د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي. له بلېخوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن پهداسې حال کې ...
په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده.
دا وسله واله نښته د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ امنيتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
د ازادي راډیو خبریال د پېښې له ځایه خبر ورکوي چې غیر مسول وسلهوال په شخصي جامه کې هم د پېښې په ځای کې لیدل کېږي.