د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

ووټل: هغه وخت لا ډېر لېرې دی چې د داعش پرضد جګړه پای ته ورسول شي


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، هغه وخت لا ډېر لېرې دی چې د داعش پرضد جګړه پای ته ورسول شي.

جنرال جوزف ووټل دا خبرې له دې سره-سره وکړې چې داعش ډلې په سوریه کې تر کنټرول لاندې اکثره سیمې له لاسه ورکړي دي.

د سوریې په ختیځ کې د باغوز په کلي کې د هغو ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي، سختو حملو ډېر ځایونه ویجاړ کړي او خلکو ته یې ستونزې پېښې کړي دي. د دې سیمې خلک په تېښته دي.

په سوریه کې د داعش ډله
په سوریه کې د داعش ډله

جنرال ووټل خبرداری ورکړ، اکثره کسان چې له دې سیمې وځي، سخت دریځي دي. ده د داعش پرضد د دقیقو حملو غوښتنه وکړه.

د سوریې ډموکراټیک ځواکون تردې مخکې چې د سوریې په ختیځ کې د داعش وروستي پاتې شوني په نخښه کړي، دې ته انتظار دي چې خلک له دې سیمې ووځي.

ویل کېږي چې په تېرو ۳ ورځو کې له دې سیمې تر ۷ زره ډېر کسان وتلي چې اکثره ښځې او ماشومان دي.

خو جنرال ووټل پرون کانګرس ته وویل، سره له دې چې داعش خپلې سیمې له لاسه ورکړي، دا ډله تیاره ده چې بېرته دغو سیمو ته ستنه شي.

ده وویل، د داعش د سیمو فزیکي کمښت یوه پوځي بریا ده، خو وختي دی چې د دې ډلې پرضد جنګ پای ته ورسول شي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زیاته کړه، د هغو کسانو په منځ کې چې له سیمې څخه تښتي، د داعش غړي هم شامل دي نو په‌کار ده چې د دې ډلې پر ضد په عملیاتو کې له هوښیارۍ څخه کار واخېستل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرکال په دسمبر میاشت کې خپل متحدان هغه مهال حیران کړل چې ویې ویل له سوریې څخه خپل ټول پوځیان باسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

وروسته سپينې ماڼۍ وویل، یوازې ۲۰۰ سوله ساتي ځواکونه د سوریې په شمال پرېږدي.

د دفاع وزیر په ګډون د ټرمپ د حکومت غړي بیا-بیا خبرداری ورکوي چې که امریکايي پوځیان په سوریه کې نه‌وي د داعش سخت‌دریځي به په څو میاشتو کې بیا ځانونه منظم کړي.

یاده دې وي چې د هغو ۵۸ زره تنو په منځ کې چې د دیسمبر له میاشتې را په‌دې خوا د سوریې له ختیځه وتلي دي، په سلو کې ۱۰ یې د داعش غړي دي.

XS
SM
MD
LG