د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

عبدالله: په قطر کې د سولې د خبرو په اړه افغانان هم هیله‌مند دي او هم اندېښمن


ارشیف، د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ارشیف، د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

په‌داسې حال کې چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې اترې روانې دي، د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، د روانو خبرو په اړه اندېښنې موجودې دي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۰» يې د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې د دغه خبرو اترو ځینې برخې خلکو ته واضح نه‌دي، خو په خبره‌یې هڅه کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي.

نوموړي وویل:

"افغانان له یوې خوا هیله‌مند دي او له بله پلوه اندېښمن ځکه د دغه خبرو ځینې برخې خلکو ته تر دې دمه واضح نه‌دي، نو ځکه خلک اندېښنې لري، ځیني مسایل دي که پام ورته ونه‌شي، نو د سولې خبرې به هم مخته لاړې نه‌شي او بیا به رښتینې معنی ونه‌لري."

ښاغلي عبدالله همدا شان وویل چې طالبان اوس هم په پخوانۍ هوا کې دي.

نوموړي وویل چې هېڅکله به له طالبانو سره په اسلامي جمهوریت معامله ونه‌شي او په‌دې برخه کې افغان حکومت او ټول سیاسیون شریک نظر لري.

له دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او په سیمه‌ییزه اجماع کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم ویلي و چې اسلامي جمهوريت د حکومت لپاره سره کرښه ده او اسلامي امارت‌يې هېڅ‌کله ځای نه‌‌شي نیولی.

ښاغلي داوودزي دا هم ویلي و چې د امریکا د استازو او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو اندېښمن دی ځکه د جزئیاتو په اړه‌يې خبر نه‌لري.

خو د افغان ولسمشر ویاند هارون خچانسوري تېره جمعه ازادي راډيو ته ويلي و چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تماس کې دى او د روانو مذاکرو په اړه معلومات ورسره شريکوي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون خچانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون خچانسوري

دا خبرې په‌داسې حال کې کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو له دوو اوونیو راهیسې په قطر کې روان دی.

که څه هم د دغو خبرو جزئیات تر اوسه رسنیو ته نه‌دي رسېدلي، خو دواړو لورو ویلي چې دغه خبرې په ښه توګه پر مخ روانې دي او پرمختګ په‌کې شوی دی.

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د روانو خبرو اترو یو څارونکی حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډيو ته ویلي چې د قطر خبرې خپل حساس پړاو ته داخلې شوې دي.

د راپورونو پر بنسټ په روانو خبرو کې وسله‌وال طالبان لا هم له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د قطر په خبرو کې د افغانستان په راتلونکي بحثونه کېږي، نو افغانان حق لري چې د دغه مذکراتو له جزئیاتو خبر واوسي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو غړی داوود کلکانی
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو غړی داوود کلکانی

د دغه کمېسیون غړي داوود کلکاني وویل:

"د طالبانو او امریکا ترمنځ چې کومې خبرې اترې روانې دي باید خلک ترې خبر واوسي، څو اندېښنې ونه‌کړي، اوس چې د بندو دروازو تر شا خبرې جریان لري دا افغان حکومت او خلکو ته د اندېښنې وړ مسئله ده."

دی وایي، که طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه‌شي جګړه دوام پیدا کوي او په‌دې سره به په هېواد کې سوله ټینګه نه‌شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG