د سوريې ډموکراتيک ځواکونه چې امريکا يې ملاتړ کوي، وايي چمتو دي هغه وروستۍ سيمه هم چې د داعش په ولکه کې ده، ونيسي.
د سوريې هغه ځواکونه چې امريکا يې ملاتړ کوي وايي، هغه وخت چې داعش جنګياليو ته د تسليمېدو لپاره ټاکل شوى و، پاى ته رسېدلى دى.
د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو يوه وياند مصطفى بالي پرون يکشنبه په ټويټر کې وليکل چې د کُردانو په رهبرۍ د دوى ځواکونه پر هغه سيمه حملې بيا پيلوي چې د داعش جنګياليو په کنټرول کې ده.
اسوشیټېډ پرس د مصطفى بالي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، دا حملې پهداسې حال کې پيلېږي چې د دېرالزور ولايت له باغوز سيمې په زرګونه ملکيان وتلي دي.
دا په سوريه کې وروستى کلى دى چې لا هم د داعش جنګياليو په کنټرول کې دى.
د فرانسې خبري اژانس د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو د وياند مصطفى بالي په حواله راپور ورکړى چې د جګړې پر لومړۍ کرښه پرتو ځواکونو ته د مخکې تګ امر شوى او ممکن هره شېبه د دوى حمله پيل شي.
د سوريې ډموکراتيکو ځواکونو چې کُردانيې رهبري کوي، د مارچ مياشتې پر لومړۍ او دوهمه د داعش پر ضد د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف د شديدو بمباريو په مرسته په دې محاصره شوې سيمه کې پرمختګ وکړ او په سيمه کې د راګېرو شويو ملکيانو د وتلو لپارهيې يوه خوندي لار برابره کړله.
د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو او نړيوال ائتلاف تر دغو ګډو عملياتو وروسته د څلورو ورځو په جريان کې په زرګونه ملکيان او ډېرى جنګيالي له باغوز سيمې ووتل.
د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو وياند وايي، د کُردانو په رهبرۍ د دوى ځواکونه تيار دي، هغې سيمې چې لا د داعش ډلې په کنټرول کې دي، بېرته ونيسي.
دا پهداسې حال کې ده چې د سوريې د اپوزېسيون فعالان وايي، پرون په لسګونه کسانو په درعا ښار کې د سوريې د پخواني ولسمشر حافظالاسد د يوې مجسمې د جوړېدو په مخالفت کې مظاهره وکړه.
د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې په بريتانيا کې دېره ده وايي، مظاهرهچيان د درعا په مرکز کې سره راغونډ شول، «ژوندۍ دې وي سوريه» او «مړ دې وي بشارالاسد» شعارونهيې ورکول.
درعا هغه ښار دى، چې د ٢٠١١ میلادي کال په مارچ مياشت کې له عرب پسرلي په الهام پهکې سولهييزې مظاهرې پيل شوې، خو وروسته په وسلهواله جګړه واوښتې.
د سوريې په کورنۍ جګړه کې تر ٤٠٠ زرو ډېر کسان وژل شوي او په میليونونه نور له خپلو کورونو بېځايه شوي دي.