افغانستان
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بحث کېږي
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوترش پر راپور بحث وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر «یوناما» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په نیویارک به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي.
له بلېخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دفتر پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پهدې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې سازمان د منشي انتونیو ګوترش په راپور کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سمدستي خبرو غوښتنه شوې او پهکې د ښاغلي ګوترش له قوله ټینګار شوی چې سوله یوازې د هر اړخیزو بینالافغاني خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د یوناما نوی درې میاشتنی راپور: د پخواني پوځ لږترلږه ۱۴ سرتېري وژل شوي دي
په افغانستان کې د م. م مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي چې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر او نوامبر میاشتو ترمنځ د پرځېدلي جمهوري نظام لږترلږه ۱۴ سرتېري په دې هېواد کې وژل شوي دي.
یونا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې نن (د سلواغې ۱۹مه) خپور شو ویلي دي چې په همدې موده کې یې د پخوانیو پوځیانو د خپلسرو نیونو لږترلږه ۲۸ او له هغوی سره د ناوړه چلند یا شکنجې ۷ موارد ثبت کړي دي.
د یوناما د راپور له مخې دا کسان تازه له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو. راپور همداراز زیاتوي چې د ډسمبر په ۹مه د پروان ولایت په دوبندي او سنګي خېلو سیمو کې له پخواني دولت سره تړلي دوه کسان هم په جلا پېښو کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د تېر پرځېدلي نظام د امنیتي او دفاع ځواکونو یوشمېر غړي د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.
د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې د دې ډلې له خوا د پخوانيو پوځیانو د وژنو، نیونو او شکنجو اړوند راپورونه رد کړي دي.
د بشري حقونو ډلې وايي طالبان د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني دولت د چارواکو او پرسونل غچ اخیستونکو وژنو او جبري لادرکه کولو ته دوام ورکوي.
افغانستان په شل اووریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریز نړیوال جام کې نن خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.
لوبه افغانستان پیل کړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلنډ ملي لوبډلې دا هدف په اتلسم اوور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو او ۱۳ بالونو په سپمولو سره وګټله.
د هند او سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۲۶ کال د شل اووریز کرکټ نړیوال جام پرون (د فبروري ۷مه) پیل شو.
په دې جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی او دا یې لومړۍ لوبه وه.
افغانستان په شل اووریز نړیوال جام نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې د افغانستان د نیوزیلنډ سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بېټینګ یا توپ وهنې پرېکړه وکړه او ترپایه یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د ۲۰۲۶ کال د شل اووریز نړیوال جام لوبې چې پرون پیل شوې سږکال د هند او سریلانکا په کوربه توب ترسره کېږي او دا د افغانستان لومړۍ لوبه ده.
نړیوال جام کې افغانستان او نیوزیلنډ لوبه لري
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ په وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه د بنګلور په چینای سټډيوم کې ده چې د سهار له لسو پیلیږي.
افغانستان په شل اووریزو لوبو کې دوه واره له نیوزیلنډ سره مخ شوی. لومړی وار نیوزیلنډ ګټلې او وروستی وار چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام وو افغان ټیم بریا خپله کړې وه.
د افغان لوبډلې کپټان راشدخان ویلي چې له سختو سیالانو سره مخ دي خو لوبغاړي او دی به په میدان کې دوه سوه فیصده هڅه کوي څو ښې لوبې وکړي.
افغان ټیم د کرکټ د نړیوال جام په ډي ګروپ کې پر نیوزیلنډ سربېره له جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخ دی.
اذربایجان ۱۴ افغان بندیان خوشې کړل
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت له زندانونو څخه د ۱۴ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې ۱۴ افغان بندیان د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه په امر خوشې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت د دې اقدام څخه مننه څرګنده کړې خو دا یې نه دي لیکلي چې دا افغانان په کومو تورونو په اذربایجان کې بندیان وو.
د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په شپږمه هم د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۱۰۸ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی وو.
ویل شوي چې دا بندیان د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت د متحده عربي اماراتو د مشرتابه لخوا خوشې شوي دي.
متحده عربي اماراتو د تېر کال په لومړیو کې هم له ۴۰ څخه ډیر افغان بندیان خوشې کړي وو.
بدخشان کې مرګونې ټرافیکي پېښه؛ ۱۲ کسان مړه دي
په بدخشان ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې دولس کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې د شنبې په ورځ یو فلانکوچ ډوله موټر په ارغنجخواه ولسوالۍ کې له سړک څخه ووت او یوې کندې ته ولوېد.
ماشومان او ښځې هم په قربانیانو کې شاملې دي.
د طالبانو د حکومت د ترافیکو ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه بې احتیاطه موټر چلوونکي، د ترافیکي مقرراتو سره سم عمل نه کول، له حده زیات سرعت، له نورو موټرو څخه غیر ضروري اوښتل او د موټرو ترمنځ د خوندي واټن نه ساتل دي.
داعش د اسلام اباد د برید پړه په غاړه واخیسته
داعش خراسان څانګې په اسلام اباد کې د پروني برید مسوولیت ومانه او دا په داسې حال کې چې کابل د پاکستان دا ادعا رد کړه چې په دې برید کې افغانستان لاس درلود.
په دې حمله کې چې د جمعې د لمانځه پرمهال د اسلام اباد په لمن کې د شیعه و پر یوه جومات وشوه لږ تر لږه یو دیرش کسان وووژل شول او شاوخوا یوسل او اویا نور ټيان شول.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تر پرونۍ حملې وروسته ادعا وکړه چې بریدګر له افغانستان سره اړیکې لري، خو کابل دا تور رد کړ.
د طالبانو دفاع وزارت وویل چې پاکستان ډیری وخت د شواهدو له وړاندې کولو پرته تر بریدونو وروسته افغانستان ملامتوي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه بیان کې زیاته کړه چې دا ډول تورونه د پاکستان داخلي امنیتي ناکامۍ نه شي پټولی.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې نن د یوشمیر هغو قربانیانو د جنازې مراسم ترسره کیږي چې په پروني برید کې ووژل شول.
خلیلزاد: طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.
زلمي خلیل زاد د هند ( این ډي ټي وي) ته وویل چې واشنګتن په افغانستان کې د لږ تر لږه دوو امریکایي اتباعو د خوشي کیدو غوښتنه کوي.
خلیلزاد له دې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې په برخه کې د امریکا رضایت ترلاسه کړی دی او د دوی د هڅو په لړ کې د داعش ډیر غړي له افغانستانه وتلي دي چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي.
خلیلزاد دا یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو او د هغو افغانانو د سیاسي رول په اړه اندیښنې په خپل ځای دي چې د طالبانو په حکومت کې نه دي.
د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوال جام لوبې په هند او سریلانکا کې پیلېږي
نن د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام چې افغانستان هم پکې دی پیلېږي. د سږني نړیوال جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې ترسره کېږي.
دا لړۍ په دریو لوبو پیلېږي؛ د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو په کولمبو کې د پاکستان او هالنډ، د ماسپښین په یوه بجه په کلکته کې د سکاټلنډ او ویست انډیز او د مازیګر په ۶ بجو په مومبی کې د هند او امریکا لوبډلې لوبې سره کوي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به سبا یکشنبې د کابل د ورځې په ۱۰ بجو له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې وي.
په سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د فبروري له اوومې څخه د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی.
اروپايي ټولنه خپل هېواد ته د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملی کوي چې نه دي منل شوي
اروپايي ټولنه وايي، د هغو افغان وګړو د ایستلو پلان عملي کوي چې د ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې حق یې نه دی ترلاسه کړی.
د اروپايي ټولنې ویاند مارکوس لامرت اوس اوس ویلي دي چې د دې ټولنې چارواکي افغانستان ته دوه تخنیکي سفرونه وکړل څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي ستنولو د تنظیم چارې وڅېړي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دې اعلان د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لوبې کمیشنرۍ UNHCR اندېښڼې پارولې دي. د UNHCR ویاند عرفات جمال ویلي، دا د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده ځکه داسې ښکاري چې دا پالیسي د واقعي پوهې نه بلکې د غبرګون او احساساتو پربنسټ ولاړه ده
د احصاییو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د سیاسي پناه په غوښتونکو کې د افغانانو شمېر تر ټولو ډېر و، او له افغانانو وروسته د وینزویلا او سوریې کډوال وو.