د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۳

اجرائیه رئیس: څو چې سوله ټینګېږي د نړیوالو ځواکونو حضور ته اړتیا شته


عبدالله: د سولې تر راتلو د نړیوالو ځواکونو حضورته اړتیا ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:24 0:00

عبدالله: د سولې تر راتلو د نړیوالو ځواکونو حضور ته اړتیا ده

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، اوسنیو شرایطو ته په پام سره په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو حضور ته اړتیا شته.

عبدالله عبدالله وویل، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل یوازې د طالبانو غوښتنه نه، بلکې د دې هېواد د خلکو غوښتنه هم ده.

خو عبدالله له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې پر دې خبرې ټینګار وکړ چې نړیوال ځواکونه دې د سولې تر ټینګېدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان غواړي چې بهرني قوتونه په افغانستان کې ونه‌اوسي. دا د دوی غوښتنه ده او دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده، خو زموږ یا د افغانستان د خلکو په نظر د دغو قواوو حضور ته تر هغو چې په‌دې هېواد کې سوله راځي او جګړه روانه وي اړتیا شته، خو جګړه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له حضور مخکې هم د طالبانو او د افغانستان د نورو خلکو ترمنځ پیل شوې وه."

په اوس وخت کې شااوخوا ۱۶ زره نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

په اوس وخت کې شااوخوا ۱۶ زره نړیوال ځواکونه په افغانستان کې دېره دي.
په اوس وخت کې شااوخوا ۱۶ زره نړیوال ځواکونه په افغانستان کې دېره دي.

د دغو ځواکونو ۱۴ زره‌یې امریکایي سرتېري دي.

امریکایي رسنیو په تېرو څو میاشتو کې راپور ورکړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره نیت لري چې نیمایي یعنې اووه زره امریکایي سرتېري له افغانستانه وباسي.

ټرمپ ویلي چې متحده ایالات په کال کې ۵۰ میلیارده ډالره په افغانستان کې مصرفوي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې افغان ولسمشر اشرف غني د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې ولسمشر ټرمپ ته په یوه استولي لیک کې وړاندیز کړی چې په‌دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو د ساتلو لپاره دې د هغوی لګښتونه کم کړي.

عبدالله د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ ته په استولي لیک کې له تاسو سره هم مشوره شوې وه، وویل:

"په‌دې کې مشوره نه‌وه شوې، خو زه وایم چې په ټولو مسایلو کې به معنی د مشورې دا نه‌وي چې کارونه له خنډ یا ځنډ سره مخامخ کېږي، بلکې مشورې ته اړتیا شته."

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د سولې تر ټینګېدو د نړیوالو ځواکونو پر پاتېدو په‌داسې حال کې ټینګار کوي چې طالبانو له امریکایي پلاوي سره په خبرو کې له دې هېواده د ټولو نړیوالو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدلله له طالبانو سره په قطر کې د سولې روانو خبرو ته په اشاره وویل چې دا ډله د سولې له دغو خبرو اترو د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخلي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه چې د خلکو دا اندېښنې چې ښایي د طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې په خبرو کې یوه معامله وشي پر ځای وبللې، خو تأکید یې وکړ چې د افغانستان پر وړاندې هېڅ ډول دسیسه روانه نه‌ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، د خلکو دغه اندېښنې به بیا هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره چې بېرته افغانستان ته راشي، مطرح کړي.

د افغان چارواکو په وینا ښاغلي خلیل‌زاد له دې مخکې هم له طالبانو سره د ترسره کړو خبرو جزئیات د حکومت له مشرانو سره شریک کړي دي.

XS
SM
MD
LG