د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

عبدالله: ټول سیاسي مشران باید د سولې د لارې د خلاصون لپاره متحدانه کار وکړي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د ملي وحدت حکومت لپاره عادلانه سوله لومړیتوب لري او ټول سیاسي مشران باید د سولې د لارې د خلاصون لپاره متحدانه کار وکړي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس له ټولو افغان سیاستوالو غواړي چې د عادلانه سولې او ملي ګټو لپاره یو ځای کار وکړي.

عبدالله عبدالله چې د شنبې په ورځ یې د پخواني افغان ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د پنځم تلین په یاد غونډه کې یې وینا کوله، وویل چې سوله د ټولو افغانانو لپاره مهمه ده.

ده وویل:

"د هېواد د یوه وګړي او د ملي یووالي د حکومت د یو مسؤل په توګه دا بیا تکراروم چې عادلانه سوله موږ ته لومړیتوب لري، په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو لپاره مهمترینه موضوع سوله ده، مشران او موږ ټول باید د خپل هېواد د سترې ملي ګټې لپاره یو ځای سره راټول شو او د افغانستان د خلکو لپاره لاره اسانه او خلاصه کړو چې خلک په سوله کې ژوند وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې پنځم پړاو خبرې روانې دي.

که څه هم د دغو خبرو په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو طالبان وايي چې له امریکايي پلاوي سره د سولې په بهرني اړخ خبرې کوي.

ټاکل شوې وه چې د سولې پنځم پړاو خبرې درې ورځې دوام وکړي، خو اوس دغه خبرې دیارلسمې ورځې ته داخلې شوې او لا هم روانې دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

​پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ماشارل محمد قسیم فهیم د پنځم تلین په یاد غونډه کې وینا وکړه او ویې ویل، د سولې لپاره د امریکا هڅې تأییدوي او هیله یې څرګنده کړه چې ډېر ژر به سوله ټینګه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د مسکو په غونډه کې ثابته شوه چې جګړه په افغانستان تحمیل شوې او ټول د سولې هیله لري.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي په دغه ناسته کې وویل چې سوله د راکړې ورکړې یوه پروسه ده او یوه اړخیزه نه پلې کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان یو ځل بیا امارت ته نه ستنېږي او حکومت د طالبانو تسلیمي هم نه غواړي.

د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي
د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي

نوموړي وویل:

"د حکومت او طالبانو رهبري باید پوه شي چې سوله د خلکو غوښتنه ده او په اساسو شرایطو کې قرار لرو چې باید ورنه استفاده وشي او د خلکو غوښتنه عملي کړو، که طالبان امارت غواړي، هېڅ کله به هم د دوی دغه خوب رښتیا نه شي او که دا خوا د سولې د غوښتنې په وړاندې درېږي بیا به هم بریالي نه وي."

د نوموړي په وینا، د خلکو د سولې غوښتنې څپه پیل شوې او عملي به شي.

په ورته وخت کې پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په همدې غونډه کې وویل چې د یوې باعزتې سولې لپاره له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې ملي حاکمیت او لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

نوموړي هم د حکومت او سیاستوالو په یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په خبرو کې باید د دولت او ملت غوښتنې شریکې وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG