د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د پاکستان پولیسو د بشري حقونو د مبارز افضل کوهستاني د قتل په تړاو یو کس نیولی


ځيني پاکستاني پولیس
ځيني پاکستاني پولیس

د پاکستان پولیسو په هغه هېواد کې د بشري حقونو د مبارز افضل کوهستاني د قتل په تړاو یو وګړی نیولی دی.

افضل کوهستاني په پاکستان کې د ناموسي قتلونو د بندېدو لپاره مبارزه کوله.

هغه ۳۱ کلن و او د مارچ په شپږمه نېټه ووژل شو.

د پاکستان پولیسو پرون د مارچ په اتمه رسنیو ته وویل چې افضل کوهستاني په ابټ اباد کې ویشتل شوی و.

د سیمه یېزو پولیسو یوه مشر عباس مجید رسنیو ته وویل چې د افضل کوهستاني د قتل په تړاو نیول شوی مشکوک وګړی فاضي الرحمن نومېږي.

د هغه په وینا، نیول شوی مشکوک وګړی ۲۳ کلن او د افضل کوهستاني وراره دی.

د پاکستان د یوه زندان انځور
د پاکستان د یوه زندان انځور

عباس مجید همدا راز څرګنده کړې چې د مشکوک وګړي پرضد دوسیه جوړه شوې او غوښتنه شوې چې هغه په قتل مجرم وپېژندل شي.

افضل کوهستاني په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ډېر شهرت پیدا کړ.

څو کاله مخکې په پاکستان کې یوه ویډیو پر انټرنټي شبکو خپره شوه چې په هغه کې د افضل کوهستاني څلور ښځینه خپلوانې او دوه وروڼه موسیقۍ ته ګډېدل او چکې یې وهلې.

د ويډیو تر خپرېدو وروسته د هغه وروڼه او څلور ښځینه خپلوانې ووژل شول.

افضل کوهستاني د هغوی لپاره د انصاف غوښتنه کوله او د داسې قتلونو د مخنیوي لپاره يې مبارزه کوله چې د کورنۍ د عزت یا ناموس په نوم کېږي.

د دې کسانو د قتل په تور هېڅ څوک نه وو نیول شوي.

افضل کوهستاني ادعا کوله چې یوې قبایلي شورا د هغوی د قتل امر کړی و.

افضل کوهستاني رسنیو ته ویلي وو چې قبایلي شورا په ویډیو کې د دې کسانو نڅا د کورنۍ پر عزت تېری بللی و او هغوی د قتل وړ بللي وو.

د افضل کوهستاني مبارزه په پاکستان کې د داسې قتلونو پر ضد وه چې د عزت یا ناموس په نوم کېږي.

په پاکستان کې هرکال سلګونه ښځې د ناموس یا عزت په نوم وژل کېږي.

د پاکستان پارلمان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ناموسي قتلونو پر ضد نوی قانون جوړ کړ.

په قانون کې د ناموسي قتلونو عاملانو ته د اعدام سزا ټاکل شوې ده.

نوي قانون هغه اصل هم له منځه یووړ چې قاتلانو ته بې په داسې حالت کې چې د مقتول کورنۍ عفوه وکړي، د ازادۍ حق ورکاوه.

خو د عفوې نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې چې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۸ میلادي کاله په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه په کې شوې ویلي، ډېر هغه قوانین نه دي تصویب شوي چې په خاص ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره جوړ شوي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د ناموسي قتلونو د مخنیوي او د ښځو د خوندیتوب لپاره نافذ قوانین په ډېرو مواردو کې نه دي عملي شوي.

په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې په یوه کال کې یوازې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۹۴ ښځې د هغوی کورنیو وژلي دي.

د رپوټ په حواله، په داسې ډېرو مواردو کې قاتلان نه دي نیول شوي او حتی تحقیق نه دی شوی.

د عفوې نړیوال سازمان په پاکستان کې د ناموسي قتلونو څو نورې بېلګې هم ورکړې دي.

مثلاً، تېر دوبی په خیبرپښتونخوا کې یوه پلار خپلې دوه لوڼې له هلکانو سره د ارتباط درلودلو په شک ووژلې.

په کراچۍ کې د دوو تنکو ځوانانو جسدونه وموندل شول او له زخمونو يې معلومېدل چې برق یا التریکي شاک ورکړ شوی و.

د پاکستان په ملتان ښار کې تېرکال یوې سیمه یېزې جرګې څو نارینه و ته پر یوه کوچنۍ نجلۍ چې ورور يې جرګې مجرم پېژندلی و، د جنسي تجاوز اجازه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG