د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

د پاکستان او ایران پر پوله د بریدګرو پر وړاندې پر عمران خان د روحاني سپارښتنه!


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني پر پاکستان غږ کړی چې د هغې وسله والې ډلې پر ضد جدي اقدام وکړي چې د دواړو هېوادونو پر ګډ سرحد یې انتحاري حمله کړې ده.

روېټرز خبري اژانس د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په حواله لیکلي چې حسن روحاني پاکستان ته ویلي چې که اقدام ونه کړي، د دواړو هېوادونو روابط به له ګواښ سره مخ شي.

ایرنا ویلي چې د ایران ولسمشر پرون د مارچ په نهمه د پاکستان صدراعظم عمران خان ته دا خبرې په ټيليفون کړې دي.

د ایرنا په حواله، عمران خان روحاني ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به ایران ته ښه خبر ورکړي.

د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د ایران په جنوب ختيځ کې د پاکستان پولې ته په نږدې سیمه کې انتحاري حمله وشوه چې د ایران د انقلابي ګارد ۲۷ غړي په کې ووژل شول.

د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د برید د ځای یو انځور
د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د برید د ځای یو انځور

د حملې مسؤلیت د جیش العدل په نوم سني ډلې واخیست.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، جیش العدل په سیمه کې د اقلیت بلوچانو د حق د زیاتېدو او د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره مبارزه کوي.

د ایران په سرحدي سیمو کې د اقلیت سنيانو ملېشه ډلو د ایران پر امنیتي ځواکونو حملې زیاتې کړې دی.

د ایرنا په حواله، حسن روحاني په پرونۍ ټيليفوني مکالمه کې عمران خان ته ویلي:

"موږ د ترورېستانو پرضد ستاسو د جدي عملیاتو په تمه یوو."

حسن روحاني ویلي:

"موږ باید هغو کوچنیو ترورېستي ډلو ته چې د وسلو او پيسو د تمویل ځایونه یې ټولو ته معلوم دي، اجازه ورنه کړو چې زموږد هېوادونو دوستانه روابط خراب کړي."

په مقابل کې یې د ایران خبري اژانس ایرنا د عمران خان په حواله لیکلي چې د ترورېستي ډلو پر ضد مبارزه په اصل کې پاکستان د ځان په ګټه بولي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

عمران خان ویلي چې د ایران له لوري د ور رسېدلو معلوماتو له مخې به، د پاکستان پوځ قاطع عمل وکړي.

د پاکستان صدراعظم ایران ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه یې د ترورېستانو پټو ځایونو او زېرمتونونو ته نږدې شوي او ډېر ژر به تهران ته زېری ورکړي.

ایران تر دې وړاندې هم د پاکستان له خاورې پر خپلو سرحدي سیمو د حملو له امله شکایت کړی دی.

پاکستان ادعا کوي چې د ترورېزم ضد مبارزه کوي او د ترورېزم قرباني دی.

XS
SM
MD
LG