د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

سي. پي. جی: د تېرکال تر ډېسمبره له ټولو ۲۵۱ بندي خبریالانو ۳۳ یې ښځې دي


د خبریالانو یوې مدافع ټولنې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړیوالو پاملرنه د هغو ښځو قضیو ته اړولې چې د راپور ورکولو له کبله په بېلابېلو هېوادونو کې بندیانې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې CPJ نن د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې د تېرکال تر ډېسمبر میاشتې پورې په بېلابېلو هېوادونو کې له ټولو ۲۵۱ بندي خبریالانو څخه لږترلږه ۳۳ یې ښځې دي.

CPJ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، وايي چې له دې ډلې یوازې ترکۍ خبریاله او هنرمنده زهرا دوغان چې له حکومت سره د مخالفت په تور نیول شوې وه، د خپل حبس د دورې له بشپړولو وروسته تېره میاشت خوشې شوه.

ترکیه د نړۍ هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات خبریالان یې بندیان کړي دي او همداراز د ټولو ۶۸ ښځینه خبریالانو له ډلې ۱۴ خبریالانې هم په ترکیه کې بندیانې دي چې د ښځینه بندي خبریالانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

خبریاله خدیجه دومان له همدې ښځو څخه ده چې د ترکیې په مارکسیست- لینینست- کمونیست ګوند کې د غړیتوب په جرم په عمري بند محکومه شوې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د محکمې د اسنادو له څېړلو وروسته ورته څرګنده شوې ده چې دا تور بې بنسته دی.

چین اووه ښځينه خبریالانې په بند کې اچولي چې له دې ډلې درې تنه یې په سینکیانګ ایالت کې د اویغور مسلمانانو په اړه د راپور په ورکولو تورنې شوې دي.

سعودي عربستان څلور ښځینه خبریالانې بندیانې کړي چې ټولې پر ښځو د موټر چلولو د بندیز له کبله پر شاهي نظام د انتقادونو په خاطر تورنې شوې دي.

اسرائیلو دوه بلاګ لیکونکې مېرمنې پر حکومت د انتقاد له کبله په بند کې اچولې دي.

په کمونیست ویتنام کې هم دوه تنه ژورنالېستانې د دولت پرضد د تبلیغاتو او په مصر کې دوه فوټو ژورنالېستانې د دولت پرضد د تبلیغ او د جعلي خبرونو د خپرولو په تور بندیانې دي.

په سوریه کې یوازنۍ بندي خبریاله تل الملوحي ده چې په ۲۰۰۹ کال کې امریکا ته په جاسوسۍ تورنه شوه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، له هغو ښځینه خبریالانو سره چې په بېلابېلو هېوادونو کې بندیانې شوي، ناوړه چلند کېږي او حتی جنسي تېری پرې کېږي او وهل کېږي.

XS
SM
MD
LG