د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

په بلخ کې د پنجشنبې ورځې د پېښې د ټپیانو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد

د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي. له بلې‌خوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن په‌داسې حال کې ...

په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده.

دا وسله واله نښته د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ امنيتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

د ازادي راډیو خبریال د پېښې له ځایه خبر ورکوي چې غیر مسول وسله‌وال په شخصي جامه کې هم د پېښې په ځای کې لیدل کېږي.

۱۷:۰۲ ۲۳.۱۲.۱۳۹۷

له مزارشریفه را رسېدلي راپورونه وايي چې په‌دې ښار کې ډزې روانې دي.

په مزارشریف کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د بلخ د لېرې کړل شوي امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع د پلویانو او د پولیسو د ۸۸۸ قطعې د ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ژوبل شوي او د ابوعلي سینا ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې روغتون سرطبیب ډاکټر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي.

د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نصرت رحیمي مخکې ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو ۲۵ غیر مسؤل وسله‌وال نیولي دي او نوی امنیه قوماندان قوماندانۍ ته رسېدلی دی.

په مزارشریف ښار کې وروسته له دې وضعیت کړکېچن شو چې پخواني والي عطا محمد نور د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره مخالفت وکړ او دوکاندارانو ته یې وویل چې دوکانونه او مارکیټونه بند کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي.

د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.

د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د غیر مسؤلو وسله‌والو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.

جنرال عبدالرقیب مبارز د جنرال اکرم سامع پر ځای د بلخ نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

۱۵:۴۱ ۲۳.۱۲.۱۳۹۷

له مزارشریف څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې په‌دې ښار کې ډزې روانې دي.

له مزارشریفه د ازادي راډیو خبریال وايي چې د بلخ د لېرې کړل شوي امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع د پلویانو او د پولیسو د ۸۸۸ قطعې د ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په مزارشریف ښار کې وروسته له دې وضعیت کړکېچن شو چې پخواني والي عطا محمد نور د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره مخالفت وکړ او دوکاندارانو ته یې وویل چې دوکانونه او مارکیټونه بند کړي.

له بلې‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي.

د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.

د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د غیر مسؤلو وسله‌والو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.

جنرال عبدالرقیب مبارز د جنرال اکرم سامع پرځای د بلخ نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

۱۵:۲۴ ۲۳.۱۲.۱۳۹۷

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د نوي امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره د دغه ولایت د پخواني والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رئيس عطامحمد نور د مخالفت له کبله د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی ښکاري.

د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.

د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د غیر مسوولو وسله‌والو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.

جنرال عبدالرقیب مبارز د جنرال اکرم سامع پر ځای د بلخ نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

۱۵:۲۰ ۲۳.۱۲.۱۳۹۷

په بلخ کې د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره د دې ولایت د پخواني والي عطا محمد نور له مخالفت وروسته د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی دی.

په مزارشریف کې د ازادي راډیو خبریال وايي، نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د دې ولایت د خاصو ځواکونو په قطعه کې دی، امنیه قومانداني د ځانګړو ځواکونو له لوري محاصره شوې او د بلخ برطرفه شوي قوماندان اکرم سامع امر کړی چې دوکانونه او مارکیټونه دې بند وي.

په همدې حال کې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رئيس عطا محمد نور د فېسبوک له لارې له دولتي مامورینو غوښتي چې کار ته حاضر نه‌شي.

ده له دوکاندارانو هم غوښتي چې دوکانونه پرانه‌نېزي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې سهار وختي په ښار کې په شخصي جامو کې وسله‌وال ګرځېدل، خو اوس نه لیدل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG