افغانستان
د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت مسؤلانو ته معرفي شو
د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلانو ته معرفي شو.
عبدالرقیب مبارز، د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال عبدالفتاح فروغ له لوري د امنیه قوماندانۍ مسوولانو ته معرفي شو.
تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې د پخواني امنیه قوماندان د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې چې ویل کېږي لږ تر لږه ۱۳ تنه پهکې ژوبل شوي دي.
د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي.
له بلېخوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن پهداسې حال کې چې د پولیسو او غیر مسؤلو وسلهوالو ترمنځ نښته روانه وه، په یوه خبري غونډه کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د ولایتي شورا رئیس افضل حدید وویل چې باید د بلخ د امنیه قوماندان د تبدیلی پر سر له زغمه کار واخېستل شي.
ده وویل چې بلخ د نوي کال د مېلې په درشل کې دی او ټاکل شوې ده چې زرګونه مېلمانه ورته راشي، نو باید پهدې وخت کې وضعیت ناکرار نه کړل شي.
له بلې خوا د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د مزارشریف جګړه دسیسه بللې او له خلکو غوښتي چې د خپل «حیثیت» او «عزت» د دفاع لپاره راپورته شي.
د کورنیو چارو وزارت نن ازادي راډیو ته وویل چې ۲۵ غیر مسؤل وسلهوال یې نیولي دي.
په همدې حال کې په بلخ کې د شاهین قول اردو مسؤلان وايي چې د اردو ځواکونه هم د پولیسو او د پخواني امنیه قوماندان د وسلهوالو کسانو ترمنځ په نښته کې د بلخ د نوي امنیه قوماندان په ننګه ښار ته استول شوي دي.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي پهدې اړه نور جزئیات څرګند نهکړل، خو ویې ویل چې د خلکو امنیت ته د لومړیتوب ورکولو په خاطر د اردو ځواکونه میدان ته راوتلي دي.
د ملي اردو هليکوپټرونه هم د مزارشریف ښار دپاسه ګرځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې نن د ورښتونو او احتمالي سېلونو د بهېدلو اټکل شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې، په تخار، بغلان، بامیان، پنجشېر، سرپل، جوزجان، دایکنډي، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس او هرات کې نن له پنځلسو تر پنځهدېرش ملي متره پورې د ورښتونو امکانات شته.
د دې خبرپاڼې لهمخې په لوړو او سړو سیمو کې ممکن نن واورې ووریږي.
پهدې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.
ترکيې ۱۲۸ کډوال نيولي چې افغانان هم پهکې شامل دي
د ترکیې سمندري ځواکونو یوسل او اتهویشت کډوال د چاناق قلعه په ولایت کې نیولې دي.
ترکیي رسنیو پرون راپور ورکړ چې دا کډوال د افغانستان او ایران اتباع دي چې، شاوخوا پنځهدېرش کسان یې په وچه کې نیول شوې دي او نور یې د امنیتي ځواکونو د دوو نورو عملیاتو په ترڅ کې په اوبو کې د سفر پرمهال پېژندل شوي او نیول شوې دي.
ترکیې له تېرې اوونۍ راهیسې د غیرقانوني کډوالو پرضد په خپل هېواد کې عمومي عملیات پيل کړې دي.
د ترياکو د توليد په برخه کې طالبانو د ملګرملتونو راپور رد کړ
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له جرمونو او مخدر موادو سره د مبارزې راپور د تریاکو د تولید د زیاتېدو په برخه کې رد کړ.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون په یوه بیان کې وویل چې، د دوی د ارزونو لهمخې د تېر یوه کال په ترڅ کې په افغانستان کې د مخدر موادو په تولید کې د پام وړ کمی راغلی دی.
له جرمونو او مخدر موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې پرون وویل، په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د تریاکو تولید د وړم کال په پرتله دېرش په سلو کې زیات شوی دی.
د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوې دي چې، سږکال په افغانستان کې څلور سوه درې دېرش ټنه اپيوم تولید شوې دي.
مولوي يعقوب مجاهد د پاکستان له سفير سره د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن پر خپلې ایکسپاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، ښاغلي مجاهد نن په خپل دفتر کې له نظاماني سره وکتل.
د مجاهد په حواله راغلي، د دواړو هېوادونو د پایداره اړیکو په موخه طالبان د پاکستان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
وړاندي راغلي، نظاماني هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا تاکید کړی دی.
دا لیده کاته پهداسې حال کې دي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو په لاریونونو کې د شاوخوا شل تنو افغانانو د نیولو کېدو خبر ورکړل شوی دی.
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه ټيټه شوې ده
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره (UNODC) وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه په پرلهپسې ډول له دوو کلونو راهیسی راټيټه شوې او د ۲۰۲۴ کال تر پایه به ۴۳۳ ټنو ته ورسېږي.
خو په ورته وخت کې د دغې ادارې په اعلامیه کې، چې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۷ مه) خپره شوې راغلي چې، دا شمېره د ۲۰۲۳ کال پرتله دېرش سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګروملتونو په باور د دې زیاتوالي سربېره بیا هم د ۲۰۲۲ کال د تولید له کچې اوسنۍ کچه ۹۳سلنه ټیټه ده.
د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د دغه سازمان د اجراییوي رییس غدا ولي له قوله ویلي، نړیوالې هڅې باید همغږي شي، څو د کوکنارو د کښت لپاره قانوني او اقتصادي بدیلونه لکه په زېربناو، کرنیزو سرچینو او د افغان کلیوالو د ژوند پر بنسټيزو برخو پانګونه وشي.
د دغه سازمان د معلوماتو لهمخې، د کوکنارو کښت او تولید د افغانستان له جنوب لوېدیځو ولایتونو څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی، چې د تریاکو د تولید دوه پر درېیمه برخه متمرکزه ده.
بلېنکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د استازو جرګې ته معلومات ورکوي
د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن بلاخره موافقه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کانګرس د استازو په جرګه کې خبرې وکړي.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې چې جمهوريبال په کې اکثریت دي دا خبر له اوږدو لانجو وروسته پرون ورکړ.
د کمېټې مشر مایک مککال وویل، بلېنکن منلې چې د ډسمبر په ۱۱مه به دې کمېتې ته حاضر شي او د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو په اړه به علني خبرې وکړي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ګډودي هغه لانجمنه مسئله ده چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې یې سیوری لا هم د امریکا پر سیاسي چاپېریال پروت دی.
پاکستاني چارواکي په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه جزییات وړاندې کوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د پاکستان په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن رسنیو ته جزییات وړاندې کړي.
محسن نقوي چې تېره شپه د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره د پوځ تر عملیاتو وروسته خبرې کولې همداراز زیاته کړه چې په نژدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یوه مهمه پرېکړه اعلان شي.
هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
د پاکستان مخکیني موقت حکومت د ۲۰۲۳م کال په نوامبر میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د دې پلان په ترڅ کې لسګونه زره افغان کډوال چې د پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل په جبري ډول افغانستان ته واستول شول.
هغه مهال پاکستاني چارواکو تور لګولی و چې د پاکستان په ناامنیو کې افغان کډوال لاس لري.
د نورالدین عزیزي په مشرۍ یو طالب پلاوی د ترکیې په جوړېدونکي نندارتون کې ګډون کوي
د طالبانو حکومت وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی یې د تولیداتو په هغه ننداراتو کې ګډون کوي چې په استانبول کې جوړېږي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختري خبري اژاس ویلي چې د "حلال استانبول" په نوم دې نندارتون کې د ګډون لپاره ترکیې ته په تللي پلاوي کې افغان سوداګر او پانګهوال هم شامل دي.
ټاکل شوې دا نندارتون نن چهارشنبې پیل او درې ورځې دوام وکړي چې د چارواکو په وینا به په کې د افغانستان د غالیو، قیمتي ډبرو او وچې میوې په شمول صاداراتو لپاره اته غرفې هم کېښودل شي.
په دې سفر کې د طالبانو له سرپرست وزیر سره د افغانستان د خصوصي سکتور ۳۰ تنه استازي هم ملتیا کوي.
په ځینو سویلي ولایتونو کې د سیمهییزو ټولګیو تړل؛ یونېسف: روان وضعیت په دقیقه څېړو
له هغه خبر وروسته چې طالبانو د افغانستان په یو شمېر سویلي ولایتونو کې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ سیمهییز ټولګي وتړل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ د نومبر ۲۶مه ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل د افغانستان په سویلي ولایتونو کې روان وضعیت په دقیقه توګه څېړي او ژر به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.
یو شمېر سیمهییزو سرچینو چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پرون ازادي راډيو ته وویل چې په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې سلګونه سیمهییز ټولګي چې د یونېسف، اروپايي ټولنې، د ناروې د کډوالو د شورا، نړیوال بانک او نورو نړیوالو بنسټونو لهخوا تمویلېږي د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په حکم تړل شوي دي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې په کندهار او هلمند کې يو شمېر سيمهييز ټولګي چې د نړيوالو موسسو لهخوا تمويلېدل، تړلي دي.
ریچارډ بینېټ يوځل بيا طالبان د افغان ښځو پر وړاندې په سيستماتيک جنسيتي جبر تورن کړي
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي يوځل بيا طالبان د افغان ښځو پر وړاندې په سيستماتيک جنسيتي جبر تورن کړي دي.
ریچارډ بینېټ د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶مه په یوه ویډیو پيغام کې چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت پر خپل ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر کې خپره کړې، ویلي: "په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ژورې ریښې لري چې د طالبانو د سیستماتیک جنسیتي جبر او تبعیض له امله زیات شوی او دا جبر په دې وروستیو کې د اخلاقي قانون په تصویب سره نور هم بنسټیز شوی دی."
د ۲۰۲۱م کال له اګسټ راهیسې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، دوی پر افغان ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.