتوب کې وي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان باس هم په خپله توېټر پاڼه کې په مزار شریف ښار او شاو خوا سیمو کې د وضعیت د ارامولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، امنیتي ځواکونه دنده لري چې له خلکو نه ساتنه وکړي نه دا چې د سیاسي اختلافونو له امله نښتې وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشریزو انتخاباتو ته احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر چې عطا محمد نور یې د انتخاباتي ټيم برخه ده، د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې له دواړو خواوو وغوښتل چې له صبر او حوصلې دې کار واخلي.

نوموړي په بلخ کې د حکومت وروستۍ اقدام ناسم وبللو او په هغه ولایت کې یې د نظامي حرکتونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلی اتمر ټینګار کوي چې حکومت دې دغه مسئله د خبرو له لارې هواره کړي.

ولسمشریزو انتخاباتو ته احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر
ولسمشریزو انتخاباتو ته احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر

نوموړي زیاته کړه:

"ټولې خواوې باید له نرمښته کار واخلي، د قوې له کارولو دې په بېړه مخنیوی وشي. کوم ځواکونه چې له بهره د مزارشریف ښار ته ننوتي، باید ډېر ژر بېرته ستانه شي. د هرې پوځي نښتې مخنیوی دې وشي او ورور دې، له ورور سره نه جنګېږي"

ده له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې له ډیپلوماټیکو لارو دې کار واخلي او حکومت دې متوجه کړي چې له تودې وسلې کار وانه‌خلي.

د نوموړي په خبره د حکومت دغه نظامي اقدام قومي، نه بلکې سیاسي او انتخاباتي ديی.

ومو غوښتل په‌دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر واخلو، خو له بیا- بیا اړیکو سره هم ونه توانېدو.

په مزار شریف ښار کې نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د هغه ولایت د نوي امنیه قوماندان له ګمارل کېدو سره مخالفت وښود.

د محمد اکرم سامع تر قوماندې لاندې د بلخ د قوماندانۍ ځواکونو چې د عطا محمد نور د پلویانو ملاتړ ورسره وو، د پجشنبې په ورځ یې د پولیسو د ۸۸۸ ځانګړې قطعي له ځواکونو سره نښته کړه.

له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د عطامحمد نور مخالفت، د مزارشریف د ښار د تړل کېدو لامل شو.

په‌دې وروستیو کې د بلخ د پخواني امنیه قوماندان اکرم سامع پر ځای عبدالرقیب مبارز ګمارل شوی او د پنجشنبې په ورځ يې په رسمي توګه دنده پیل کړه.

عبدالرقیب مبارز
عبدالرقیب مبارز

په ولسي جرګه د بلخ ولایت استازی محمد عبده وايي، د حکومت د ګمارنو پر وړاندې ودرېدل، یو بغاوت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"ګمارل او تبدیلول د حکومت له دندو څخه دي، دا بغاوت او جنجال ته اړتیا نه‌لري. په خواشینۍ سره د نوي قوماندان له معرفي کېدو سره دغه ستونزه پېښه شوه چې په هېڅ وجه منطقي نه‌وه."

ښاغلی عبدو له حکومت او امنیتي ځواکونو غواړي چې د مزار شریف وضعیت وڅاري.

دی ټینګار کوي هغو غیر مسؤلو وسله‌والو چې د پنجشنبې په ورځ‌یې په مزار شریف ښار کې وېره او ترهه خپره کړه باید بې وسلې شي.

راپور: خان محمد سیند

۱۸:۱۶ ۲۳.۱۲.۱۳۹۷

د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلانو ته معرفي شو.

عبدالرقیب مبارز، د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال عبدالفتاح فروغ له لوري د امنیه قوماندانۍ مسوولانو ته معرفي شو.

تردې مخکې د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې د پخواني امنیه قوماندان د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې چې ویل کېږي لږ تر لږه ۱۳ تنه په‌کې ژوبل شوي دي.

د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي.

له بلې‌خوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن په‌داسې حال کې چې د پولیسو او غیر مسؤلو وسله‌والو ترمنځ نښته روانه وه، په یوه خبري غونډه کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا رئیس افضل حدید وویل چې باید د بلخ د امنیه قوماندان د تبدیلی پر سر له زغمه کار واخېستل شي.

ده وویل چې بلخ د نوي کال د مېلې په درشل کې دی او ټاکل شوې ده چې زرګونه مېلمانه ورته راشي، نو باید په‌دې وخت کې وضعیت ناکرار نه کړل شي.

له بلې خوا د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د مزارشریف جګړه دسیسه بللې او له خلکو غوښتي چې د خپل «حیثیت» او «عزت» د دفاع لپاره راپورته شي.

د کورنیو چارو وزارت نن ازادي راډیو ته وویل چې ۲۵ غیر مسؤل وسله‌وال یې نیولي دي.

په همدې حال کې په بلخ کې د شاهین قول اردو مسؤلان وايي چې د اردو ځواکونه هم د پولیسو او د پخواني امنیه قوماندان د وسله‌والو کسانو ترمنځ په نښته کې د بلخ د نوي امنیه قوماندان په ننګه ښار ته استول شوي دي.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په‌دې اړه نور جزئیات څرګند نه‌کړل، خو ویې ویل چې د خلکو امنیت ته د لومړیتوب ورکولو په خاطر د اردو ځواکونه میدان ته راوتلي دي.

د ملي اردو هليکوپټرونه هم د مزارشریف ښار دپاسه ګرځي.

۱۷:۴۵ ۲۳.۱۲.۱۳۹۷

په بلخ کې د افغان ځواکونو او د هغه ولایت د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ نښتو کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما په خپله توېټرپاڼه کې په‌دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ته احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر چې عطا محمد نور یې هم د انتخاباتي ټيم برخه ده، د حکومت دا اقدام ناسم بللی او ویلي یې دي چې پوځي حرکتونه باید ترسره نه‌شي او مخه دې ونیول شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG